د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچي پيژندپاڼه / تذکره

زمردخان منګل 25.12.2016 14:22

کوچي پيژندپاڼه / تذکره
لیکنه : زمردخان منګل نیټه : ۱۳۹۵/۱۰/۴

کوچیانو دافغانستان اصلي استوګن اومالکان دي دهېواد پالنې روحیه قوي ، دیوواحد ملت په مشترکاتو کې شریک دي احساسات ، حاکمیت ،جغرافیه یې دټولنې له نورو ولسونو سره مشترکه ده پدې وروستیوکې دهېواد په بیلابیلو سیموکې د تذکرې یا پيژند پاڼې داخستولو یا ترلاسه کولو په مهال دستونزو سره مخامخ دي په داسې حال کې چې .. دافغانستان اساسي قانون څلومرمه ماده په صراحت سره څرګندوي ،چې ( دملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي ) چې اساسي قانون پدي ډول سره وضاحت لري ولې په دافغانستان په ځينو سیموکې دثبت احوالو نفوسو مامورین توپيری چلند کوي دوی ته تذکره نه ورکوي داموضوع چې څیړل شوې په بیلابیلو پلمو دوی ددې کار څخه ممانعت کوي دولتی مامورین داسې خپل دلایل وړاندې کوي ،چې د ثبت احوالو نفوسو قانون دریمه ماده شپږم جز کوچی داسې تعریفوي ( کوچی دهېواد هغه تبعه دی ،چې مالداری یې کسب غیرمنقول جایداد نلري دکال په معینو موسمونوکې دحرکت په حال کې دی ) دهمدې قانون څوارلسمه ماده کوچی ته تذکره دده دژمی او وړي مینو دقانوني خپلوانو له مخې توزیع کوي . ددې قانون دریمه ماده شپږم جز کوچی چې دهېواد اصلی استوګن دی له یو لړ مهمو مدنی حقونو څخه بې برخې کوي دلته څو پوښتنې . ایا کوچي نشي کولای چې غیرمنقول جایداد ولری ؟ که چیرته غیرمنقول جایداد ولري له کوچیتوبه ایستل کیږي ؟ پداسې حال کي چې بهرنی کولای شي دقنون مطابق په افغانستان کې کولای شي ځمکه واخلي نو کوچي ولي نه . ؟ داساسي قانون ( ۱۴) ماده دکوچیانو میشتولو او دژوند سمون په اړه صراحت لري آیا قانون دلته کوچي میشت کوي که بل څوک ،چی کله میشت شي دکوچیتوب څخه محرومیږي له بلي خوا دملکیت حق داساسي قانون دوهم فصل د اتباعو اساسي حقونه او وجایبوسره په مغایرت کې نده ،کوچی ته تذکره د ژمی اووړي دمینو په تناسب توزیع کیږي . دداحوالونفوسودثبت قانون (۱۴) ماده دلته بیا اساسي پوښتنه ده ،چې اکثریت کوچیان په دولتی یا دپيژندپاني دتوزیع په دوایرو کې ددې مادې له مخې ځورول کيږي .دبېلګې په ډول کوچیان په ژمي کې ګرمو سیمو ته ځي اوپه اوړي کې یخو سیمو ته پوښتنه داده ، هغه کوچیان چې مالداري یې له لاسه ورکړې متواطن دي چیرته یې خاورینه ګوډله جوړه کړې دتذکرې د ترلاسه کولوغوښتنه کوي حق لري که نه ؟ په کابل کې بیلابیلو سیموکي کوچیان میشت شوي که دوی په ژمي کې د تذکرو ماموریت ته عریضه کوي د تذکري له پاره باید ورنکړل شي ځکه ،چي ژمی دوی یا په ننګرهار یا په خوست یانورو ګرمو سیموکې وای ! همداسې په ګرمو سیموکې دلته قانون ددې پرځای چې ددوی حقونه خوندي او ورسوی تري ممانعت کوي له حقونو یې محروموي ،چې داعمل غیر قانوني داساسي قانون سره په مغایرت او ټکر کې دی ،چې باید ترې ډډه وشي کوچې ته باید دهغه لارښود او طرزالعمل له مخې ،چې دوچیانو خپلواکې ادارې دعدلیې وزارت دقانون ګذاری انسټټیوت سره په تفاهم رامنځته کړي باید تذکره شرعی وثیقه وویشي دنوروولسونوپه پرتله کوچیان په دولتی ادارو کې خورا نابلده دي فرصت طلبه ،چې دګران هېواد نوم یې په نړیواله بڼه د اداري فساد له مخې بدرنګ کړي غیرقانوني شکونې ترې کوي ،چې لدي کړنو باید لاس واخلي اوهغه ادارې ،چې ددوی اسناد طی مراحل کوي باید د چمتو شوي لار ښود له مخې ورته کافي معلومات ورکړي ،چې دغه طرزالعمل او لارښود دکوچیانو په لویه ادار ه کې شتون لري . داچې ستونزه دتل له پاره هواره شي دکوچي له پاره یوداسې تعریف په کار دی ،چې جامع او ټول ابعاد دکوچیتوب پکي رانغښتي او حقونه یې پکې خوندي وي دیو څیړنیز سیمینار اړتیا ده ،چې پدي پروګرام کې دافغانستان دعلومو اکاډمی څخه توکم پيژندونکي محققین ، دکوچیانو اهل خبره استازي اودکوچیانو دخپلواکې ادارې ارشد مامورین پکې شتون ولري دیادو مادو دتعدیل طرحه وروستي اودعدلیې وزارت د قانون جوړونې انسټټیوت ته يې واستوي