د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیال او فکر

عصمت الله صالح 30.11.2016 12:34

د فکر او خیال بېلول د وخت ستر استاد ته اړتیا لري؛ دا چې فکر لوی دی که خیال؟  دا هغه پوښتنه ده چې غواړم د خپل اند تر سیوري لاندې یې څه ناڅه ځواب کړم.

فکر او خیال چې ډېری کسان ورته، د اند له یوې زاویې ګوري؛ د وخت تېرولو دوه بېلې لارې دي.

د خیال معنوي ترکیب له سوچونو جوړ دی، خیال یعنې  د سوچونو زېږنده:

(( خان لالا تر دنګ چنار لاندې په بلا سوچونو کې ډوب دی، د ژورو سترګو نظر یې یوازې په زېړه غوا، چې د پټي په منځ کې څر کوي لګېدلی. ښۍ خواته ناست لمسی یې ورته وایي: بابا! وه بابا! دا وګوره نن مې د لوبو څومره خوندور شی جوړ کړی. خان لالا ناڅاپه ټوپ وهي، خپل لمسي ته ګوري، بیا یې په تندي ښکلوي او له مهربانه الفاظو ورته دا جمله جوړوي: زما ګرانه په سختو ښکلو خیالونو کې ډوب وم، مړ مه شې...)).

پورتنۍ بېلګې ته په کتو سره؛ خیال یعنې د حقیقي نړۍ پرېښودل، او په مجاز کې د یوه نوي ژوند پیلول دي. خیال د مادي ترڅنګ کومه معنوي ګټه نه لري. د زړو خلکو په خبره: دومره خیال پلوونه مه کوئ ځکه فایده نه لري. د ژوند فلسفه بیا خیال او سوچ، تر ډېره د انسان لپاره ګټور بولي؛ که دا اړخ وسپړو ښايي له خیال څخه نوی مفهوم واخلو: خیال د هیلو لټون دی، هیلې ترډېره په امید او ارزو دلالت کوي. هغه متل دی چې وايي: دنیا په امید خوړل کېږي. دلته بیا ښايي خیالونه یو څه ګټور تمام شي. خو که بیا هم په دې برخه کې د نظرونو تبادله وکړو؛ دې نتیجې ته رسو چې خیال او سوچ یعنې دوخت هسې له منځه وړل...

اوس راځم فکر ته: فکر بیا له خيال بېل دی. ځکه فکر د حقیقت موندل دي، فکر یعنې د پوهې ترلاسه کول، که فکر نه وي، ژوند به څه ډول وارزوو. فکر د مقامونو پوره کول دي؛ هغه مقامونه چې ورځنۍ چارې ترې سرچینه اخلي. که فکر نه وي خوښي نشته. دفکر په مرسته ګټورې او ناګټورې موخې ښې څرګندېدای شي.

(( د ګل غوټۍ زوی په ژړا دکلا دروازه پرانیسته، په منډه یې د مور تر غېږې ځان ورساوه، ګل غوټۍ خپل زوی په سینه پورې ټینګ کړ او پوښتنه یې ځنې وکړه: زویه چا ووهلې ماشوم ورته دخپل نږدې ملګري نوم واخیست. په دې وخت کې دماشوم پلار کلا ته راننوت خپل زوی یې په ژړا د ښځې په غېږه کې ولید. له بازاره راوړې سودا یې په ځمکه وویشته، خپل ګران زوی یې په غېږه کې پورته کړ، په لوړ آواز یې وویل: زویه چاووهلې!؟  ماشوم په پرلپسې سلګیو کې د خپل ملګري نوم یاد کړ. پلار یې په غوسه له کلا ووت. شېبه وروسته د کلي تنګه کوڅه یوه لوی شور اوغالمغال په سر واخیسته. لږ وخت وروسته دماشوم پلار ځوړند سر کلا ته دننه شو. د انګړ په منځ کې په اېښي کټ اوږد وغځېد. ګل غوټۍ ترې پوښتنه کړه: سړیه خیرت خو و؟ دماشوم پلار له بشپړې مایوسۍ ډکې سترګې خپل زوی ته ونیولې، بیا یې ښځې ته وویل: که  مخکې مې لږ فکر کړی وای، اوس به نو له دومره لوی خجالت سره نه وم مخ شوی: د ماشوم په وهلو سره یې پلار مخې ته راغی زما لاس یې ونیو، په غلي غږ یې راته وویل: ګل میره افسوس دې په تا وي، ما خو له تانه دومره هیله نه درلوده. دا ماشومان دي یو سات په جګړه بل سات په لوبو تېروي... ورکوه یې ښځې! که ما په غوسه کې لږ فکر هم کړای وای اوس به نو له دومره ذلیلۍ سره نه مخ کېدم...)).

پورتنۍ مې د فکر کولو لپاره یوازې یوه ساده بېلګه راوړه.

په پایله کې وېلای شم چې د فکر او خیال ترمنځ ډېر لوی توپیر شتون لري. داهغه توپیر دی چې نه یوازې په خبرو کې د پام وړ دی، بلکې مهمه ده چې په تیوریکو الفاظو کې هم له یاده ونه ویستل شي.