د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسې غله چې ناولې سیاسي موخې هم لري؟

حمزه یاسر افغان 13.09.2016 15:44

یو پخواني ملګري او ټولګیوال چې پلار یې د رسوخ او نفوذ څښتن او یو مخور شخصیت دی ډیر خواشینی ولید، له ستړې مه شې وروسته مې د خواشینۍ لامل ورنه وپوښت. هغه په لومړي سر کې غوښتل موضوع بل لور ته واړوي او له حال ویلو تیر شي، خو ما ټینګار وکړ او ده له یو سوړ اسویلي وروسته داسې خپل حال ووایه:
څو ورځې وړاندې مې په ښار کې چیرته کار ؤ او مقصد ځای ته له رسیدو سره مې موټر یوې خواته ودراوه زه ولاړم او چې خپل کار مې بشپړ کړ نو بیرته خپل کور ته د تلو په تکل مې موټر ته ورغلم او چې کتل مې نو د موټر مخکیني ټایر سره نږدې یو عادي ګلګسي موبایل پروت دی. ما راواخیست او شاوخوا مې نږدې وکتل څوک نه ؤ او چې مې مبایل د نږدې مارکیټ ساتوونکي ته وروړ نو ناڅاپي یو ځوان را شین شو او راته یې وویل چې مبایل یې ورک شوی ما موندلی په لاس کې موبایل وروښود. هغه یو څه خوښ شو، خو ورسره یې زیاته کړ؛ هو مبایل همدا دی خو دوه سوه ډالر هم ورسره ؤ. ما چې وکتل چې نه موبایل پوښ درلود او نه یې هم بل کوم څه چې پیسې ورسره په کې ایښودل شوې وې، نو ورته مې وویل چې سړیه که وزګار یې او سات دې تیروې نو دا چاره له بل چا سره وکړه زما بیړه ده او له دې سره مې مبایل ور وړاندې کړ، خو هغه نه اخیست او د دوو سوو ډالرو دعوه یې وکړه. تر دې چې مو خبرې یو څه سره لوړې شوې او د مارکیټ پیره دار یا ساتوونکی هم را نږدې شو او نوره خلک هم راټول شول. سړي د ټولو په مخ کې ویل چې مبایل سره یې دوه سوه ډالره هم د مبایل په پوخ کې ایښي وو او ما هغه څه چې مې په سترګو لیدلي وو ټولو ته بیان کړل او خلک هم زما په پلوۍ وو ، ځکه هغوي هم په سړي باندې د کوم ماهر غله ګومان کړی ؤ، خو هغه په خپله خبره ټینګ ولاړ ؤ او ویل یې چې حوزې ته ورسره ولاړ شم چې د حوزې آمر او پولیسو هر څه پریکړه وکړه هماغه به ومني. ما هم په دې ګمان چې ګوندې د قانون پلي کوونکي به د هغه بې منطقي بې ځایه د دروغو پر دعوې د بطلان کرښه راوکاږي، خو هلته خبره نوره هم خرابه شوه. ځکه هلته په تلو او د حوزې آمر او نورو پولیسو له موضوع څخه په خبریدو را باندې را سره شول او زما دلیلونه یې باطل او د هغه یې پلوي پیل کړه. دې وخت کې زما مبایل ته مې پلار ذنګ راوواهه او چې مې د تر سره کړي کار تفصیل ورته بیان کړ او په پای کې مې ورته وویل چې په حوزه کې یم او یو چا په ناحقه لانجه راسره پیل کړې، نو وارخطايي یې زیاته شوه او ویل یې چې زه درځم خو ما ورته وویل چې راتګ ته یې اړتیا نشته او زه درځم، خو هغه ونه منله او له دې سره د حوزې آمر پولیسو ته امر وکړ، چې زما لاسو ته ولچک راواچوي، خو ما ورته وویل چې نه مې قتل کړی او نه درنه تښتم ، همدلته درته ولاړ یم تاسو ته د خپلې بې ګناهۍ دلایل وایم او بیا زما په لوړه کچه کار دی زه دوه سوه ډالرو ته څه اړتیا لرم چې یا یې د لارې له سره راواخلم او یا یې په موندلو منکر شم. خو هغوی چې له یاد ماهر غله سره یې له مخکې تار او په هره معامله کې ځانګړې برخه درلوده بیا هم هغه پر حق وباله او راته یې وویل چې پیسې یې ورکړه، خو ما ورته ویل چې نه مې په ژوند حرام خوړلي او نه مې سرمایه د حرامو ده نو بیا ولې دوه سوه ډالر په اوبو لاهو کړم، خو د حوزې آمر یوه پولیس ته سترګګ وکړ او ورته یې وویل: ((ای ره بفامان ، سریشه خلاص کو که ناق ما ره درد سر نته)). او له دې خبرې سره پولیس له لاس ونیولم او په داسې حال کې چې زما خواخوږی یې ځان وښود راته یې وویل : ((بیدر! خودت و پدرته سرې دو صد دالر سبک نکنین، دو صد دالر بتیشه که دانش پت شوه اګه ګف بالا بره والاګه د دا هزار هم خلاص کنی))، ما په داسې حال کې چې د پیښې اصليت مې بشپړ درک کړی ؤ پولیس ته د خپلې بې ګناهۍ دلایل وویل او هغه بیا خپله هماغه پخوانۍ خبره تکرار کړه، چې په دې وخت کې مې پلار په موټر کې راغلو او چې غله په پوسته کې زما پلار ولید نو په ژړا یې پیل وکړ او دا ځل یې د حوزې آمر په پوښو کې ځان واچاوه او ورته یې وویل : ((ماش دو ما پنجصد دالره امروز از بانک ګرفتم و از ترس کیسه بور د پوش مبایلم جابجایش کدم خو ای ...)) ما چې دا واوریدل، نو د حوزې آمر ته مې وویل چې تاسو رښتیا ووایی چې یک نشد دو شد دا دی اول یې د دو سوو دعوه کوله او اوس پنځه سوه شوې، خو د حوزې آمر او نورو پولیسو هر یو زما پلار په مخ کې غل په حقه وباله او پلار چې مې دا واوریدل، نو ما ته یې وویل چې ولې دې اول دوه سوه ورنه کړې، ځکه وايي جنګ شدیار سر شدیار اوس دې ولیدل چې زه یې ولیدم نو پنځه سوه شوې، خو له دې سره د حوزې آمر په غوسه راپاڅید او زما پلار یې مخاطب کړ: ((حالا سر ما ګمان دزد میکنین؟ مه ای دریشي ره از خاطر چه پوشیدیم؟)) پلار مې هغه ته د حوصلې سپارښتنه وکړه او جیب ته یې لاس کړ غله ته یې پنځه سوه ډالر ورکړل، خو ما یې په داسې وخت کې لاس ونیوه چې غله پیسې په جیب کې کیښودې او له دې سره مې پلار له لاس ونیولم او موټر ته یې د پورته کیدو امر راته وکړ. زه په خواشیني حالت کې موټر ته پاڅیدم او پرته له پوښتنې مې پلار په موټر کې داسې راته په خبرو پیل وکړ: پرون یو کس چې ځان یې د شمالي باله په بدماش ډوله غږ راته وویل چې: (( بسیار د سور برابر استي، هیچ مزاهم نداري پیسای تام زیات شده!)) او له دې سره یې مبایل داسې بند کړ، چې بیا مې هر څومره ذنګ ورته واهه مبایل یې غلی کړی ؤ او دا د هماغه غله کار ؤ چې له دولتي دندو او د معدنیاتو او تاریاکو د قاچاق او پروژو څخه یې لاس لنډ شوی او اوس په دې ډول پیسې پیدا کوي غله ته مې ځکه بې له ځنډه پیسې ورکړې، چې د حوزې آمر او لویو چارواکو سره لاس لري او په دې معاملو کې ټول شریک دي او ددې مافیا اصلي کسان پر دې ګټو سربیره غواړي د قومي ، ژبنیز او مذهبي تعصب له مخې د مخورو شخصیتونه سپک کړي، چې بیا دا پیښې لوړو ارګانو او مطبوعاتو ته رسول کیږي، تر څو یې ښه بد نام کړي.
د ټولګیوال دا خبرې مې چې واوریدې، نو په ذهن کې مې ګڼې دې ته ورته نورې هغه اوریدلې پیښې تیرې شوې، چې په کومو مجلسونو کې مې اوریدلې وې او د اوریدلو پیښو په اړه مې شک په یقین بدل شو، خو دا یې لا نوې وه چې اوس غله د مافیا لپاره په دې او نورو ډول غلاوو کې د نغدو لاسته راوړلو سربیره اصلي ځانګړي معاشونه هم لري. تر دې مخکې ډیر شمیر خلکو باور دا ؤ چې د پولیسو او ترافیکو یو ستر عاید په ریړيو باندې د خرڅلاو توکو پلوروونکو څخه هره ورځ رشوت اخیستلو له لارې برابریږي او له غلو او کیسه برانو سره هم لاس لري، خو اوس چې مې له باور وړ کسانو څخه د پیښو کیسې واوریدې، نو په عامه اصطلاح شک مې په یقین بدل شو.
مافیايي ډلې اوس په کابل ښار او د نورو لومړۍ او دوهمه درجه ولایتونو کې پر مادې ګټو سربیره د ځانګړو بهرنیو استخباراتي کړیو او کورنیو سرطاني د نظام ضد او قومي ، مذهبي او ژبنیزو اختلافونو زیږوونکو ډلو لپاره کار کوي او د یادو ډلو لارښوونې سره سم د مخورو ، با نفوذه او په ولس کې د هیواد پاله او با شخصیته کسانو د بدنامولو کار ته یې ملا تړلې ده او ددې چارو اصلي لارښوونکي او پلانونو تنظیموونکي هماغه کسان دي چې په خپله او قوماندانان یې د مځکو غضب ، اداري او اخلاقي فساد ، د بهرنیو هیوادونو لپاره جاسوسۍ او ... سلګونه نارواوو کې لاس لري. دوي په خپلو سیمو کې پر خلکو نکاح کړې ښځې طلاقوي او خپله پرې جنسي تیری کوي. دوي په خپلو سیمو کې د شرابو او کبابو په مجلسونو کې لوڅې ډمې له تاجکستانه راولي او نڅوي یې او تر څنګ یې بجه بازۍ چارې باندې بهرنیو خبري رسنیو رپوټونه هم جوړ کړي او خپاره کړي دي ، دوي په سیمو کې د ملکي بې وزله او ځوریدلي ولس سره پر نورو ظلمونو سربیره دا ظلم هم له کلونو مخکې پیل کړی چې که په سیمه کې د کو چا یو څه سپین رنګه تنکی زلمی زوی ؤ او که یې ښایسته لور وه ، نو هغه د قوماندان (یعنې د همدې خپلسرو جنګیالیو) او د قوماندان زوی دی او که په زور یې خپل د عیش او نوش میله ځایونو ته راولي.
او په پای کې به یوازې دومره یادونه وکړم چې د اوسني نظام سرکار دې په تړاو ګام اوچت کړي. په داسې حال کې چې ددې هرڅه تخم د جهاد په کلونو کې کرلی شوی او د پخواني بې غوره او سست عنصره ولسمشر کرزي واکمنۍ پر مهال وپالل شو چې اوس یې ریبل او له منځه وړل محال ښکاري. خو که چیرې یې سرکار پر وړاندې اقدام وکړي، نو پرته له شکه چې راکابو کولای یې شي.