د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بګیرش که نه ګیریت!

سرلوڅ مرادزی 08.09.2016 12:14

د بروکسل غونډې ته د وخت په نږدې کېدو سره، په هېواد کې دننه، هم له بهره او ان په دولت کې دننه، د ملي یووالي په هغه مات و ګوډ حکومت کې چې په رامنځته کېدو کې يي دغو ټولو لورو او لوبغاړو ځواکمن لاس او واک درلود، یوازې ولسمشرغني د بې پایه نیوکو او اعتراضونو لاندې نیول کیږی او د نیوکو او سپکاوي په دې وزلوبه کې هر کس ناکس غواړي د خپلو ورانکاریو او خطاوو بارهم ټول پر ولسمشر غني ورواچوی، په داسې حال چې خپله برخه کې ولسمشر هم له سیاسي سادګیو او غوښنو تېروتنو خوندي نه دی!
د خندا وړ دا ده چې د ملي یووالي د حکومت په نوم، د اجراییه ریاست په چوکۍ ناست عبدالله عبدالله هم هغه ولسمشر ته چې د هغه په فرمان رییس ټاکل شوی د نیوکې او سپکاوي په بڼه وايی، څوک چې زغم نه لري، د ریاست وړتوب هم نه لري او د وزیرانو شورا په تازه غونډه کې خوله په دې پرانیزي چي« د ملي يووالي حکومت په يو شمېر هغو کارونو کې چې بايد ترسره کړي یې وای، نه یې دي کړي، خو په پاتې نورو کلونو کې به اساسي کارونه ترسره کړي.»!
افغان ولس سره د کړو ژمنو په نه ترسره کېدو او د فساد په وړاندې د هلوځلو په پاتې راتلو کې اوس عبدالله هم په حکومت کې خپله ماتې مني، خو دا هم په یوه بڼه ولسمشر غني سره د سیاسي اختلافاتو له نه حل کېدو سره تړلې ګڼي.
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې یوخوا د ملي یووالي د حکومت امتحاني دوه کاله وخت مخ په پوره کېدو دی چې تر دې وروسته دغه حکومت نه امتحاني او نه قانوني حیثیت او شتون لري او بلخوا د بروکسل غونډې ته افغان پلاوي د تګ تیاري نیسي.
عبدالله چې د ملي یووالي په نوم حکومت کې د نظارشورا د سمتي او سیکټاریستي او بلخوا هممهال د جهادي مافیا د سنتی، زړو او وروسته پاتې اندیښنو او کړنچارو اسازیتوب کوي او د نویتوب او دیموکراسۍ په وړاندې د ولسمشر غني د تګلارې د شنډولو دنده لري، هڅه کوي چې هم په کور دننه اوهم بهر کې افغان حکومت داسې بریا ونه لري چې ولسمشر غني پرې سرلوړی او بریالی افغان واکمن وپېژندل شي. د دوی کوښښ دا دی چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت یو شل شوټ حکومت وي چې نه له یو مخې نسکور شی چې بیا هلته د دوی نورې نقشې له ماتې سره مخامخیږي او نه داسې بریالي حکومت وي چې ولسونه يي ملاتړ وکړي او سبا د دوی د نقشو د پلیتوب پر وړاندې خنډ وګرځي.
افغان ولس ته، مات و ګوډ او شل شوټ حکومت د نظارشورا او جهادي مافیا غوښتنه او پیرزوینه ده، هغه هم چې واګې او مدیریت يی باید د دوی په لاس کې وي!
عبدالله چې د وزیرانو په شورا کې د هغه حکومت په وړاندې چې دی يي اجراییه رییس دی نیوکه کوي او ځان په داسې نیوکو سره سپین چرګ ځلوي، موخه يی دا ده چې هلته د درې نورو کلونو لپاره د داسې شل او شوټ حکومت د غځېدو بولاله د افغانانو له غوږ تېره کړي. خو که دا پوښتنه له عبدالله وشی چې سپېدار ماڼۍ کې يي د هندي هالیود او یا امریکايي بالیود فیلمونو اداکار غوندې د دریشۍ د اغوستلو او بدلولو پرته، په تېرو دوه کلونو کې څه ترسره کړي، د عبدالله ځواب به څه وي؟ تېر دوه کلونو کې عبدالله او ډلې يي حکومت ته یو لوی سردرد وو. ولسمشر غني چې ونه شو کولای خلکو سره د ټولتاکنو د وخت کړې ژمنې پلې کړی، مخې ته يي لوی خنډ په حکومت او واک کې د عبدالله او د هغه د ډلې ګډون او شتون وو. دا عبدالله او د هغه لنډه غران وو چې د جان کیري په رابلنه يي پر افغانانو دوه سری حکومت وتپه!
اوس شرم دی چې د عبدالله عبدالله غوندې فاسد چارواکی، وزیرانو شورا کې د فساد په وړاندې هغه هم د ځان په مشرۍ د حکومت د هلوځلو خبرې کوي. د فساد له منځه وړل د عبدالله او د هغې د ډلې ګوښه کول دي!
د اداري فساد پر وړاندې د افغاني شبکې غړي ذبیح الله وردګ سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وايی: «د ملي یووالي د حکومت په پیل کې موږ یوه سروې وکړه چې په لومړیو دوو میاشتو کې د فساد کچه له ۲۵ تر ۳۰ سلنه را ټیټه شوه، خو متاسفانه کله چې د دواړو مشرانو تر منځ سیاسي اختلافات په زیاتېدو شول، د فساد کچه د تېر حکومت په پرتله ۷۰ سلنه زیاته شوې ده. روهي بریښناپاڼه»
د ماندګار په نوم رسنۍ چې د عبدالله او د هغه له ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري، لیکی«رهبران دولت وحدت ملی در حالی خود را برای شرکت در نشستِ بروکسل برای افغانستان آماده می‌کنند که در اوجِ تنش‌ها و سردرگمی‌های سیاسیِ خود قرار دارند. روز یکشنبه گروه کاریِ مشترک برای انسجام و هماهنگیِ نشست بروکسل در کابل، همایشی را برای توضیح پیشرفت‌های کشور برگزار کرد. در این نشست، هرچند مقام‌های کشور به شمول اشرف‌غنی رییس‌جمهوری تلاش کردند که دستاوردهای دوسالۀ شان را برجسته نشان دهند، ولی مشخص بود که نهادهای بین‌المللی هنوز نسبت به دستاوردهای دولت وحدت ملی با تردید نگاه می‌کنند.»
داسې رسنۍ چې کله رهبران دولت وحدت ملي یادوي، د نیوکې په مهال يی موخه عبدالله خېل نه وي، بلکې هغوی د تبرک لپاره یادوي او بلخوا په داسې نیوکو کې هم خپل قاچاق تېروي. د ملي یووالي د حکومت پرځای د ملي یووالي د دولت یادول هم د دې لپاره کیږي چې افغانان پرغوږ ووهي چې عبدالله خېل یوازې په حکومت کې نه، بلکې په ټول دولت کې نیايي په نیمايي شریک دي!
همداراز د دې رسنیو ټوله هڅه دا ده چې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت په ټولو برخو کې نیمګړی او پاتې وځلوي. که عبدالله او ډله يی غني ته د پښو زولانه او د لاسونو اتکړۍ دي، رسنۍ يي بیا د ولسمشر او د هغه له پلویانو نیولې بیا د میرمن رولا غنې پورې هسې ملنډې لیکي لکه بچه سقاو او د هغه لنډه غرو او یا د هغه مهال جهادي مافیا اومجددي خېلو چې د غازي امان لله خان د میرمنې ملکې ثریا طرزي پورې ویلې او تبلیغولې!
په وروستیو کې دا رسنۍ د واشنګټن پست دا خبره چې افغانستان ګڼې ستونزې لري چې کېدای شي یوه يي خپله ولسمشر غني وي، زیاته تبلیغوي او د بهرنیانو د خولې هره نادوده او ناوړه خبره د خپلو مشرانو د سپکاوۍ لپاره د کاڼې کرښه بولي!
افغانستان چې د ترهګرو او د هغوی د پنجابي ملاتړو په لاس په امنیتي برخه کې زیاتې ستونزې لري له بده مرغه، په دولت او حکومت کې دننه جهادي مافیا او نظارشورا بیا د داسې ستونزو تبر ته د لاستې دنده په غاړه اخلي!
که ولسمشر په یوه فرمان سره عبدالله عبدالله اجراییه رییس ټاکلي شي، کولای شي د یوه بل فرمان په مټ هم د افغانانو له سره دغه طوق لعنت لیرې کړي او ایسته يي وغورځوي. که درې کاله نور هم د ملي یووالي په نوم دغه ناوړه حکومت چې عبدالله او ډله يي د پایښت لپاره هرې نادودي ته تیار دي، پر افغانانو تپلی پاتې شی، د هېواد وداني او د افغانانو سوکالي خو څه کوي، چې د هېواد او افغانانو برخلیک د ګواښ او تیری سره مخ دی!
دا د منلو وړ ده چې نورې ستونزې هم مخکې ډېرې پرتې دي، خو ولسمشر غني باید د دغې ستونزې حل جدي وګڼي او مخکې له دې چې وختونه او فرصتونه نور هم له لاسه ووځي، د هغې د حل لپاره لاس په کار شي!
افغانان باید په داسې هېوادپاله هڅه کې په ټینګه د ولسمشر غني سره ودریږي!
د همداسې ورځې په هیله!