د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره!غزني کې اربکیان د پښتون وژنې پروژه ده!

یاسر افغان 29.08.2016 12:39

متل دی چې وايي : سړی چې وزګار شي یا غل شي یا بیمار شي. یوه پکتیاوال ملګري مې راته کیسه کوله چې پر داود خان له کودتا وروسته چې کله عسکري جبري شوه نو له سویل لویدیځو ولایتونو دوه تنه په عسکرۍ کې د نیول کیدو له ویرې پکتیا ته را تښتیدلي وو. دوي کې به یو خلکو ټینګه پرت باله او بل هم سفیر په نوم یادیده. ټینګه پرت به د بنجارې شیان راوړل او په کورونو به یې ګرځول په همدې به یې خپله ګوزاره کوله او سفیر بیا په کلي کې هره مزدوري کوله خو تر ډیره به یې تشنابونه پاکول. دوي دواړو په همدې ډول خپل ژوند پر مخ بیوه تر څو چې د طالبانو په واکمنۍ کې مړه شول.
دوي عسکرۍ ته د جذبیدو له ویرې له خپلو اصلي سیمو راتښتیدلي وو او خپل ټول هر ډول اسوده او د کلي د عزت ژوند یې پرایښی ؤ او په غرنیو سیمو کې یې د خوارۍ ژوند کاوه. دلته ما ځکه ددې پیښې یادونه وکړه چې هغه مهال که به یو څوک ددې دواړو په څیر د یوې ستونزې او یا ویرې لامله له خپل کور کلي راوتښتیدل خو اوس که په کومې کورنۍ یا کلي کې څوک په نارواوو سر شي او پوډرو ، چرسو ، شرابو ، قمارو او ... ته مخه کړي نو ددې پر ځای چې بل ځای ته وتښتي په خپلې کورنۍ او کلي بوج شي او نورو ته هم ستونزې جوړې کړي او د یو مرض په څير په سیمه کې بد بلل کیږي سره له دې چې دا ډول کسان د کورنیو مور او پلار لخوا عاق شوي او شړل شوي وي، خو بیا یې هم سترګې نه شرمیږي.
د تاجکو وروڼو په اصطلاح د چهارعیب شرعي درلودوونکو اوس بله چاره پیل کړې او هغه دا چې دوي یا د طالبانو لیکو کې ننوزي او یا له ناچارې ورځې د سیمییزو یا محلي پولیسو کې ځانونه شاملوي. په غزني ولایت کې د طالبانو نارواوو پر وړاندې د کوم کورني باندني تحریک له لوري د پاڅون کوونکو په نوم وسله واله ډله راپورته شوه تر څو د غزني لرې پرتو په تیره د سویلي سیمو اوسیدوونکو د نا امنۍ ستونزې حل کړي، خو نه یوازې دا چې ستونزې یې ورته حل نه کړې بلکې د نا امنۍ پر ستونزو یې سربیره د قومي او سیمییزو اوسیدوونکو تر منځ خپل منځي شخړې راوزیږولې، چې له امله یې دا مهال د غزني پښتون قوم په تر ټولو سختو ستونزو کې راښکیل شوی دی.
اربکیان هماغه پاڅون کوونکو پروژه وه چې له قومي مشرانو سره پرته له تفاهم او مشورې د یو شمیر کړیو له خوا رامنځته شوې وه او د پروژې اصلي سرچینې خپله ګټه وکړه، خو خوار پښتون ولس یې د بربادۍ او خپلمنځي شخړو تر ټولو بد حالت ته راورساوه. که د یو کلي یو کور دوه یا درې تنه طالبان او یا طالب پلوي وو نو پر وړاندې یې د اربکیانو پروژې کې د همدې کلي خپلوان او یا لرې او نږدې ګاونډیانو ته وسلې ورکړې او د ځانګړي معاش په بدل کې یې اوس په سمییزو پولیسو بدل کړل او په دې ډول سمییزه قومي خپل منځي جګړې لړې پیل شوه او په دې لړۍ کې ګڼو وسله په لاس کسانو د خپل منځي شخصي او پخوانیو دښمنیو قساتونه له یو بل څخه واخیستل او درمل شوي ټپونه یو ځل بیا په ناسور بدل شول.  
زه دا نه وایم چې طالبانو د افغانستان په هر ګوټ کې ظلمونه او له افغانانو سره نارواوې نه دي کړي؛ بلکې طالبانو د جهاد او اسلام مبارک دین د ژغورنې په نوم د تاریاکو ، په بیا رغونو ، ماین پاکۍ او ګڼو نورو پروژو کې د خپلې غوښنې نغدې برخې په اخیستلو سره د خپلو جیبونو ډکولو چارې لپاره وسلې ته لاس کړی، خو ددوي پر وړاندې په سمییزه کچه د اربکیانو پروژې رامنځته کول نه ؤ په کار چې اوس یې د چهارعیب شرعي او د مور او پلار او کورنۍ شړلو ته وسلې په لاس کې ورکړي او ددې لپاره چې پخوانی ولسمشر کرزی او نور په سلګونه ډوله فساد لړلي ملګري یې د پښتون وژنې دې پروژې ته رسمي جامه ورواغوندي د چا نیوکې ګوته ور سمه نه شي، نو پاڅون کوونکي یې د کورنیو چارو وزارت اړوند سمییز پولیس کړل. خو دې د اوړو پوزې هم چندانې ګټه ونه کړه او تر پیل یې اوس په سیمه کې سیمییز خپل منځي قومي او حتا کورني اختلافونه ، ستونزې او جګړې تودې کړي دي او داسې څوک نه شته چې له سیمییزو پولیسو سر نه ټکوي.
خو یو ټکی چې یادونه یې راته اړینه ده هغه دا چې د سیمییزو پولیسو لیکو ته یو شمیر ځوانان د وزګارتیا له امله تللي او هغوی په یو ناسالم محیط کې په سخت کړاو کې دي او دا سالم ځوانان اوس له مجبوریتونو یا په سیمو کې د اربکیانو په نوم کار کوي او یا دا چې له یادې کړۍ را جلا شوي او په غزني ښار ، کابل ، قندهار او یا له هیواد څخه بهر ایران او پاکستان کې د لاس مزدوري او یا له ډوډۍ پخوونکو (نانوایانو) سره کار کوي او خپلو کورونو ته د طالبانو د تکفیر او واجب القتل ټاپو له ویرې نه شي تلای.
نو ځکه خو له لالهاند ولسمشر څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې د اربکیانو په نوم مشهوره شوې د سیمییزو پولیسو پروژه دې منحل کړي او د سیمییزو پولیسو وسله په لاس جنګیالیو ته دې د ځانګړي نظامي زده کړو په ورکولو سره هغه د ملي اردو او ملي پولیسو په چوکاټ ځای پر ځای کړي. تر څو د خپل منځي قومي دښمنیو او په تیره د پښتون وژنې لړۍ نوره پراخه نه شي.