د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چک ولسوالي د وسله والو تر سخت برید لاندې راغلې

میرویس خیبر 10.08.2016 00:26

د وردګو ولایت چک ولسوالي د طالب وسله والو تر سخت برید لاندې راغلې، وسله وال د زمري په ۱۶ مه دوشنبه د شپې مهال د ولسوالۍ شاوخوا کلیو، لکه کوډۍ، پنه، بابا کلا، سني خېل، بکسرسي، رشیدان، اله خیل، مدو... او دوو لوریو ته د غرو په لمنو کې ځای پر ځای شوي، پنه کلی چې د ولسوالۍ د ودانۍ په سل مترۍ کې پروت دی د یادې شپې ر اهیسې د طالب وسله والوپه لاس کې دی، تر اوسه (له غرمې مخکې ۱۱ بجې) د جګړې خال خال ډزې اورېدل کیږي مګر د شپې دغه وسله وال له کوم ګواښ او مقاومت پرته سیمې ته په داسې حال کې داخل شوي چې لا هلته خواوشا د ملي اردو، اربکیو او ملي پولیسو پوستې شته، سوال دلته پیدا کیږي چې دغه وسله وال له کوم لورې را نازل شول؟ هلته میشتو امنیتي ځواکونو څه کول؟ ولې له کوم مزاحمت پرته شنې درې ته داخل شول؟ له دغې درې به یې ایستل د سر په څومره درنه بیه تمام شي؟

د سیمې خلک سخت په وېره کې دي د خلکو تګ راتګ کم شوی او خلک یوې سختې جګړې ته شېبې شماري.
د وردګو امنیه قوماندان د سر پرست په توګه دنده تر سره کوي او پخوانی امنیه قوماندان له طالبانو سره د اړیکو په تور هغه وخت له دندې لیرې شو چې له بغلان څخه یې طالب ټپيان په خپله رنجره کې کابل ته استول هغه په ترکیه کې چکر وي او سرپرست لا په اصلي نه دی بدل شوی، والي هم ځونډي ګل دی چې اوس د ولایت د ادارې الف بې زده کوي او د جنګ لپاره یې لا لومړۍ سپاره نه ده موندلې او طالبان ورته تر مرکز او ولسوالیو تر ودانیو را ورسیدل.

د یاد ولایت د جلګې ولسوالۍ چې اوس یې لا نوم هم ور (دای میرداد کړی) لاره له میاشتو میاشتو د ټرافیکو پر مخ بنده ده او د هغه ځای وګړي د پولاتي درې او بهسودو له لارې په جلریز ولسوالۍ کابل ته ځي او پوره ورځ یې په لاره تېرېږي، میاشتې وشوې چې په دغه ستونزه دولت خو لا څه چې رسنیو هم ځانونه چوپ نیولي- وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي.