د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

WTO يا نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب او اقتصادي اغیزې

اظهارالحق فضلي 31.07.2016 01:00

افغانستان په وچه کې ایسار او مخ پر ودې هیواد ده چې سمندر ته لاره نه لري نو په کار ده ترڅو د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو سره اقتصادي او سودا ګرۍ اړیکې ټینګې او د خپل اقتصادي پیاړوتیا دپاره لاره هواره کړي، چې په دې برخه کې د سیمیزو او نړیوالو سازمانونه سره اړیکې ټینګول او غړیتوب ترلاسه کول ورته ښه بدیل کیدای شي او کولی شي د اقتصاد په پرمختیا کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.
افغانستان د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۹ په رسمي توګه د نړیوال سوداګریز سازمان بشپړغړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د غړیتوب د ترلاسه کولو دپاره غوښتنلیک وړاندی کړی وه او د يوولسو کلونو وروسته يعنی د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۱مه مذاکرات پای ته ورسیدل او په همدې کال د کینیا هیواد نایروبي کی د دسمبر په ۱۷ مه د نړیوال سازمان غړو هیوادنو په رسمي توګه ومنله چې افغانستان دې له دې سازمان سره يوځای شي، او په پایله کې افغانستان وکړای شول د جولای په ۲۹ په رسمي توګه پشپړ غړیتوب ترلاسه او د نړیوال سازمان ۱۶۴ غړی شي. نړیوال سوداګریز سازمان چې مرکز يې د سویس هیواد جینوا ښار کې دۍ په کال ۱۹۹۵ کې د غړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د پاره د آسانتیاوو برابرولو او د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په پار را منځ ته شو.
د نړیوال سازمان غړیتوب د افغانستان د اقتصاد د پاره څه ګټه لري؟
افغانستان ديو پرمخ ودې او لږ پرمختللي هیواد په توګه کولی شي د غړي په توګه له غړو هیوادونو څخه لاندې اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي:
لومړي سر کې به وروسته له دې د افغانستان سوداګریز قوانین يوه برخه د هغو قوانینو او مقرراتو برخه کیږی چې نړیوال سوداګرۍ کې کارول کیږی او افغانستان کولی شي نړیوالو سوداګریزو بازارونو ته لاره پیدا او خپل توکي په آزادانه توګه صادر کړي. دوهم داچې د افغانستان غړیتوب په نړیوال سوداګریز سازمان کې مرسته کوي ترڅو افغانستان د نورو غړو هیوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو د نا مناسبه سوداګرۍ او ترانزیتي پالیسيو او سیاستونو پر وړاندې تر يوه حده مصئون پاتې شي او خپلې ټولې ترانزیتي ستونزې حل کړي. دریم دا چې د افغانستان له لوري د ګمرکي محصولاتو او تعرفو کمول او په ځینو توکو باندې له منځه وړلو په صورت کې به نړیوال دې ته لیوالتیا پیدا کړي ترڅو راشي او په افغانستان کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لنډ مهاله او اوږد مهاله پانګه اچونه وکړي، چې دا کار په خپله په هیواد کې د بې وزګارۍ، فقر او نورو اقتصادي ستونزو له منځه وړلو کې ګټور رول لوبولی شي. همدا راز افغانستان يو زراعتي هیواد دۍ او زراعتي توکي يې عمده صادراتي توکي جوړوي، زراعتی توکي تولیدول او نړیوالو بازارنو ته یې صادرول کولی شي د عوایدو په لاسته راوړلو، د داخلي ناخالصه تولیداتو په زیاتوالي او پیاړوتیا او د هیواد اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
سر بیره پر دې د هیواد پانګوال کولی شي خپل د پانګې اچونې او تولید د پاره د ضرورت وړ توکي په ارزانه بیه له نړیوالو بازارانو څخه وپيري، چې دا پخپله د تولیدودونکو توکو په قیمت کې مهم رول لوبولی شي او تولیدونکي کولی شي خپل تولیدي توکي په ارزانه بیه تولید او نړیوالو بازارونو ته يې عرضه کړي او بالاخره افغانستان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره کولی شي د وخت په تیریدو سره ځان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ اقتصاد سره سیال کړي.
اوس سوال دا ده چې افغانستان به له شته فرصت څخه څومره ګټه پورته کړي؟
افغانستان مخ پر ودې هیواد دی او د اقتصادي د پرمختګ د پاره لاتر اوسه هم هیواد کې سم او مناسب بسترآماده ندۍ. افغانستان په اوسني شرایطو کې له ګڼو بنسټیزو ستونزو سره مخ دۍ. امنیتی، سیاسي، اقتصادي، فساد او بې ثباتي هغه اساسي ستونزې دي چې نړیوال او په خاصته توګه د نړیوال سوداګریز سازمان غړی يې پر وړاندې اندیښنه ښکاره کوي. افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان د لږ پرمختللو هیوادونو ترمنځ ۳۶ هیواد دۍ چې غړیتوب يې ترلاسه کړ. په اوسنی حالاتو کې د يادو ګټو ترڅنګ به غړیتوب د هیواد پر اقتصاد ناوړه اغیزې هم ولري او د افغانستان اقتصاد به له زیان سره مخ شي. لومړی دا چې افغانستان په ځان بسیا اقتصاد ندی او د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول ډير دی مانا داچې افغانستان په وارداتو تکیه هیواد دی نو نړیوال سوداګریز سازمان کې غړیتوب زیاتره د صادراتو له پلوه د غښتلو هیوادونو به ګټه وي نه د واردونکو هیوادونو په ګټه، نو په دې برخه کې به افغانستان ونکړای شي په نړیوالو بازارونو کې له خپلو سیالانو سره برابره اقتصادي سیالۍ وکړي. ترڅنګ يې زموږ داخلي صنعت يو نوی پر پښو ولاړ شوی صنعت دی نو پر بهرنیو سوداګریزو توکو د تعرفو د کموالي په صورت کې به د داخلي او بهرنیو توکو ترمنځ په بازار اقتصاد کې ناسمې سیالۍ ته زمینه برابره شي چې کولی شي د داخلي صنعت د له منځه وړلو دپاره د خطر زنګ وي. دولت چې خپله ګڼو نورو ستونزو سره مخ ده، پکار ده چې نوی صنعت سره هراړخیزه مرسته وکړي ترڅو د هیواد تولیدونکي په ارزانه بیه توکي تولید او تر يوه حده له بهرنیو توکو سره په قیمت کې سیالي وکړای شي. اوس چې افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، دولت ته پکار ده چې د سازمان له معیارونه سره ځان برابراو په سوداګریز او اقتصادي نظام کې بنسټیز اصلاحات را منخ ته کړي. شته فرصت نه اعظمي ګټه واخلي، د بسیا اقتصاد دپاره عملي ګامو پورته او ورته لاره هواره کړي. د پرمختللي او په ځان بسیا اقتصاد په هیله.