د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلی ولسمشرپه نوم سرخلاصی لیک

سباون رښتیا 02.07.2016 01:59

بسم الله الرحمن الرحیم
دښاغلی ولسمشرته سرخلاصی لیک
دالیک دی هغه ځوک نه ګوری چی دوجدان ناروغه وی ولوکه ولسمشریا دشکایاتودکمیسونوغړی ، اداری فساد اوښی حکومت داری مشران هم وی .
اول : غواړم دهغه اصلاحاتویوه نمونه درته معرفی کړم چې ښاغلی ولسمشردآکترصاحب اشرف غنی څوموده مخکی دشپی دخواورغلی اوځینی کسان یی دخیانت اوغفلت په توردکاره ګوښه کړی هم وه . دادوزیراکبرخان شفاخانه ده .
ستونځی
نوم یی شفاخانه ده خودننه پاګلخانه ډیرشرف پرلری .
اکسری . په لاندی منزل کی دی اودجراحی اودهډوکووات په څلورم منزل کی دی ، لفټ یی کارنکوی په شاه به مریض یوپیاوازڅلومنزلوته خیژوی اوکښته کوی
لابراتواریی بیخی دعاجل وات په نامه په بل منزل کیدی دوینودمعایناتودپاره دګوډیانواوناروغانووړل دخدای غضب دی ، » چې تشناب ته سروردننه کړی سپی هم هلته ولاکه دبوی دلاسه بولی وکړی
دچټلې دلاسه یی په اطاقوکی ځوک خره هم ولاکه وتړی دبسترواورجایی کانوڅخه څوکاره اخستل کیدای سی چی دسره پوله اوکابل رود پوډریانوته یی بخشش کړی .په شفاخانه چی ددولتی دوا اوسایلوبوی هم نسته حتی دسورنج څخه نیولی ترفلسترپوری ،
ریس داسترلیا تبعه دی خدای خبرڅومره ډالره معا ش خلی په ډوربین کی ولاکه ځوک ووینی .نیم عمریی په استرلیاکی اونیم عمریی په میتنګوکی دوزیرسره تریږی .پخپله دشفاخانی کارکونکی یی نه پیژنی .
دډیپارمټومشران هم دلته کارکوی ، هم خپل کلینونه لری اوهم په پوهنتون کی درس ورکوی ، لس ورځی لبټ خراب و دناروغ سره یوپایواز پریږدی هغه په داډول چی یوڅل به دشفاخانی په دروازه کی سل یا دوه سوه افغانی باید پټی ورکړی که نه چی ناروغ دی اوراخلی وربه نه سی ،دهرواټ په خوله کی یوبل ناست دی باید سل دوه هغه ته هم ورکړی . چی کله رسمی وخت خلاص سی لوی ډاکتران که نوکری وی که نه وی شخصی معاینه خانوته تشریف وړی
په شخصی معاینه خانوکی یی ځینی ترسلوکسانو کم نه ګوری کوم چی ډیرمراجعین نلری هغه بیا ددواخانواولابراتواروسره شریکان داسی څه ورته لیکی چی کالی تری باسی چی دطب له لحاظه کفردی هغه هم پخپلو چپراسیانویی له شفاخانی نه راخطاباسی په رسمی وخت کی په شخصی یا دولتی پوهنتوکی درس ورکوی خوهریوپخپل واټ کی خاص نفرلری کوم ناروغان چی پیسی ورکوی دهغوی دلاری کمپاین کوی کوم کسان چی دبستروړوی نواول یی شخصی معاینه خانی ته معرفی کوی ،
دشفاخانی چپراسیان یی موظف کړی دی چی دلته دی علاج نه کیږی پلانی صاحب معاینه خانه په پلانی ځای کی ده دغه کارت واخله هلته ورسه هلته به دی وګوری بیاکه ددی ځای ضرورت سو دلته دی هم ژرداخلوی اوهم دی ژراپریشن کوی . دڅلورم منزل پردیوال مخامخ دیوسی ډی غت بورد لګولی هلته ددومره خدماتویادونه سویده لکه دنیویارک لوکس ترینه شفاخانه چی یی اباده کړیوی ، داوبونلان اکثره خراب دی چی سړی دلوږی دځان پرمرک ونه ویریږی ګمان نه کوم چی دبوی اوچټلی دلاسه دی هلته ځوک خوراک اوچښاک وکړی
دډوډی پروخت یوه ورسته مڼه اویوه ایشیدلی هګۍ ورکوی .
دډیپارتمنتومشران سهارپراوه بجی په واټ کی یونمایشی چکروهی نه یی دعملی کولوڅوک سته نه دی بیا پوښتنه کوی پراته بجی په پوهنتوکی درس ته زغلی
لابراتواروالاته چی ورسی هغه یومعاینات کوی نوردنږدی لابراتوروسره شریکان دی هغوی ته لیږی . کمپوډران یی دنوکریوالانوشریکان دی هغه دورځی دخوا دوانه تطبیقوی دځینودواخانوڅخه دواراوړی اودځان سره یی ساتی دشپی چی درملتونه وتړل سی دوی په وات راسم سی وپایوازته وایی هله ورسه داڅوقلمه دوا راوړه هغه یا نابلده وی یا دناروغه نه سی تلای کمپوډران یی دچپراسی پلاس ورکړی هغه یوڅه دشفاخانی اویوڅه ددرملتون په دوچنده اودری چند ه پرناروغانوخرڅوی دلیروځایوناروغان خوداسی لکه ړنده هوسۍ چې دتازی په لاس ورکړی ، وزیرصاحب اومعین صاحب اوشفاخانی ریس که په ساعت تیری اخته وی وایی په میتنګ کی دی ،دداکترنوکریوال وڼده دشپی په نمایی کی ورکوی دکمپوډرانوتقسم اکثره پرنه بچی کیږی ځکه دسهارنی پانسمان پیسی دناروغانوراټولوی . د۱۳۹۵ هجری کال داسد په اومه نیټه پس له ډیروزاریوعذرونوخپل ډیرعاجل ناروغ ددریم واټ په دریم منزل ۳۲۳کوته چې ددوی په ډیرښه ځای دی بسترکړه پدی اطاق کی دری چپرکټه وه پریوه دغوریوهزاره پروت و ټوله ورځ به یی ژړله موږ دخپل ناروغ ترسرګردانی وروسته ددی هزاره څخه پوښتنه وکړه چی ولی ژاړی هغه ویل یوه میاشت دلته پروت یم موتروهلی وم ۱۴۰۰۰څوارلس زره افغانی می شخصی موټرته ورکړی تردی ځایه مې ځان راورساوه دلته می په دیریش زره ځان بسترکی دملااپریشن یی راوکړی هرپانسمان مي په سل افغانی راکوی اوس می پیسی خلاصی سوی څوک پانسمان هم نه راکوی . اوس می باسی ترکوټه سنګی پوری کرایه هم نلرم نه څوک پیژنم ملامی زخمی ده کورته څنګه ولاړسم کورهم یوه روپی نلرم . خواتم تاریخ یی رخصت کړی پنڅه سوه افغانی ما ورکړی . په ژړا له شفاخانی ووت
د۱۳۹۵هجری کال په نهمه نټه سهاروختی دخپل ناروغ دپاره ورغلم هغه لس ورځی نه څه خوړلی وه اونه یی څه چښلی وه اوپرهارونه یی بیخی ښوړیدلی وه .دهډوکوددیپارتمنت مشرسهاروختی لس دقیقی زما دمخه ورغلی و دناروغانوسیل یی کړی و نورپرخپله لاره تللی و .ما کم ازکم دپنځوزرو افغانودوا په دوی ورځی کی راوړیوه خودتطبیق کس می په دری ورځی کی ولکه یا پیژندلی دی یا می پیداکړیدی ،اوناروغ می دومره ناارمه وچی زه یی په فکرکی اچولی وم چی تردی ژوند یی مرګ ښه دی داورټپیډی د(کوری دلوی کوټی) په منځ کی شپږتنه سره ناست وه یوپنډ بریتورناست وجنګ اوجنجال و چی زه ستاسی امریم زما ونډه څنګه نن لږ ده یوازی دکارته پروان څخه موپیچکاری په دوه سوه راوړی تاسی په درچنده خرڅی کړید دری ساعته ددوی حسا ب اودعوه نه خلاصیده کله چی به خلکوورته ویل چی زموږمریض ناارامه دی سیروم یی خلاص سو،اول غوږنه پرنیوی که به په په تنګ کړی نوبه یی یوه چپراسی ته دنده وسپارل چی ته داټول پایوازان وباسه دیوه ناروغ پایواز ورسره غالمغال ودی بریتورچی ځان یی دکمپوډرانومشرمعرفی کاوه په لوړاوازورته ویل چی زن اشرف غنی با پلانکی وغیره دست تان ازاد یوتن پرراتیرسو چی خانت ته کوی زن ان وان ته بد وایی خبره تردی ورسیده چی ددیپارتمنت مشرته تلفون وسو هغه راغلی چا ورته وویل چی داستا پرسونل کارنکوی دسهارراهیسی ییی پررشوت اودواخرڅولو مصروف وی دسهارراهیسی یی سره دعوه ده ناروغان درپه دره دی ده ویل ما سهارورته هدایت کړی دی دی بیرته پرشاه روان سودابریتورچی اشرف غنی ته بدی ردی ویلی پسی ورولاړسو چی دهلیزه وتی دکورتی په جیب کی څه ورواچول داسی مالومیده چی څوپنځه سوه ګونی لوټونه وه دی ولاړی بریتورراغلی دواټ په مابین کی ودریدی اووی ویل ( اینه به اموکلان ما شکایت تان نه شنید) دست تان ازاد کله چی دغلومنډیی خلکوولیده ځینوخپل مریضان به شاه کړه اوځینونوروشفاخانوته خپل مریضان یووړه چی په شخصی شفاخانوکی تردی مسلکی غله ناست دی تردغه بد تربد حال دی اوس پوښتنه داده چی که داوزارت وزارت وی نودوزیراکبرخان شفاخانه خو دوزارت په خوله کی ده کله چی وزارت دانه سی اداره کولای اوپه درواغودعوه کوی چی په افغانستان کی دنفوس اتیا سلنه خلګ وصحی خدماتوته لاس رسی لری تا سی ورسی دصحت طفل حال وګوری .دعالیقدرولسمشرډاګتراشرف غنی ښاغلی دولسی جرګی ټولونماینده ګانوخصوصا دولسی جرګی دشکایاتوکمیسون دمشرانوجرګی ټولوغړواودشګایاتوکمیسون ته په ډیراحترام وړاندیزکیږی .که وجدان موناروغه نه وی وی ګورۍ داشفاخانی نه تیارپاټکونه دی اوکه نه پرسترګوتوری عینکی ولګوﺉ
قدرمنو: یوملت هغه وخت پرمخ ځی چې یا ملت سیاسی اوویښ ملت وی یا یی دولت وطنپال دولت وی . ملت خوپه ډیرودرواغواوریدولوستړی سویدی چی نورخپله ژړاهم نه اوری خونه پوهیږم چی په دولت کی واکداران به دډیرودرواغوویلوډیرستړی وی اوکه به لایوه څه شومه ورته پاته وی .
خلکوڅه ویل ؟
اکثریت چی دلیروځایوراغلی وه ویل یی پردی خودی دطالبانوبلا وګرځی که دی وژنی په نره نه په ......................
نورویل چی کاشکی دیوی ورځی دپاره دشفاخانی دریس څخه نیولی دټولولوی چارواکودهغوی ښځوماشومانویوه شپه دلته تیره کړیوای دوی دخپلومشرانوپرمخ توکلی وای .
ځینوویل چی دداکتراشرف ټول اصلاحات داوبوپرسرخطی دی .
ځینوویل چی دچپراسی اوتروزیره سره شریکان دی په افغانستان کی قتل رجال دی چی دخارجه دلته ریسان راځی دوی میاشتی په خارج کی وی دوی میاشتی په میتنګ کی وی . ځینوویل چې خدای مودی ددی بلاژرخلاص کړی .
نورودناهېلی کاڼی پرزړه ایښی وه اویل یی چی په دی وطن ژوند کول نورګټه نلری ددی دولت تررمه شرمښان ډیردی .. داچی دمرکزداحال دلیری ولایاتوبه څه حال وی . ډیرپه ژړا په ناهیلی له دروازی وتل
دډاکترانواونرسانواوچپراسیانودلایل څه وه
چی کله به ورسره په خبروسوی ویل ټول په زروډالره معاش اخلی کورونه یی په خارج مولس یا نهه زړه افغانی څه په وکړو پلانکی پنځوس مریضان هم ګوری دلته هم معاش لری په شخصی اودولتی پوهنتونوکی کارکوی پرساعت زردوه زره افغانی اخلی موږ خوماران نه یوچی خاوری وخورو.
دادی دوجدان دناروغانوحال چی باید ددوی همصنفیان یی ونه ګوری چې هغوی هم دشراکت لاری ورته جوړوی
په احترام سباون رښتیا