د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې مخته پراته خنډونه

اجمل هوډ 27.06.2016 12:46

   په لغمان کې (د ځوانانو د اعتياد پرلاملونو) راپور مې کار کاوه. د لغمان شل بستريز روغتون ته له معتادينو سره د مرکې لپاره ولاړم. له ډېرو سره مې مرکې وکړې. ډېرو راته ډېر لاملونه وويل. يوه موضوع راته ډېره عجيبه وه. له يوه معتاد سرتېري سره مخامخ شوم. نوموړي په ملي اردو کې درې کاله د خپل سر په بدل له دې خاورې او خپل ناموس څخه ساتنه کړې وه. خو په پای کې يې د اعتياد پر بنسټ سر دې روغتون ته ختلی و. علت مې ترې وپوښت.
    ویل يې په هلمند کې مې دنده وه. هلمند خو نو ټولو ته معلوم دی چې د هيواد له بل هر ولايته په کې جګړه په زور سره روانه وي. ده راته کيسه کوله چې زموږ هره ورځ جګړه له داسې خلکو سره وه چې د کوکنارو په کښت، قاچاق، توريد او توليد کې يې لوی لاس درلود. د ده په وينا چې له موږ سره د هغوی جګړه د اسلام لپاره نه وه. بلکه د هغوی ټوله جګړه د خپلو کوکنارو او د اپينو کارخانو د ساتنې په موخه وه.
    د ده پر ټکو چې موږ به هره ورځ له خپلو مخالفينو څخه اپين او کوکنارو نيول او راسره به پراته وو. همدا و چې له خپل قومندان څخه پټ مو د اپينو او پوډرو استعمال پيل کړ. ده راته وويل چې جګړه که په ظاهر کې په هر ډول ده خو د اسلام لپاره نه ده. ټوله د شخصي ګټو او قاچاقبرانو جګړه ده چې بې‌ګناه افغانان يې ښکار کېږي.
    په رښتيا هم د افغانستان جګړه دوه مخه لري. د سکې ظاهر خلکو ته دا ښيي چې دا هر څه د اسلام لپاره کېږي. هر هغه څوک چې په همدې نيت جنګېږي شايد فکر يې ښه او نيت يې صاف وي؛ خو په دې نه دی پوه چې دده پر سره څه ډول معامله شوې ده؟ د ده د جګړې ګټه چاته اوړي او برخه‌ليک به يې څه ډول وي؟ دلته زموږ د دين او هيواد دښمن هغه لارې عملي کوي چې په مکار منطق سره وسله‌والو ته وښيي چې دا جګړه د اسلام د ګټلو لپاره ده.
    هر هغه څوک چې په پټو سترګو دغې جګړې ته خوشالېږي؛ يا خو عقيده ترې د جهالت په تنګاه کې پرېوتې، يا غولېدلی او يا دی هم په کې خپلې شخصي ګټې لټوي. هغه سيمي چې پکې دغه وسله‌وال نفوذ لري، هغه سیمې د کوکنارو د کښت، قاچاق، توليد، توريد او په غير قانوني ډول د معادنو د استخراج اصلي مرکزونه دي.
    سوله چې اوس د افغانستان اشد ضرورت دی او هر افغان ورته  د تنفس د هوا په څېر آړتيا لري؛ يو شمېر داخلي او بهرنۍ کړۍ دي چې د خپلو شخصي ګټو د تامين په موخه نه غواړي چې سوله وکړي. په لويه کچه زموږ ګاونډي هيوادونه او بهرني دښمنان دا نه شي زغملی چې له دوی سره دې په ګاونډ کې يو خپلواک او باثباته افغانستان جوړ وي. افغان حکومت که د سولې د تامين لپاره هر څومره هلې ځلې وکړي دوی يې په يو نه يو ډول له منځه وړي او دغه پروسه سبوتاژ کوي.
په داخل کې هم داسې کړۍ شته چې هم يې له دې نظامه خوري او  هم د دولت له مخالفو وسله والو سره په ګټو کې شریک دي. هر هغه څوک چې خپله ګټه د کوکنارو د کښت، قاچاق، توليد، توريد، اختطاف او د معادنو په استخراج کې ويني هغوی کله هم سولې ته غاړه نه ږدي. ځکه هر هغه څوک چې په جنګ کې يې خپلې ګټې خوندي وي، نه غواړي چې خپلې شخصي ګټې له ملي ګټو قربان کړي.
زه په مخالفو کې په لويه او وړه کچه داسې خلک پېژنم چې په کور کې يې ډوډۍ نه وه؛ خو اوس چې د دولت پر ضد جنګېږي، له ناروا لارو يې  ډېر څه لاسته راوړي دي. د دوی ډوډۍ په زور په خلکو حواله ده. کله چې عام المنفعه پروژې عملي کېږي، دوی يې مخه نيسي او په غير قانوني ډول ترې پيسې اخلي. د سيمې له اوسېدونکو قلنګ اخلي او هغوی په عذابوي. دوی هيڅ ډول قانون ته ژمن نه دي.  نو دوی به کله سولې ته غاړه کېږدي؟
د سولې د رامنځته کېدو لپاره لويه قرباني په کار ده. له هر څه وړاندې اخلاص او صداقت ته ډېره اړتيا ده. د افغانستان اسلامي حزب په څېر چې په ښکاره يې په خپلواک ډول له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړې او ډېر ژر به انشالله له افغان حکومت  اوسولې پروسې سره يو ځای شي. کله چې مو د بل ورور غم په خپل ځان فرض کړ، کله چې مو دردونه او غمونه سره شريک کړل او کله چې مو د خپل ورور وينه خپله وګڼله؛ نو بيا سوله راتلی شي، کنه هغه د غني خبره چې:
پرېږده باچانه دا د جېل قيصې دې خوشې دي === دال مې نه هضمېږي نه عادت يم په پولاو