د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غني اقتصاد او د کابل یولسم روژه مات

نظرمحمد مطمئن 17.06.2016 11:44

د سولې اړوند له یو مجلس څخه راووتم، وزیراکبرخان کې د یو ملګري لیدو ته د سړک په غاړه ودریدم، د ونو سیوري ته دوه تنه ځوانان له خپلو لاسي ګاډیو (کراچیو) سره ناست وو، دواړو خپلو کراچیو ته تکیه کړي وه، ممکن د بیکارۍ او خپل غربت اړوند چورتونه به يې وهل، زه او ملګری هم همدلته د ونو سیوري ته ولاړ او خبري مو کولي، موږ چې نور غوښتل له همدي ځایه ولاړ شو، د همدي دوو ځوانانو څخه يې یو راغی، په ډیر عاجزانه ډول يې وویل چې وروڼو! ګرده ورځ مو کار نه دی کړی، د روژه مات له پاره چې باید خوراک برابر کړو، موږ نن کومه دیاړي (مزدوري) نه ده کړي، که ستاسي له وسه مرسته کیږي.

دا دوا ړه ځوانان سوالګر نه وو، هغوی د همدي لاسي ګاډۍ له برکته خپل ځان او کورنیو ته روزي پیداکوله، زه پوهیدم چې ډیره به سخته وه چې هغه ځوان د مرستې غوښتنه وکړه، خو چاره يې هم نه درلودله، کور کې به يې ماشومان ورته منتظر وو.

زما ملګري راته وویل چې ته ولي چورت یوړي، زه به تر دي هم نادره درته وکړم، هغه وویل چې سرای شهزاده ته موږ دوه ملګري ولاړو، روژه ده، د سړي هرشي ته رضاء کیږي، د کابل سیند دابله غاړه چې هلته سبزي خرڅیږي، موږ هم له موټر سره وروګرځیدو، چې له موټر څخه کښته شوو، د سوالګرو دومره بیروبار وو چې موږ يې په سودا اخیستلو پښېمانه کړو، ډیری یې  کوچني هلوکان او نجوني وي، هغه ویل چې چا له لمنې کښولم، چا له لاسه او چا هم زارۍ کولي چې رمضان دی، کومک وکړئ، موږ کور کې د خوراک له پاره کوم څه نه لرو.

زما ملګری وایې چې سوالګرو ښه په تنګ کړو، لږ سبزي مو واخیستله او بیرته چې موټر ته روان وم، تر هغه ځایه همدا نجوني او هلوکان راپسي روان وو، سمه ده چې موږ هم پیسې سوالګرو ته ورکولي، خو بله ډله به راپیداشوه، وار په وار د سوالګرو ګڼه ګوڼه زیاتیدله،  ډیر په زړه کې ځوریدم، خو چاره مي هم نه وه، ځکه دا کسان یو، دوه او پنځه نه وو.

هغه وایې چې کله مې د موټر مخ راوګرځاوو چې نور به حرکت کوم، درې میرمنې مې د موټر سره نږدې راته ولاړې وي، هغوی زارۍ کولي، چې پیسې يې غوښتي. د میرمنو د لاسو څخه معلومیدله چې دا هم ځواني وي، کوشش مې وکړ چې موټر ته حرکت ورکړم، خو یوې میرمني خپله چادرۍ له ګریوانه لیري کړه، په غیږ کې يې ماشوم وو، او باور وکړۍ چې هغه ماشوم د ۲۰ ورځو نه معلومیدی، نوی زیژیدلی ماشوم وو، کله چې مې د میرمني په غیږ کې دا تنکی ماشوم ولید، تاسي فکر وکړئ چې څومره به ځوریدلی یم. د همدي تنکي ماشوم په لیدو مې سترګې پټې شوې، هغې میرمني ته مې د خپل وس مطابق پیسې ورکړي. خو زه په دي فکر کې وم چې دا هیواد کې نسیتې او لوږه او سوالګر څومره ډیر شوي، او دا ګرده افغانان وو، بل څوک نه وو، نه دکشمیر او نه هم د تاجکستان سوالګر وو.

دامیرمن به څومره مجبوره وه چې خپل نوی زیژیدلی ماشوم په غیږ کې په ټکنده غرمه کې يې هغه تر چادرۍ لاندي نیولي او سوال يې کاوو، چاره به يې نه درلودله.

همدا ملګری مې وایې چې کله د غني د کمپاین وخت وو، زه د ځوانانو یو مجلس ته وربرابر شوم، هلته يو د اطاق په معتبر ځای کې ناست وو، هغه ویل چې که خدای کول اوس به افغانان دروزي خاوندان شي، کله چې غني ولسمشر شي موږ به نور د عربو هیوادونو له مزدورۍ څخه خلاص شو، هغه بل پري ورږغ کړه، چې د چین ولسمشر له غني څخه مننه وکړه چې د چین اقتصاد يې ورجوړ کړ، داچین چې اوس دومره مخکې دي همدا اقتصادي پلان يې اشرف غني کاکا جوړ کړی دی.

یوه بل بیا ویل چې ولادیمیر پوتین يې سخت ملګری دی، او هغه ځکه چې د روسيې اقتصاد ډاکټر غني ورته په پښتو ودراوی، د همده مشورې وي چې نن روسیه داسي ځواکمن اقتصادي هیواد دی. او ځینو بیا ویل چې په نړیوال پرمختیايې بانک کې يې ریکارډ پروت دی.

هغه ملګری وایې چې کله مې د کابل سیند په غاړه د سوالګرو داحالت ولیدی، له ځان سره مې وویل چې سیاست ټول دروغ دي، غني موږ ټول غلط کړو او ويې غولولو چې ستاسي په سترخوان کې به د یوې ډوډۍ پرځای دوه ډوډۍ وي، له نړۍ سره به افغانستان سیال کړم، نه داچې سیال نه شو، تر پخوا هم کمزوري او ځوانان مو د بیکارۍ له امله له هیواد څخه تيښته کوي.

زما ملګری وایې که زما پر خبرو څوک شک لري نو یوځل دي د خدای ج له پاره د سرای شهزاده پرمخامخ د کابل سیند پر غاړه سبزي خرڅونکو ځای ته ورشي، هلته به د افغان سوالګرو همدا بد حالت په خپلو سترګو  وویني.

زه لیکوال هیله کوم چې غني ددي پرځای چې کابل کې مجید مال او یا هم کابل سیټي ته سر ورښکاره کړي، ښه به وي چې په رمضان کي د افغان سوالګرو همدا بد حالت په خپله وویني، او باوري دي وي چې هغه سېمه کې امنیتي ستونزه هم ورته نه پيښیږې ځکه هلته ټول غریب خلک دي، او که بیا هم د ویري او ډار له امله د ارګ له څنډۍ څخه نږدې دغه ۲۵۰ متره لیري د سبزیو خرڅولو ځای ته نه شي ورتلای، له خپلو هیوادوالو دي مرسته وغواړي موږ به هم ورسره ولاړ شو، ترڅو د سوالګرو او بې وزلو  دغربت دغه حالت په خپلو سترګو وویني.

کاش چې د روژه مات په وخت کې همدا د افغانانو او ځانګړي ډول د سوالګرو بد حالت کوم بامسؤلیته افغان په ارګ کې  غني  ته ووایې. زه خبر یې چې غني په دي هم د ارګ يو پخوانی او باتجربه اشپز چې د امیرعبدالرحمن خان له وخت څخه يې کورنۍ، نیکونه او پلرونه په ارګ کې اشپزي کوله، پسې واخست، ځينې وايې چې د غني لیبیايې اخشي (د بي بي ګل) ورور ته يې ښه ډوډۍ نه وه تیاره کړي، او ځينې وایې چې  تر خپلې اندازې زیاته ډوډۍ يې تیاره کړي وه، ځکه د غني له خوا هغه اشپز له ارګ څخه پسې واخیستل شو، او ځینې خو لا وایې چې د غني اخشی د بی بی ګل ورور افغانستان ته ددي له پاره راغلی چې دلته په لویو قراردادونو کې شریک شي او د بې وزله افغان ولس پیسې دوی هم غلا کړي.

موږ په سترخوان کې دوه ډوډۍ نه غواړو، موږ سوله غواړو، د جګړي پرځای دي د سولې پروسه مخکې یوسي، او په جګړه دي اصرار نه کوي، جګړه د حل لاره نه ده، او نه هم اوسنۍ جګړه ګټونکی لری، دا ټولي بدبختۍ او دربدرۍ د جګړي د دوام له امله دي، په دي هیله چې د افغانانو د زړه درد او دغه اواز او له عبرته څخه ډک یادښت د غني پلویان ورته په مثبت نظر وګوري او په ګډه د سولي له پاره کار وکړو، د جکړي د ختم او په هیواد کې د امن له پاره لاسونه سره ورکړو.