د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه بي بي ده ، نه لالا دی، د پکتيا وزير اعلی دی

حقمل مسعودزی 04.06.2016 15:42

يو وخت اکرم خان درانی ، چې هغه مهال اوسنۍ خيبر پښتونخوا د سرحد صوبې په نوم يادېدله ، د دې صوبې وزير اعلی و . دراني د خيبر پښتونخوا خلکو ته هېڅ کار نه کاوه، تش په نوم وزير اعلی و، هغه د چا خبره خوړل او څښل يې کول، حساب يې نه مانه، په پای کې خلک تنګ شول نو دا به يې پسې ويل: نه بي بي ده ، نه لالا دی ، د سرحد وزير اعلی دی.
اوس د پکتيا له والي نصرت الله ارسلا هم اکرم خان درانی جوړ شوی ، شاوخوا يو کال کېږي ، چې د پکتيا د والي په توګه يې دنده پيل کړې خو ارسلا پرته له مشرانو سره د ليدنې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
موږ تمه لرله، چې د ارسلا په راتګ سره به په پکتيا کې پرمختګونه رامنځته شي، د بېلابېلو پروژو چارې به پيل شي او فساد به يو څه راکم شي خو دا هر څه سرچپه شول، پرمختګونه په ټپه ودرېدل، د روانو پروژو چارې ودرېدې او فساد هم ورځ تر بلې په زياتېدو دی.
رييسان او مامورين د وکيلانو په خوښه ټاکل کېږي.
ډېری ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، چې پکتيا والو ته يې په بېلابېلو برخو کې ستونزې پيدا کړې دي.
امنيتي وضيعت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
د پکتيا په ګمرک کې چې له څو کالونو راهيسې فساد په درز کې روان دی، د ده په راتګ سره يې د فساد يوازې طريقه بدله شوه ، پخوا به موټر ګمرک کېدل خو طريقه يې داسې وه، چې له موټرو به پيسې زياتې اخيستل کېدې، دولت ته به يې کمه برخه ورکول کېدله خو اوس  بشپړ موټر د امنيتي کسانو او د ګمرک د ځينو مامورينو په مرسته له ګمرکه پټ تېرېږي او پيسې يې د لارې پر سر له موټرو اخيستل کېږي. اوس خو يې يوه نوې طريق هم زده کړې، چې د ګردېز ښار په څو کيلومترۍ کې له غټو موټرو، واړه موټر ته توکي انتقالوي .
سره له دې ، چې د ګمرک د فساد په اړه له رسنيو د اسنادو په شتون کې راپورونه خپاره شول او څو ځلې مخامخ ارسلا هم ته د ګمرک د فساد په اړه وويل شول خو نوموړی يې په اړه چوپه خوله پاتې دی.
والي صيب ! يا خو تاسو له دوئ سره په دې فساد کې ښکېل ياست او يا هم  هغه مامورين، چې ستاسو له خوا د ګمرک په اړه د مالوماتو لپاره ټاکل شوي دي.
که په ادارو کې فساد موجود وي او پکتيا والو ته خدمت همداسې يوازې د خبرو تر بريده وي نو لرې نده، چې خلک به يوه ورځ په تا پسې هم ووايي  چې : نه بي بي ده ، نه لالا دی ، د پکتيا وزير اعلی دی.