د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ستونزې او فرصتونه، سیاسي او ګوندي فعالیتونه – شلمه برخه

محمد عارف رسولي 01.06.2016 09:12

سریزه
دا مقاله د خپلې لړۍ شلمه برخه ده. په دې مقاله کې د هیواد سیاسي او ګوندي فعالیتونو او هغو تاریخي لاملونو ته اشاره شوې چې زموږ د سیاسي تفکر، سیاسي فعالیتونو او ګوندونو د پوخوالي مخه یې نیولې. همدارنګه، هڅه شوې ده چې په ملک کې د یوه رغنده سیاسي، ټولنیز او اقتصادي چاپیریال د رامنځته کیدو لپاره یو شمیر وړاندیزونه وکړو.  
ډاډ ورکوم چې دلته موخه یوازې داده چې د تیرو او اوسنیو تیروتنو څخه زده کړه وشي. د چا د سپکاوی قصد نه لرم او نه ګټه لري. هیله ده موږ افغانان په یوه متمدن او انساني چوکاټ کې یوازې د اصلاحاتو لپاره په پیښو او نظریاتو او نه په خلکو نیوکې وکړو او له عقدو پاللو څخه ډډه وکړو. زه په دې باور یم چې د تیروتنو شخصي کول ګټه نه لری او د هغو په ځای غوره ده چې د تیروتنو و ریښه ییزو لاملونو ته نظر وکړو ترڅو په ستونزو سم پوه شو.
په هیواد کې د سیاسي فعالیتونو مخینه
په افغانستان کې سیاسي او ګوندي فعالیتونه اوږد تاریخ نه لري، ډېرې لسیزې پخوا زموږ زیات سیاسي او ګوندي فعالیتونه په کرکو، د نورو په محو کولو او تاوتریخوالي بنا، د طبیعي ټولنیز، سیاسي او کلتوري مثبتو بدلونونو د باور په ځای د چټک، په قهري او د هر اړخیز انقلاب په مفکوره  پیل شوي دي. دا زیات داخلي،  سیمه ییز او ځینې نړیوال لاملونه لري.
داخلي لاملونه یې د بې سوادۍ، بیوزلۍ او جهالت شتون له یوې خوا او د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو مسئلو د ودې لپاره کمه اراداه، او د ملي پروګرامونو نشتون له بلې خوا په هیواد کې د ټولنیز او سیاسي شعور د کمښت یوه دردوونکې تشته څو لسیزې مخکې رامنځته کړې وه. که څه هم ځینې سیاسي خوځښتونه لکه د مشروطیت جنبش رامنځته شوي وو، خو اغیزه یې تر یو څو محدودو ښاري حلقو ور اخوا نه ده لیدل شوې. د دموکراسۍ لسیزه هم د همدې سیاسي تشې له کبله په سیاسي ناندریو تیره او زموږ په ملي کچه یې زموږ په سیاسي ژوند لږه اغیزه کړې. کله چې په یوه ټولنه کې سواد کم وي، زیات خلک فقیر وي، سیاسي شعور، مدني پوهه او کلتور کمزوري وي، هلته وړتیا لرونکي کدرونه، رهبران او سیاسي ګوندونه زر وده نه کوي.
د مشروطه غوښتنې خوځښت او د دموکراسۍ په لسیزه کې سوله ییزو سیاسي فعالیتونه د افغانستان د سیاسي شخصیتونو لپاره یوه ښه تجربه وه، خو دا سیاسي تفکر او کلتور دومره پاخه شوي نه وو او اغیزه یې زموږ په ټولنه ژوره نه وه. دا مبارزې زموږ ټولنیز سیاسي شعور ته په پخه توګه نه وې ننوتې چې نور ستر تحولات راغلل.
همدې پورته یاد شوې داخلي تشې او بهرنیو لاسوهنو زموږ خلکو او ګوندونو ته پوره اړینه موکه ورنه کړه چې د خپلو ملي او دیني روایاتو په بنا، په سوله یزه توګه، د سیاسي او ګوندي فعالیت تجربه تر لاسه کړي، د سوله ییزو سیاسي، ټولنیزو او مدني پروګرامونو د تشریح له لارې په افغاني پرګنو کې د نفوذ خاوندان شي او سیاسي اقتدار په مشروع ډول ترلاسه کړي.  
د هیواد داخلي غوښتنو او د استعمار ګټو او لاسوهنو داسې چاپیریال رامنځته کړ چې هغه پورته یاد شوې رامنځته شوې تشه ډکه او سیاسي فعالیتونه پیل شي. خو د سیاسي تجربو کمښت، او د اویا کاله مخکې سیاسي فعالیتونو انقلابي خاصیت چې یوازې یې د مخالف په محوه باور درلود، زموږ سیاسي کلتور خراب کړ. سیاسي او ټولنیز کلتور که د هرې مفکورې او هرې سیاسي ډلې په واسطه په یوه وروسته پاته ټولنه کې رامنځته شي، ځینې خاصیتونه یې ډېر عمر کوي، په نورو ټولو سیاسي ډلو، او ایدیولوژیګانو باندې هم یو څه اثر کوي خو کم خلک ورباندې پوهیږي.
نوو سیاسي لوبغاړو د خپلو فکري او ایدیولوژیکي انګیرنو له مخې غوښتل چې، د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت بدلون، د اقتدار د تر لاسه کول له لنډو لارو او په قهري او انقلابي توګه تر سره کړي. که څه هم دې سیاسي لوبغاړو له عیني او ذهني شرایطو خبرې کولې خو رښتینی باور یې نه ورباندې درلود او نه یې صبر کاوه چې هغه شرایط د فرهنګي او عامه پوهاوي له لارې رامنځته کړي. ټولنیز شرایط بیخي برابر نه وو، خو هغوی په زور او قهر د خلکو د دیني او کلتوري ارزښتونو سره نا اشنا بدلون غوښت. هغوی د ټولنیز بدلون لپاره د یوه اړین بستر د  جوړولو لپاره څه نه لرل او یوازې نظامونه یې ړنګول او بس. دوی به د قهر آمیزه او بیرحمانه مبارزې خبرې کولې، دوی سیاسي مخالفین نه شوای زغملای او د دوي په قول یې په نطفه کې له منځه وړل. طبیعي ده چې دې سیاسي فکر زیاتو عامه او بې ګناه وژنو، کرکو، نفرتونو او د پردیو لاسوهنو ته لاره اواره کړه، زیات عکس العملونه یې لرل، او دادی دا غمیزه تر ننه تکراریږي.   
دې فکر وسله وال ځواک په سیاسي، او ایدیولوژیکي ناروغیو اخته کړ، کودتاګانې یې وکړې، د خپلو خلکو په ضد و جنګیده، د هیواد په خلکو کې ورسره مینه کمه شوه، بلکه په کلیوالو سیمو کې یې د ښمن زیات شول. پخواشینۍ سره دې شرایطو او تر څنګ یې د افغانستان د دښمنانو لمسونو داسې شریاط راوستل  چې زموږ اردو ړنګ شي.
نور ستر بدلونونه، کودتاګانې، انقلابونه او د پردو مداخلو زور واخیست. له بله پلوه بهرنیو قوتونو د، وویشه او اداره یې کړه، له زړې استعماري وسیلې په ډېر مهارت کار اخیسته، او په افغانستان کې یې قومي او سمتي مسئلو ته لمن وهله. د استعماري قوتونو یو خاصیت داوي چې، هغوی ځانته وفادار قوتونه ویشلي ساتي، تر څو د اړتیا په وخت کې یې کنترول کړي. دا مسئله په افغانستان کې په څو وارو او د راز راز بهرنیو قوتونو لخوا تکرار شوې ده.
پورته جریانونو له لمړي سره قومي، ژبني او سمتي ستونزې لرلې، ځکه د وروسته پاته ټولنو خلک که انقلابي او روڼ اندي هم شي په ځینو شرایطو کې بیرته خپلو پخوانو عادتونو ته ورګرځي، او څو نسلونو ته اړتیا ده چې په قول او عمل کې متمدنو او ملت شموله ارمانونو ته وفادار پاته شي. دې فکر په ټولو فکري جریانونو اغیزه وکړه. تاسو ویني چې ځینې په ظاهره اسلامي او جهادي څیرو هم داسې و انګیرله چې په ملک کې د قدرت انډول ته د وسلې، زور او سازشونو له لارې د ځان په ګټه بدلون ورکړي، سترې نوې ملي ستونزې یې رامنځته کړې او پایلې یې ښې نه وې.
د هیواد او سیمه ییزو بدلونونو اغیزه په اسلامي تنظیمونو
د کرار تحول او ورو بدلون په ځای په ناڅاپي اوښتون باور زموږ په ملک کې د تاوتریخوالي یو کلتور رامنځته کړ او د انقلاب په کلمه که څوک پوهیدل او که نه پوهیدل ځان یې انقلابي باله. په ایران کې هم نوي بدلون ته د اسلامي انقلاب نوم ورکړ شو، غوښتل یې خپل انقلاب نورو اسلامي ملکونو ته صادر کړي، خو وروسته ثابته شوه چې د هغوي موخه یوازې سیمه ییزه فرهنګي، سیاسي او اقتصادي هیژموني وه. دې دوو سیمه ییزو سترو تحولاتو د سیمې په اسلامي ډلو ستره اغیزه وکړه او په سیمه کې هرڅه انقلابي شول. موږ پوهیږو چې کلتور، رسنۍ او تبلیغات په غیر شعوري توګه د خلکو په اذهانو اغیزه کوي. ان د ډېرو متضادو ډلو او ایدیولوژیګانو پیروان په غیر شعوري توګه له یو بله څخه رنګ اخلي، له یو بله تکتیکونه زده کوي خو هغوی نه پوهیږي. انقلاب یوه زړه راښکونکې کلمه شوه، مسلمانان هم انقلابي شول، په کراره کراره د اسلامي دعوت له لارې د خلکو د پوهاوي په ځای، زیاتو افغاني تنظیمونو ته یوازې وسله واله مبارزه پاته شوه او د جهاد فی سبیل الله خاصیت يې قومي، سمتي او ژبني خاصیتونه وموندل او ځکه نو په اخر کې یوازې د اقتدار جنګ پیل شو او نور شعارونه هیر شول. که تاسو اوس د ځینو ډلو مسخه شوی خاصیتونو ته وګوری فکر به ونه کړی چې دوی کله هم کومه اسلامي نظریه اوو عادلانه اجندا درلوده.
کلتور په هر چا اغیزه کوي، له پورته یاد شوي سیاسي فرهنګ څخه اسلامي ډلې هم متاثرې شوې. که ټول نه وو نو یو څه ستراتیژیګانې او تاکتیکونه یې ورڅخه خپل کړل. یو خو کله چې سیاسي خشونت حاکم و، د دعوت او سوله ییز دیني فعالیت مجال نه و، یوازې او یوازې د وسله والې مبارزې لپاره فکر کیدای شو، د نفرتونو او انتقام دود په ټولنه کې لا نور هم عام شو او ژورې ایدیولوژیکي ریښې یې هم وکړې، نفرتونه تاوتریخوالی زیږوي، یو تاوتریخوالی تر هغه ناوړه او بوږنوونکی خشونت رامنځته کوي او وچ او لانده پکې سوزي.
زما په نظر د الله رسول په کراره کراره د دعوت له لارې د درویشتو کلونو په بهیر کې لمړی د خلکو خرافي او جاهلي اذهانو او ارزښتونو ته بدلون ورکړ او بیا یې نظام جوړ کړ. موږ په دیني متونو کې د انقلاب او قهر آمیزه بدلون ټکی نه وینو. اسلام د سولې دین دی، وسله وال جهاد په هغه وخت کې تجویز شوی دی چې کله په اسلامي خاوره بهرنی غلیم یرغل وکړي، د الله د عبادت، د اسلامي دعوت، او د دیني تبلیغ لاره بنده شي.
خو کله چې شخړه اوږده شي او بهرني لاسوهنه دوام ومومي. قومي او قبیلي اختلافات، د اقتدار فکر، د ښکیلو خواوو اقتصادی ګټې او جنګي لګښتونه، او نور لاس سره ورکړي او له بهرنیانو سره سپیڅلی جهاد په خپل منځي شخړو او فتنه اوړي. دادی ګورو چې اوس اسلامی دعوت یو څو واعظانو ته پاته دی، ډېری مسلمانان یوازې وسلواله مبارزه پیژني،  دیني شعایر او احکام د هرچا پخپل ګومان او ګټه تعبیریږي، هرڅوک له دین او قرآني آیتونو په هغه څه ټینګار کوي چې ورته د خپل نظر به تایید کې ښکاري، په څه مناسبت چې د جهاد غورې او باټې شي، تر هر چا ښه او د الله په لاره کې پاک مجاهد وي، په بل  وخت کې قومي ټیکه دار او قوم پرسته مبارز شي او په نورو وختونو کې د ځمکو غاصب، ظالم او جابر انسان وي. د دې ټولو په پای کې نفرتونه دومره زیات شول چې اوس په ډېره اسانۍ سره د صریح آیتونو د حکم په خلاف مسلمانان یو د بل مرګ روا بولي، تکفیري فکر زیات شوی دی او دا یو دردوونکی پرمختګ دی. دردوونکی ځکه دی چې سمول یې خورا ګران، اوږدمهاله کار او پایلې یې خورا خطرناکې دي.  
ناکام قومي سیاستونه
د رغنده سیاسي او مدني تفکر د نشتون تشې، شخړو، د پردو لاسوهنو او نورو  په هیواد کې د رغوونکو او  مشروع سیاسي فعالیتونو مخه ډب کړې وه او تر اوسه هم ورڅخه کړیږو. زموږ ډېری سیاسي ډلې او شخصیتونه علمي رهبري، سیاسي او ټولنیز پروګرامونه نه لری چې خلک د خدمت له لارې په ځان راټول او تر خپلو حریفانو ځان وړاندې کړي. نو هڅه کوي چې قومي مسئلو او ستونزو ته لمن ووهي، د خلکو له مجبوریتونو او بې سوادۍ بده ګټه پورته کړي، اوبه خړوي او کبان ونیسي. له همدې کبله زموږ سیاسي ډلو تر اوسه کوم اوږدمهاله ستراتیژیک لید لوری، موخې او کړنلاره نه دي جوړ کړي، د خلکو لپاره کوم پیغام او امید نه لري، او ټول هم او غم یې زر اندوزي، عیاشي، څو څو لوړپوري کورونه، سترې سترې ویلې او چمنونه، په خارجي ملکونو او بانکونو کې زیات شته دي. سیاسي فعالیت یې یوازې او یوازې په دې کې دی چې څنګه حریفې ډلې او شخصیتونه بدنامه، کمزوري، حذف او ځان ته لاره اواره کړي.
 په کابل کې د قوم او سمت په نامه وروستي شعارونه هم د مظلومو بیوزلو پرګنو د رهبرۍ په سر مبارزه ده نه د هغو د حقونو د غوښتنو هڅه. د یادو حرکتونو مشران پوهیږي چې، غوښتنې یې له ملي ګټو سره په ټکر کې دي، له یوې خوا غواړي دولت ترخوږ ګوته ونیسي، له مجبوریتونو یې ناروا ګټه واخلي، ځانته او خپلې ډلې ته نامشروع امتیاز واخلي، او له بلې خوا، هر قومي ټیکدار هڅه کوي چې یا قومي مشري ترلاسه او یا یې بل کوم قومی حریف له مشرۍ ونه غورځوي. که په حقه مبارزه وای نو شعارونه به ېې د ټول ملت په ضد نه بلکه په حقه او منطقي وای، چې زړونو ته ېې لاره موندلې وای.
د جنګونو په وخت کې به ځینو بدماشانو ځینې خلک له نورو سره په بدیو اخته کړل تر څو د تل لپاره د دوی باډیګارد وي. اوس هم که تاسو د قومي دلالانو تاکتیکونو ته وګوری هغوی د هیواد د پرګنو له یووالي ویریږي، غواړي خلک یې د محرومیت احساس وکړي، ناشوني او له نور ولس سره نه پخلاکیدونکی دریځ ولري، تر څو په دوی راټول شي. دا فکر د تلپاتې ناندریو، قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو او کرکو لامل کیږي، شخړې رامنځته او تقویه کوي، د نظام د تقویې، ښې حکومتولۍ او ملي پراختیا مخه نیسي، فقر زیاتوي خو ګټه یې یوازې بهرنیانو او داخلي قومي ټیکدارانو ته رسیږي.
د علمي لید لوري او سمو کړنلارو نه شتون
زموږ د سیاسي ډلو یوه ستره ستونزه داده چې کوم غوره لید لوری، لوړې موخې او کومه علمي کړنلاره نه لري. د دې کمښت لاملونه به ډېر وي لکه پورته یاد شوې ستونزې، کلتوري کمښتونه، د سیاسي شعور ټیټوالی، بیوزلي، بهرنۍ لاس وهنې او نور. خو زموږ د ملک ډېری ډلې اړې دي چې د ټاکنو او امتیازونو په وخت په ټولنه کې خپل حضور وښیي او په عامه اصطلاح د څپلۍ کښ ورپسې وي. نو خلکو او ملک ته د خدمت، د یوه سیاسي او مدني کار، او د اسلامي دعوت په ځای دوی ته ترټولو اسانه لاره داده چې بهانه ومومي، قومي اختلافونو ته لمن ووهي، اوبه خړې او کبان ونیسي. دوی د افغاني پرګنو د مجبوریتونو او څه ناڅه بې خبریو څخه ګټه پورته کوي، په تشو شعارونو یې په ځان پسې راګاږي. د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د بهرنیو ملکونو د ګټو د ساتلو په لومه کې لویږي. دوی ځکه دا د قومي او ژبنیو کرکو لاره غوره کوي چې، کمه وړتیا اوعلمیت لري او علمي کړنلارې نه شي طرح او پلي کولای، بله داچې د قومي کرکو رامنځته کول په یوه سونتي او وروسته پاته ټولنه کې اسانه کار دی، دوی د خپلې کورنۍ واک ته ژمن دي د قوم اوملت د ګټو په ځای او په اسلامي او نړیوالو منل شوو سیاسي او ګوندي اصولو کې کیدای شي هغه ترلاسه نه شي.
زموږ سیاسي ډلې دا وړتیا او سیاسي اراده نه لري چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي. د مثال په توګه ټول ملت له فساد څخه سر ټکوي، مفسدین هم د عامه او شخصي شتمنیو لوټ کوي، او هم یې لاسونه ترشا نیولي او لا نور امتیازات هم غواړي. ملت د نجات لاره لټوي او سړی باور کولای شي چې، که کومه ډله ملا وتړي، د علمي کړنلارو په مرسته ور رسیدلي وزارتونه د ښو کدرونو په مټ له فساده خالي، د خلکو په چوپړ کې په پښو ودروي، د نورو لپاره الګو او نمونه شي ملت به په هغه سیاسي ډله پسې اقتدا وکړي. خو کله چې زموږ سیاسي ډلې کوم وزارت ترلاسه کړي، د مقرریو وار ورشي، د کفن کښ خبره در په یادوي او اړ کیږې چې زړو ګڼ کپانو ته دعا وکړې. افغاني ډلې په خپلو کتارونو کې د کارپوهانو په ځای په ډېرو ټیټو او د شرم وړ په معیارونو ټاکنې کوي. د مشاورینو په کتار کې یې ان د ښو زده کړو او تخصص لرونکی کس نه مومی او تاسو ته د هغوی ارمانونه او لید لوری ښه روښانه کیږي.
د قوي ګوندونو په رامنځته کیدو کمه پوه
په ټولنه او سیاسي ډلو کې د سیاسي فرهنګ او ګوندي روا فعالیتونو کمزورتیا، له سیاست سره د تاوتریخوالي د فرهنګ یو ځای کیدل، په بیړني بدلون باور او بې صبري، بهرنی لاملونه، د خلکو بیوزلي، بې سوادي او نور لاملونه زموږ د سیاستوالو څخه د غوره ملي او منل شوو سیاستونو د جوړولو فرصت اخیستی و.
زیات افغاني سیاسي ډلې او ګوندونه کوم علمي ترتیب شوی منشور، د نظام او هیواد د جوړښت لپاره غوره شوی لیدلوری، د پلان له مخې ټاکل شوې موخې او پروګرامونه نه لری. تر یو څو محدودو کړیو وراخوا د عام ولس د چوپړ لپاره کوم سیاسي، ټولنېزاو اقتصادي برنامې نه لری، نو ځکه هغوی د ملت زیاتې پرګنې په سوله ییزه توګه په ځان نه شي راټولولی شي. نو ځکه اړ دي چې، د قومي تعصباتو او کرکو د ایجاد له لارې سیاسي، فامیلي او قومي ګټې و پالي.
یوه ستونزه داوه چې، زموږ ډېری سیاستوالو او ګوندونو د ملت او نظام د جوړولو دوو مهمو مسئلو ته چې دین او هیواد پالنه دي سم انډول نه و ورکړی. یا یې یوازې په ناقصه توګه په یوه خوا کې افراط کړی او بله خوایې پریښې ده، او یایې دواړو ته شا کړې او په نورو پردیو نظریو پسې تللي. زیات مورخین او پوهان لکه ابن خلدون په دې اند دي چې هغه وخت یو قوي ملت او دولت رامنځته کیږي چې دا دواړه مولفې یو ځای په ښه ترکیب سره په کار واچول شي. زموږ ځینو شخصیتونو او ډلو پخواشینۍ سره په دې اړه کوم سم انډول نه دی رامنځته کړی، او ځانونه یې د ملت له زیاتو پرګنو لیرې کړی دي. دا ستونزه زموږ په سیاسي او دولتي مشرانو کې د څو لسیزو په جریان کې وه او د ډېرو سترو ملي ناخوالو سبب هم شوې ده.  
که تاسو ننۍ ترکیې، ایران، روس، امریکې، هند او یا هر بل قوي ملک او ددوي سراسري ګوندونو ته وګوری هغه سیاسي ګوندونه چې دین او هیواد پالنې دواړو ته یې په زیات بریاليتوب یو ښه ترکیب ورکړی تر ټولو بریالي دي. هغه ملکونه چې غفلت یې کړی دی د یوه قوي نظام په جوړولو نه دي بریالي شوي.  
څه کول پکار دي؟
د هیواد ټولو سیاسي شخصیتونو، ډلو او ګوندونو ته دا لاندې سپارښتنې وړاندې کیږي:
    •    ټول ګوندونه او سیاسي ډلې د هیواد ټولنیز او سیاسي شرایط، ستونزې، سیمه ییز او نړیوال شرایط، ښه وارزوي او د هغو په پایله کې د ځانته لید لوری، ګوندي منشور، موخې او تګلارې جوړې او پلې کړي. ګوندونه د علمي پروګرامونو د نه شتون په صورت کې یوازې په کومه ایدیولوژي ځان کوم ځای ته نه شي رسولای.

    •    زموږ ګوندونه باید په علمي او عصری میتودونو خپله ګوندي ماضي، لاسته راوړنې، ناکامۍ، اړونده لاملونه یې د اړینو پوهانو په مرسته ښه وارزوي، او ورڅخه د دوی د راتلونکي سیاسي او ګوندي فعالیتونو د سمون لپاره کار واخلي.
    •    هره سیاسي ډله باید د ملي ګټو په اساس په مشارکتي ډول د ملک د شرایطو سره سم یو علمي لید لوری، لوړې موخې، علمي پروګرامونه او ګړنلارې طرح  او هغه په اخلاص سره پلي کړي.
    •    سیاسي ډلې د خپل منشورونه د اسلام د مبارک دین، هیواد پالنې، او اساسي قانون په اساس داسې جوړ او پلی کړي چې د جهالت او ناروا تعصبونو په ځای روښانتیا راولي، بیوزلي ورکه او ښیرازي رامنځته کړي.
    •    ګوندونو ته اړتیا ده چې د ښو کدرونو په روزلو، د فساد سره د مبارزې، د ملي یووالي، یو بل منلو او زغم په اساس په ملک کې یو سیاسي چاپیریال رامنځته او له یو بل سره مشروع سیالي وکړي.
    •    د خپلو پورته یاد شوو منشورونو او کړنلارو په اساس دې په ګوندونو فامیلي واکمني ختمې او غوره ټاکنیز نظامونه دې جوړ او پلي کړي.