د اغلې شهیدې لیلا جانې په اړه د افغان ټولنیز نیټورک غبرګون
26.05.2016 11:08د انسانانو په جامه کې ځینې له مدنیت او انسانیت څخه لرې خلک داسي کړنې کوي که ځینو وحشي ځناورو خبرې کولای شوې نو هغوئ به پرې هم لعنت وایه خو افسوس چې دوی ته د ځناورو کلمي استعمالول هم له ځناورو سره بې انصافۍ ده ځکه تر اوسه هیڅ ځناور په ځنګل کې داسي بې رحمه څوک نه دې داړلي لکه د اوسني زماني ځیني انسانان چې خپل ورورڼه وژني.
د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا او غړي ټول په کندهار کې د یو ښوونځی د زده کوونکې اغلی (لیلا جانې) ترور او وژل په کلکه غندي او له یادې کورنۍ سره په دغه لوی غم کې ځانونه شریک بولي.
افغان ټولنیز نیټورک غړي د افغان دولت پر مشرتابه او د کندهار په ټولو امنیتي او ولایتي مسولینو غږ کوي چې ژر ترژه ددغي معصومې زده کوونکې وحشي قاتلین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
افغان ټولنیز نیټورک اندیښمن دی که افغان دولت د یادې پیښې په اړه لکه د نورو ورته پېښو په څېر چوپه خوله پاتې شي نو له یوې خوا به عام خلک له دولت څخه واټن واخلي او له بلې خوا به په ټولنه کې د ورته جرایمو سلنه لوړه شي.
نو په پای کې یو ځل بیا د اغلې شهیدی لیلاجانې روح ته له پروردګار عالم څخه د جنت فردوس هیله کوو او له اغلې میني انتظار سره چې زموږ یوه ځوانه فرهنګپاله ده او د خپلې کورنۍ یوه معصومه یې له لاسه ورکړې په دغه لوی غم کې افغان ټولنیز نیټورک غړي او د مشرتابه شورا ځانونه شریک بولي.
په درنښت
25/05/2016
خان ولي کامران
د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا غړی
کابل ـ افغانستان