د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فاشیزم څه ته وایي؟

نعیم الدین نعیم 14.05.2016 08:16

فاشېزم د ایټالوي Fascisma او لاتيني Fasces له كلیمو څخه اخيستل شوې هغه عامه کرکجنه ترکیبي اصطلاح ده کومه چې په ټولنه کې د قومي، توکمیز او مذهبي تعصب د خپرېدو اصلي عنصر بللی شو یا په بل عبارت ویلی شو چې فاشیزم د پانګوالۍ نظام څخه د راپاتې بحرانونو زېږنده ایډیالوژي ده.
د تاریخي شالید له مخې د فاشیزم ريښه د مصري فرعونیانو پېر ته رسي. تر هغې را وروسته یې په ترتیب سره په نورو هېوادونو کې د نظام بڼې لیدل شوي خو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د ایټالیې یوه افراطي سوشلیسټ ګوند د فاشیزم نوې وحشي بڼه رامنځته کړه. تر هغې درې کاله وروسته د ( ۱۹۲۲) میلادي کال په اواخروکې بیا د همدې ګوند په زور د واک په ګدۍ ناست ایټالیوی مستبد Benito Mussolini بنیټو موسولیني لخوا یاده اصطلاح د سياسي ادبیاتو قاموس ته داخله شوه.
د وخت مورخین لیکي، پخپله موسولیني د فاشیزم ایډیالوژۍ ته یواځې د سیاسي مکتب په سترګه نه لیدل بلکې په یوه داسې مذهبي مفهوم ورته قایل وو چې ګوندې ټول حکومتي سیستم به خپلې ټولې چارې د همدې عقیدوي مکتب په چوکاټ کې منظمولې. مانا داچې فاشیزم د سیکولریزم په خلاف د دین او سیاست ترمنځه د ټینګې او ژورې رابطې سرسخته پلوي وو.
ځینې نور بیا فاشیستي رژیم د ولسواکۍ، لیبرالیزم او کمونیزم سره ښکاره دښمني پالونکی او پارلیماني ضد افراطي نیشنلیسټ نظام بولي.
په فاشیستي نظامونو کې یواځې فردي خپلواکي تر وروستي حده محدوده نه وي بلکې دا ډول حکومتونه تل له زور، نظامي قدرت، سیاسي فشار، ټولنیز پوچ تبلیغات او د تعذیب او ربړونو هغه وحشي بڼې چې دوی یې په واک کې لري، د خپلو مخالفینو د مهارولو لپاره ځینې ګټه پورته کوي.
په المان کې بیا نازیانو د فاشیزم اصطلاح ته نوی نوم ورکړی او دا کلیمه یې د هیټلر د نازي ګوند (ملي سوشلیسټ کارګر ګوند) لومړیو تورو په یو ځای کولو سره په نازیزم واړوله چې البته په عملي ډکر کې یاد ګوند نه ملي وو، نه سوشلیسټي وو او نه هم کارګر.

د فاشیزم هغه اساسي ځانګړنې چې د ۱۹۳۲ میلادي کال د ایټالیا دايرة المعارف په څوارلسم ټوک کې ښودل شوې، په لاندې ډول دي:
۱. په تاوتریخوالي او دروغجنو تبلیغاتو ولاړ نظام:
فاشیستي نظامونه تل د خپلې بقا او پایښت لپاره په هر راز درواغجنو تبلیغاتو او تاوتریخوالي لاس پورې کوي. دوی پدې ښه پوهېږي چې ټولنیز واقیعتونه ددوی نن او سبا ننګولی شي نو له همدې وجې نه د واقع بینۍ سره هم په مخالف لورې کې واقع دي.
۲. جنسي تبعیض یا د بشري مساواتو نه منل:
فاشیستانو ته په ټولنه د ښځو سیاسي حضور د زغملو وړ ندي او یواځې د همفکره سړي سالاره سیاسي او ټولنیز فعالیت پلویان دي. دمذهب سره ددوی کلکې او ژورې اړیکې دوی دېته اړویستي چې د نیمې نړۍ (مېرمنو) مدني او سیاسي خوځښتونه په ډېره بې رحمۍ وځپي.



۳. دسولې په ګټورتیا د باور نه شتون:
د فاشیستي مفکورې پلویان خپلې ګټې د جګړو په دوام کې بولي او یواځې دانه چې د سولې ګټورتیا ته هیڅ ژمن نه دي بلکې په ډېرو هېوادونو کې عملاً ليدل شوي چې دوی د سولې بهیرونه په بېلابېلو دسیسو او پلمو تس نس کړي دي.
۴. افراطي نیشنلیزم او توکم پالنه:
دوی (فاشیستان) تل هڅه کوي څو د توکم پالنې، ژبني تعصب او افراطي نیشنلیزم په پاللو سره د نورو سیاسي مکتبونو لکه ولسواکۍ، سوشلیزم، مارکسیزم او لیبرالیزم د سیاسي فعالیت مخه ډپ کړي او یواځې په مذهب ولاړ فاشیستي قانون پلی کړي.
۵. هیرویزم یا اتل پالنه:
په مجموع کې ټول فاشیستان د شهرت او اتلوالې سخت تږې دي. آن تردې چې د نورو د مدني حقونو په پایمالولو هم بند و واز ندي.د دوی فکري دایره یواځې په همدې متمرکزه وې چې څنګه په سیمه ییزه او نړیواله کچه ځان مشهور کړي. اګر که لار یې غیر اخلاقي او غیر انساني هم وي خو دوی ته پرې تګ ډېر ساده او اسانه دی.
۶. د یو ګوندیز حکومت پلويتوب:
د فاشیستانو بل بې باکه خوی دادی چې دوی په هیڅ ډول له ځان سره په واک کې سیاسي رقیب نشي زغملی، د اپوزیسیون د موجودیت سخت مخالف دي او په ځانته ځان د ټولو حکومتي چارو سمبالښت ته اوږه ورکوي.
۷. نړیوالو حقونو ته غاړه نه ایښودل:
دا یو منل شوی حقیقت دی چې وحشت او بدویت د فاشیزم په خټه کې اغږل شوی دی. دا چې دوی خپلې فاشیستي مفکورې ته له دیني زاویې ګوري نو ځکه ورته یواځې د خپل ټولواک او رهبر وینا او کړنه تر بل هرڅه ارزښتمنه او سپېڅلې ده او نور ټول منلي نړیوال انساني حقوق ورته په هیڅ ډول د منلو وړ ندي.

که بحث سره راغونډ کړو او نتیجه ګیري یې وکړو نو وییلی شو چې فاشیستي نظامونو تل اقلیت په اکثریت حاکم کړی، د وګړو ترمنځ یې د کرکې او نفاق تخم شیندلی، د جګړې دوام یې د ځان په خیر بللی، جنسي نابرابرۍ ته کلک ژمن پاتې شوې، د وګړو فکري ازادي یې سلب کړې، له محاکمې پرته یې خپل فکري مخالف سخت ځپلی او شکنجه کړی، ټول نړيوال حقونه یې تر پښو لاندې کړي او په ډېرو هیوادونوکې یې جغرافیوي وېش ته لار هواره کړې ده.

پای
اخیستنه:
۱- John Cammet, Communist Theories of Fascism, Science and Society, vol . 31 , No , 2 (1927) , P. 151
۲- Nicos Poulantzas, Fascism and Dictatorship (English trans. By Judith White, London, New Left Books, 1974), P 250