د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستانۍ وعدې غولوونکی سراب!

ډاکتر شارق ساپي 20.04.2016 13:10

تیره ورځ پاکستان پرطالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پرځای دي، سولې ته مخ کړي.

 دلته په کابل کې د دولت دننه کړيو او رسنیو په ډیره خوشۍ د ګاونډي هيواد دغه اعلان ته هرکلی ووایه او ځینو خو لا دا نارې هم پورته کړې، چې پاکستان طالبانوته سره کرښه ویستله، چې له امله به يې نور طالب د جګړې جرائت هم ونکړي.

ځینو کمپایني رسنیو دا توري خپل سرلیک وګرځاوه  چې پاکستان طالبانوته اخطار ورکړی.

 خو زما په څیر ډيروو له اوله ویل چې دولت دي د پاکستان په وعدو وخت نه ضایع کوي او که بالفرض طالب سولې ته حاضرهم وي، دا ډول دولتي رویه يې بیرته عقدمن کوي او د ځان ثابت ښودلو لپاره به نوره هم جګړه توندوي.

دوه ورځې وړاندي ځیني ارګ ته نږدې سرچینو ډاډ ورکاوه چې نور به د پاکستان په غوښتنه د طاب د جګړې زور وخیژي، خوپه کابل کې پرونې خونړۍ پیښه د پاکستان له غوښتنې وروسته داپه ډاګه کوي چې طالب دولت ته اشارې ورکوي، چې سوړه دې ورکه کړې ده! موږ پاکستان له جګړې نشي را ګرځولای، بلکې پاکستان په دې دروغجنو نارو سورو يواځي ستاسي نه امتیازات اخلي او وخت درضایع کوي، که رښتینې سوله غواړۍ نو اصلي طرف اوځای يې وپیژنئ!

له بده مرغه غني اوټیم يې بیاهم  له طالب سره د سولې اوتفاهم دروازه اسلام اباد ګڼي، په داسي حال کې چې دغني اوټیم له خوا له دې هلوځلو سره جګړه نوره هم ورځ تربلې زور اخلي، چې دغه معکوس تاثیر پخپله حقیقت په ډاګه کوی، چې د پاکستان وعدي یوغولونکې سراب دي اوښايي دغه سراب د سولې تږي خلګ د وخت په تيريدو له تندي نه هلاک کړي!