د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیوزلي (فقر ) څه شی دی او څنګه یې کمولای شو؟

محمد عارف رسولي 18.03.2016 22:01

سریزه
په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې دننۍ پرمختیایی او انکشافی پوهې په رڼا کې د قومونو، ټولنو، سیمو او ان ملتونو په بیوزلۍ اوورپورې تړلو مهموستونزو یو څه رڼا واچول شوې. همدارنګه دبیوزلۍ په پیژندنه، ډولونو، اړونده لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو هم بحث شوی دی. په مقاله کې هڅه شوې چې د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره په خپله دټولنې او دهغې دکسانواو سازمانونود وړتیا، په ټولنه کې دمشرۍ ، کلتور، ګډ سوچ، ګډ کارته لیوالتیا، انسانی پانګه، ټولنیزه پانګه، دتغیر او بدلون تنده اونورو په ونډه او ارزښت باندې خبرې وشي.
البته زما د بحث موضوع یوازې د پرمختیایی (انکشافی) پوهې او تجربو له نظره ده او باید وویل چې دټولنوبیوزلي او ستونزې مختلف اړخونه لکه دینی، کلتوری، سیاسی، اقتصادی او نور لري او هر یو ځانته څیړنه هم غواړی چې دلته په دې مقاله کې ورباندې بحث نه کوو.
څوک بیوزله (فقیر) دئ؟
بیوزلي او فقر د دنړۍ په ډیروټولنو او هیوادونو کې شته. خو بیوزلي دنړي په پرمختللو او وروسته پاته هیوادونو کې یو څه توپیر او بیل مفهوم لري. د نړیوالو تعریفونو له مخې بیوزلي یا فقر دادئ چې که یوه کورنۍ او یا دیوې سیمې خلک دبیوزلۍ له کرښې کښته عاید ولري نو بیوزله دئ. دبیوزلۍ غربت کرښه دسړی سر عوایدو او یا مصرف په کچې باندې ارزول کیږی. دنمونې په توګه د افغانستان په شرایطو کې د بیوزلۍ کرښه دسړی سر عواید اویا مصرف په هره میاشت کې ۱۲۵۵ افغانۍ چې له ۲۵ آمریکایی دالرو سره برابردی بلل شوې ده. ددې معنی داده که څوک دخپلې کورنۍ دهر غړي لپاره دمیاشتې ۱۲۵۵ افغانۍ ونشی لګولای چې په معمول شکل په ورځ کې سړي سر د ۲۱۰۰ کلوری لاسته راوړلو او یو څه بنیادی غیر غذایی  اړتیاوو مصرف دی نو ویل کیږی چې بیوزله او د فقر تر کرښې ټیټ دی. دپرمختیایی پروګرامونو په واسطه په ټولنه کې د بیوزله خلکود شمیر او دبیوزلۍ د کچې مالومولولپاره هم د بیوزلۍ له دې کرښې د معیار په توګه ګټه اخیستل کیږی.
له بله پلوه ډیر خلک داسې وي چې اوس یې یوڅه لاس او خوله چلیږی او د بیوزلۍ تر کرښې لږ څه پورته وي او حالت یې یوڅه ښه وي خو په یوه ټکان او یوه پیښه دبیوزلۍ کندې او ناولې دایرې ته ورټیل وهل کیږی، د کرښې لاندې راځي او را وتل یې ګران کار وي. دا کار په هغه وخت کې کیږی چې کوم سم دولتي اویا نادولتي پرمختیایی پروګرامونه، د کومک رسولو ټولنیزې شبکې او ټولنیز سیستمونه کم او یا هیڅ نه وي چې دهغوی لاس ونیسي ترڅو د بیوزلۍ کندې ته ونه لویږي. همدارنګه د دې بیوزلو خلکو په سواد، کلتور، پخواني ژوند او نورو پورې هم اړه لري.
په افغانستان کې د فقر او بیوزلۍ عمومی کچه ۳۶ سلنه ده. په کلیوالو ساحو کې بیوزلي ډېره جګه ده په تیره بیا په کوچیانو کې چې ۵۴ سلنه ده. څنګه چې ۸۰ سلنه افغانان په کلو کې اوسیږی نو په کلو کې بیا بیوزلي د ملی کچې بیوزلۍ تقریبا ۸۴ سلنه جوړوی. یعنې د افغنانستان د بیوزله خلکو ۸۴ سلنه په کلیوالو سیمو کې اوسیږی. ځینو نورو بنسټیزو خدمتونو ته لکه د څښلو پاکو اوبو، د صحی تشنابونو، روغتیایي خدمتونو او نورو ته لاسرسی هم دخلکو دبیوزلۍ په کچه اغیزې پریږدي. لدې کبله دلږو عوایدو ترڅنګ افغانستان د بشری پرمختیا په نورو شاخصونو کې هم وروسته دی او په ۱۸۷ ملکونو کې ۱۷۲ ام ځای لری. د کوچنیانو مړینه (۱۰۳ په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونو کې) ترټولې نړۍ لوړه کچه ده. همدارنګه له دې کبله چې دخلکو د غذا تنوع ډېر لږ دی نود ماشومانو پریمانه خوارځواکي یوبل زیات تشویش دی. د ژوند اوږدوالی په اوسطه توګه ۴۸ کاله دی. د ۷۵ په شاوخواکې خلک نالوستي دي.
په تخمینی توګه دسړي سرپه کال کې د ۲۷۷۵ مترمکعبه اوبو په لرلو سره افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه نه دی چې کمې اوبه لري. مګر یوازې د سړی سر تخمین ۱۴۰ متر مکعبه ذخیرې په درلودلو سره افغانستان به سیمه کې ترټولو ملکونو داوبو د ذخیرې کولو کمه وړتیا لري. د افغانستان په کلیوالي سیمو کې یوازې ۲۷ سلنه خلک دڅښلو پاکو اوبوته لاسرسی لري، په نړۍ کې ترټولو ټیټ رقم; او په ملی کچه یوازې ۵ سلنه خلک د حفظ الصحې یا صحي تشناب لرلو آسانتیا ته لاسرسی لري. دافغانستان د کلیوالي سیمو د ستونزمنتوب د ارزونې (NRVA) دادارې د ارزوني د راپور په بنسټ زموږ په هیواد کې په ملي کچه یوازې ۱ سلنه خلک د صحی تشنابو سهولت ته لاسرسی لري. نو داپورته ټول لاملونه زموږ د خلکو په غربت کې لاس لري.
موخذونه: د NRVA، د UNDP  د ۲۰۱۱ د بشري ودې HDR)  لست، د UNICEF  د ۲۰۱۱ عملیاتي پلان، د افغانستان د ۲۰۱۱ کال د بشری ودې (HDR) راپور او همدارنګه د            (World Bank) نړیوال بانک د اسنادو په اساس.

دبیوزلۍ پیچلې اړخونه اولاملونه
په نړیواله کچه دبېوزلۍ ورکولو او پرمختیا پوهان وایی چې بیوزلي یوه څو اړخیزه رواني، کلتوري او یو ټولنیز حالت دی چې د پیچلو ټولنیزو، تاریخي او اقتصادی عواملو په واسطه پر کوم قوم، خلکو او ملتونو ورځي. فقر او بیوزلي پخپل ځان کې ډول ډول محرومیتونه او ناخوالې رانغاړی کوم چې د خوشاله، روغ او ګټور ژوند فرصتونه راکموي.
یوازې دچا په عوایدو او مصرف باندې ځان پوه کول د بیوزلۍ د څو اړخیزه حالت او سمې کچې  پیداکولواو د ممکنه ګټورو حل لارو مندلو سره ډیره مرسته نه کوي. ځینې لوی محرومیتونه لکه د عوایدو کموالی، لوږه، خوارځواکي، تبعیض، ټولنیز ګوښه توب، ناهیلي، منفی انګیرنې، بیځایه سیالۍ، زیرمو ته نه لاسرسی، ښونیزو، روغتیایی او دسرپناه درلودلو خدمتونو ته نه لاسرسی هم د بیوزلۍ نور اړخونه دي او دوی او بیوزلي یوتربله سره تقویه کوي. روښانه ده چې جغرافیایی خراب موقعیت،  دمواصلاتو اولارو نشتوالی او ستونزمنتوب، نالوستي توب، بیلوالی او داسې نورې ستونزې بیوزلۍ ته هم قوت او دوام وربښي.  
دبیوزلۍ له خبیثې دایرې څخه ځکه څوک په آسانۍ نشي راوتلای چې بیوزله د خپل ځان او کورنۍ په روغتیا، ښوونه او نورو پرمختیایي چارو پانګونه نشی کولای، زیرمو اوټولنیزو شبکو، او سازمانونو ته لاسرسی نلري نو ترډېره ګوښه، بې اسرې، بې انګیزې، ناامیده په بیوزلۍ کې پاته کیږی. کله خو بیوزله او فقیر خلک دنورو له خوا په قصدي توګه بیوزله ساتل کیږی او په لوی لاس يې تیت، پاشلي او ځان ته اړ ساتي ترڅو یې له ناپوهۍ، مجبوریت او یا دواړو څخه ګټه واخلي. غمیزه داده چې ډیر ځله همدا بیوزله له دې کسانو او حالت سره یا د ناپوهۍ او یا هم د مجبوریت له کبله مرسته کوي او د بیوزلۍ لومه او کړۍ نوره هم ورباندې ټینګیږی.
په داسې ټولنو کې دښو کدرونو د روزلو او پنځولو کم شتون او امکان وي. که کوم چاته بخت یاري وکړي نو هغه هم دټولنې په تربګنیو کې بند پاته کیږي اوله لوړو سوچونودرلودلو بیرته پاته کیږی. که ورسره یوښه فکراو کړنلاره پیدا کیږي نوبیا خلک یې ورته غوږ نه نیسي او هم داکدرونه له خپلو خلکو سره په سمه اړیکه نیولو ځان نه خبروي. په خواشینۍ سره دا خبیثه دایره همداسې تر ډیره دوام کوي او داسې بیوزله خلک ډیر ډیر زرین چانسونه یو پر بل پسې له لاسه ورکوي. ستر غم دادی چې داسې یو قوم او ملت د چاخبره د پیل په غوږ کې ویده وي او بس ورځې سبا کوي، په وړو او ټیټو ستونزو او ځان غوښتنو کې راګیر وي، د راتلونکي لپاره کوم سوچ او عالي مرام او موخې نلري. په داسې قومونو او سیمو کې د کره او سم بدلون تنده، احساس، یو تربله منل، ګډ کار، ګدې موخې لټول، د خپلو ستونزو ارزونه او ورته دحل لارې موندل په نشت حساب وي.
 داسې قومونه، سیمې او ان ملتونه خپلې ټولې بدمرغۍ له نورو ګڼي، د ماشومانو په څیر له نورو خلکو او له یو بل څخه ګیلې کوي او خپل مسولیت نه پیژني او یا يې نه قبلوي. دا حالت د نشه اي توکو په څیر د قومونو او ملتونو د غفلت لپاره خورا دردوونکې او لویه ستونزه ده. په ټولنه کې د بیوزلۍ ورکولو لپاره که دهر چا ځاني هڅې پکار دي خو یو هڅوونکی ټولنیز چاپیریال، لورینه، ګډ سوچ، ګډ کار او ګډه تنده هم خورا اړین بریښی که نه نو په ټولنه کې هیڅ څوک له بل سره نه یوازې مرسته نه کوي بلکه مخه یې نیسی او بیځایه کشمکش روان وي.

ولې د بیوزلۍ په وړاندې مبارزه وکړو
انسان او بشر که له یوې خوا تر ټولو مخلوقاتو ډېر شریف دی، کیدای شي د الله تعالی په دربار کې یې درجه تر ملایکو هم لوړه شي. خو له بلې خوا همدا انسان که خپل مسولیتونه او مقام و نه پیژني، کبر، ظلم او بدو کارونو ته لاس واچوي نو تر ځناورو هم بد کیدای شي. ښه انسان ته اړینه ده چې دخپلو همنوعانو د هوسایۍ، عزت، له جهالت، ظلم او بیوزلۍ څخه د را ایستلو لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې وکړي. که څوک دا کار نه کوي نو دهغه انسانیت او خپل شرافت تر سوال لاندې دی. په ټولو دینونو، کلتورونو او ټولنو کې د انسانانو سره مرسته او لاسنیول ستر مفهوم لري. که موږ وګورو د دنیا ستر پانګوال، د سپورت او فلمونو ستورې، ملی سوداګر اونور شتمن کسان نن سبا له بیوزلو سره ډېرې مرستې کوي او د خپلې پانګې یوه څو سلنه په دې کار لګوي. دا د لوی خدای (ج) یو حکمت دی چې د انسان په طبیعت او فطرت کې یې د بیوزلو سره د مرستو له امله سکون او خوند ایښی دی او که انسانان سالم وجدان ولري نو له انسانانو سره مرسته او لاس نیوی ورته ډېر لوړ ارزښت لري.
په اسلام کې دا مسولیت پیژندنه تر هر بل دین ډېر مهم بلل شوی دی. داسلام مبین دین که له یوې خوا دخلکو دشخصي سرمایې لرل او دهغو په سمه او روا توګه یې ډیرول مشروع بولي خو په اسلامي ټولنه کې محرومیت او بیوزلي هم د منلو ورړ نه ده. د بیوزلۍ دورکولولپاره په قرآن شریف، نبوی احادیثو او اسلامي فقه کې بی شمیره احکام په دې برخه کې شته دي. که هرشتمن مسلمان خپل ذکات، سرسایه او صدقې په پوره او سیي توګه ورکړي او که دا ټول  په علمی توګه د یوې سمې کړنلارې له مخې د دولتونو له خوا د بیوزلۍ د ورکولو لپاره ولګول شي نوپه اسلامي ټولنو کې به غربت پاته نشي.

په اسلام کې ډیر زیات احکام، احادیث او روایتونه د بیوزلو سره د مرستو په اړه راغلي. دمثال په توګه یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه والسلم په کور کې هيڅ د خوړلو څه نه و او نا څاپه یوه صحابی یو څه خواړه راوړل. خو یوڅه وخت وروسته کوم فقیر راغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه نو هغه خواړه یې ورته ورکړل او خپل ځان ته ېې هیڅ هم پرینښودل.  همدارنګه په روایاتو کې راځي چې د اسلام دوهم خلیفه به په خپله د شپې له کوره ووت او د  خپل رعیت حال به یې اخیست. که به یې کوم بیوزله او فقیر څوک پیدا کول نو په خپله به یې غمه خوړله.
له بلې خوا د اسلامي او انسانی همدردۍ نه ور اخوا دیوه ملت د ژوندي پاته کیدو او په خپلو پښو د ودریدو لپاره د بیوزلۍ په هکله په فردي، ټولنیزه او ملي کچه کار کول او مرسته کول د ټولو په ګټه ده. که په یوه ټولنه او یو ملت کې بیوزلي زیاته وي او څوک یې غم هم نه خوري نو هلته به غلې، قتلونه، تورتم، جهالت ، نفاق او یو تربله کرکه ډیر وي او هلته به د هیڅ کس لپاره که هغه بډای وي او که بیوزله د ژوند هیڅ خوند نه وي. په دې حالت کې به نو مضرې داخلي او بیروني کړۍ  هم له بیوزلو، محتاجو او ناهیلو خلکو څخه د تولنې د ارزښتونو، ګټو او مصالحو په ضد د ځان په ګټه کار اخلي او اوبه به خړوي او کبان به نیسي. دبیوزلۍ په ضد هڅې د ټولنو او ملتونو په وده، هوساینه، د بهرنیو لاسوهنو دمخنیوي ښه وسیله اودهغوی په پرمختګ کې دروند ځای لري. نو ځکه ملتونه نن سبا په خپلو ټولنو کې د غربت په ضد زیاته هڅه کوي او دا نن سبا د نړۍ د ملکونو به اجندا کې یوه مهمه موضوع ده.
دبیوزلۍ ورکولو لارې چارې
نن په نړۍ کې ملتونه بیوزلي دخپلو خلکو د پرمخټګ او بسیا او خوشاله ژوند ترټولو لوی خنډ بولي. له همدې کبله د بیوزلۍ د پیژندلو، ورسره د مبارزې لارې چارې او پروګرامونه د هغوی په ملی اجنداوو کې خورا مهم ځای لري. نوځکه د افغانستان د پرمختیا ملی ستراتیږي او کړنلاره هم د بیوزلۍ سره مبارزې ته ډېر مهم ځای ورکوي. دبیوزلۍ سره د مبارزې مسئلې ته د ملی پرمختیایی ستراتیژۍ او کړنلارې په یوه له دریو مهمو بنسټونوکې ځای ورکړل شوی دی. خو اساسی مسئله او ستونزه یې د سم نه پلي کیدو ده او جدي پاملرنه غواړي ځکه دا مسئله هم لکه زموږ ټول پلانونه د کاغذ پرمخ پاته ده.
همدارنګه په ټوله نړۍ کې دا یو منل شوی حقیقت دی چې په ټولنو کې دبیوزلۍ ورکول د مدنی ټولنو، سازمانونو، قومی شوراګانو، ټولنیزو مشرانو او دولتونو یوه ملي، دینی او انسانی وجیبه او فریضه ده. له یوې خوا دبیوزلۍ سره مبارزه یو ګډ مسولیت دی خو دهر چا برخه هم مهمه ده. که یو قوم، سیمه او ملت دبیوزلۍ سره سمه علمی مبارزه ونکړی نو دوی یوموټي نشی پاتې کیدای او پردي یې له بیوزلۍ څخه بده ګټه اخلي، په خپلو کې یې په شخړو اخته او د ځان غلامان کوی یې. دبیوزلۍ ورکول، پرمختګ کول ترټولو لمړی یوه سیی سوچ او ځان پیژندنې ته اړتیا لری. مهمه خبره داده چې ټولنه او دهغې غړي باید دخپلو ستونزوپه ارزونه کې ځان تیر نه باسی او له خپلو تیروتنو او مسولسیتونو څخه ځان ګوښه نکړي.
ددې معنی داده چې که ملتونه او قومونه په فردی او ټولنیزه توګه دمسولیت اخیستو ته له روانی او ذهنی پلوه تیار شول، خپلې غلطۍ یې ومنلې او دناندریو په ځای یې ورڅخه زده کړه وکړه نو کیدای شي چې دعروج لامل یې شي او د پرمختګ لوړ پړاوونه ووهي. دا اصل د وګړو، کورنیو، قومونو، سیمو او ملتونو په حق کې هم رښتیا دی او ټول ددې اصل تابع دي.
ولې د بیوزلۍ ورکولو پروګرامونه ډېر ځلې موثر نه وي
دخواشینۍ ځای دادی چې په ډېرو بیوزله هیوادونو کې دبیوزلۍ ورکولو پروګرامونه شته، پیسې هم ورباندې لګي مګر ډېر ځله ښې پایلې نه ورڅخه اخیستل کیږي او بیوزلي همداسې خوره وي. ددې نه پرمختګ لاملونه ډېر دي چې خورا مهم یې په خپله دبیوزلو ټولنو پورته یاد شوی ټولنیز حالت دی. همدارنګه د بیوزلۍ ښه نه پیژندنه، دسمې او کره ارزونې پر بنسټ دبیوزله خلکو دغوښتنو سره سم د هراړخیزه رغنده پرمختیایی پروګرامونو نشتوالی او دشته پروګرامونو کمښتونه، په شته پروګرامونو کې د خپله بیوزلو خلکو د ریښتوني نه ګډون او ونډه نه اخیستل، د پلی کوونکو اداروکمه وړتیا، دپروګرامونو لنډ مهالتوب او نور مهم لاملونه شمیرل کیږی. په افغانستان کې هم له پرمختیایی پروګرامونو څخه د ښو پایلو لاسته نه راتللو ټول عوامل په یوه او بل شکل شتون لري. خوله دې وراخوا په افغانستان کې د شخړو شتون، د نالوستو خلکو لوړه کچه، په دولتي اونادولتی ادارو اوهمدارنګه دخصوصی سکتور په سازمانونو کې د خواره او مسلط اداری فساد شتون، ټولنیزې او کلتوری ستونزې او نور هم د شته پرمختیایي پروګرامونو څخه د ښو پایلو د نه لاسته راوړلو مهم لاملونه دي.
دبیوزلۍ کمولو او پرمختګ لپاره په ځان کې دبدلون اړتیا
د سپیڅلي قرآن صریح نص هم راښیی چې: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړي ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي. ترڅو هغوی له خدایه په رښتیا ونه ویریږي، تقوا او ریښتینولي خپله نکړی، له بخل، کینې، ځان ځانۍ اوله یو بل نه زغملو ځان ونه ژغوري او د لورینې، یو پربل د ویسا لرلو چاپیریال رامنځ ته نکړي، پوهنې او ګډ کار ته وده ورنه کړي نو الله تعالی ورسره مرسته نه کوي.
جالبه داده چې اوسني بشري او پرمختیای علوم هم بیانوي که یو قوم او ملت د خپل ځان د اصلاح او ودې لپاره تنده او تلوسه ونلری، پرمختګ او پراختیا ونه مني، نو بهرنی څوک لکه حکومت، موسسې او پرمختیایي کارکوونکي ورسره ډیره مرسته نشي کولای. که په یو قوم، سیمه او ملت کې د ځان د بدلون احساس نه وي نو مالي اونورې سکتوري مرستې به په اوږد مهال کې ددوی په ځان بسیا کیدو هلې ځلې نه یوازې تقویه نکړي بلکه هغه به نورې هم سستې کړي او دوی به نور هم مفت خواره او لټان کړي. ځینې مرستې خو له اصله ستونزمنې وي.  ځکه که موږ هغو کلو او سیمو ته چې په کرنه بوخت وي د فن  او پوهې پرځای مفت غنم وروړو نوپه منځ مهاله او اوږد مهاله توګه دهغوی په کرکیلي بده اغیزه شیندي. که په یو قوم او ټولنه کې دتغیر لپاره یو څه تنده پیدا شي نو بیروني خلک دمرستندوی په توګه کار ورسره کولای شي او ممکن د پرمختګ پروسه چټکه کړي مګر هغوی بنسټیز رول نشي لوبولای او بنسټیز رول پخپله په خلکو پورې اړه لري. پوهان وایی که یو قوم، ملت او یا یو سازمان د دنیا ترټولو ښه کړنلاره (ستراتیژی ) د چا په واسطه جوړه کړي خوکه په خپلو ځانونو کې د تغیر اړتیا او سوچ پیدا نه کړي په خوا شینۍ ډېر څه نه شي ترلاسه کولای. همدا دلیل دی چې نن پرمختیایي پروګرامونه هڅه کوي ترڅو د پرمختګ غوښتنه په خلکو کې د ټولنیز پوهاوي په مرسته رامنځ ته کړي. پرمختیایي ټولنې او شوراګانې ورسره جوړوي او ورته په پرمختیایي کارونو لکه پلان جوړولو، د شخړو په حل، دپروګرامونو په نظارت او ارزونه کې ورسره کار کوي. که موږ ځینو قومونو او ټولنو ته ځیر شو نو راته ښه جوته کیږي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون تنده او احساس راپیداکول، دګډو لوړو موخودرلودل، په یوبل لورینه او ګډ کارټولنې لوړو پوړیو ته رسولای شي. ګډ سوچ کول، ګډې لوړې موخې ټاکل او د لاسته راوړلو لپاره یې کارکول قومونه اوملتونه راپورته او یو موټی کوي، او نشتوالۍ یې د هغو د نزول سبب ګرځي. اوس څه وکړوچې د بیوزلۍ خبیثه دایره ماته او خلک له بیوزلۍ څخه راووزي؟ دمثبت بدلون تنده او تلوسه په بیوزله خکلو کې څنګه راوستلای شو.
دپرمختیایی پوهنې او تجربو په بنا دنړیوالو پرمختیایی سازمانونو لکه نړیوال بانک، دملګرو ملتونود سازمانونولکه (UNDP) اونورو په اند په ټولنو او خلکو کې دبیوزلۍ دورکولو لپاره دښو پروګرامونو د پلي کولو او د مالی سرچینو د برابرولو ترڅنګ خلکو ته توان ور کول، په هغو کې دمثبت بدلون تنده او تلوسه راوستل، په شرایطو، اړتیاوو، مناسب وخت او اړینو کړنلارو دخلکو پوه کول اړین دي. دا تنده او تلوسه په خلکو کې څه وخت راځي؟
دمثبت تغیر او بدلون تنده او تلوسه دسترو او ناڅاپی بدلونونو څخه وروسته، دټولنیزوستونزو د لیدو په وخت او ورپسې او یا هم دټولنیز تهدید له پیژندلو څخه وروسته راپیدا او ورته ښه زمینه برابریږي. همدا رنګه د تعلیم پرمختګ، ټولنیزه وده، دسیاسی شعور  لوړوالی، د حقیقی رهبرانو او کدرونو راڅرګندیدل او شتون او ورته شیان هم په خلکو او ټولنو کې ګډ احساس او ګډې هلې ځلې راپیداکړي. ددې فرصتونو په وخت پیژندنه، دولسی پرګنو وربانې پوهاوی او ورڅخه ګټه پورته کول د مدني ټولنو، قومي شوراګانو، د ځوانانو ټولنو، کلتوري، علمی او هنري بنسټونو په مټ او مرسته ښه ترسره کیدلای شي. دلته که دولت اړینه وړتیا ولري ډېره مرسته کولای شي خو ډېره بنسټیزه ونډه خپله دخلکو، دهغوی د مدني ټولنو او ریښتینو مشرانو او کدرونو ده. که شرطونه برابر شول او که یو قوم او ملت ته د ستونزو، شخړو او ځان ځانیو څخه د وتو تلوسه، احساس او تنده پیدا شول نو په هر وګړي، هر کور او په ټولنیزه توګه په ټولنه کې خورا زیاته انرژي پیدا کیږي او خپله لاره سرمنزل ته رسوي.
دبیوزلۍ په ورکولو کې د مشرانو رول
که دبیوزلۍ ورکولو لپاره ټولنیزه تنده، او غوښتنه اړینه ده نو دراپیدا کیدولپاره یې په ټولنوکې د روڼ اندو، ریښتینو، په وطن او قام مینو مشرانو د راپیدا کیدو او شتون ته هم اړتیا ده. دا دتندې پیدا کیدل او د مشرتابه راڅرګندیدل یو دبل سره نژدې اړیکې لري او یوپه بل اغیزه کوي. هغه مشران چې انسان ورته قیمت ولري، بیوزلي درک کړی شي او دورکولو کلک هوډ یې وکړي په اوږد مهال کې دخلکو ډاډ تر لاسه کوي او ترشا یې دریږي. دا مشران خلک توانمند کوی او کوښښ کوي ترڅو هغوی په خپلو پښو ودریږي. نن په بیوزلو ټولنوهم د مشرۍ کول په چټکۍ سره بدلون مومي. که موږ په مختلفو ملکونوکې و سیاسي او ټولنیزو ستونزو او چټکو بدلونونو ته وګورو نو یقین کوو چې دنن زمانې مشران که د بیوزلو لپاره خدمت ونکړي او غمه یې ونه خوري نو مشري یې دوام نکوي خو خبره یوازې د وخت ده. دا دملت په کچه، د سیمې اوقوم په کچه سمه ده او که وګورو زښته ډیرمثالونه یې وینو. کله چې په ټولنه کې مدني خوځښتونه، سواد، شهري ژوند او نور رامنځته شي، نو له خپلو مشرانو خدمت او هرومرو مثبت بدلون غواړي او که په مسالمت آمیز، مدني او د ټاکنو له لارې دا کار سرته ونه رسیږي نوخلک پاڅون ته لاس اچوي. موږپه تونس او نورو ملکونو کې ولیدل چې دزمانې قدرتمند خلک یې را چپه کړل. دابیله خبره ده چې دهغو حالت ښه شو او که نه. اوس راشو دې ته چې رهبري څه ته وايي او ښه رهبران څوک دي.
پوهانو درهبرۍ ډول ډول تعریفونه وړاندې کړي دي. خو یو مهم تعریف یې دادئ:
رهبري هغه وړتیا او ظرفیت دئ چې دخلکو یو ګروپ د یوشمیر ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړي، او چې دهغوی دوام لرونکې همکاري ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره یقیني کړي.
نوکه هغوکسانو چې د بیوزلو ټولنو مشران ځانونه بولي دخپلو خلکو په ګټه د ښه بدلون، او فقر ورکولو ښې ټاکل شوې موخې نه درلودې او خلک یې دهغو لپاره منظم نه کړل او ددې موخو دترلاسه کولو لپاره یې دخلکو دوام لرونکې مرسته ترلاسه نکړه مشري یې ډېر دوام نشي کولای. داکار خامخا کیږي البته چټکوالی او ورو والی یې دټولنې په داخلي او خارجي شرایطو او ظروفوپورې اړه لري. کله چې په ټولنه کې داسې حالت راشي چې کدرونه، روڼ اندي، مشران او عوام په خپلو ستونزو، بیوزلۍ ، ګډو موخو ټاکلو او دحل په لارو فکر کوي نو، لمړيتوبونه ټاکي او ورباندې عمل کوي او له خپلو تیروتنو او لاسته راوړنو زده کړه کوي نو ویل کیږي چې ټولنه وړتیا لري. اوس اړینه ده چې د بیوزلۍ ورکولو لپاره په ټولنیزې وړتیا (ظرفیت ) یوڅه رڼاواچول شي.
ټولنیزه وړتیا (ظرفیت) څه دی او څنګه لوړیدلای شي؟
دټولنې د وړتیا لوړول عبارت دی له: ټولنیزو شبکو، سازمانونو، خاصیتونو، رهبرۍ او هغو مهارتونو کوم چې اجازه ورکوي چې ټولنې د خپلو اړتیاوو او لمړیتوبونو سره سم پرمختګ وکړي.
لدې لنډ تعریفه داسې معلومیږي چې: که مو دپرمختیایی پروسې او دټولنیز کار اوهڅو په پای کې رغنده ټولنیزې شبکې جوړې، د مدنی ټولنو دسازمانونو جالونه مو د ګډ ګټور کار لپاره سره وتړل او وصل موکړل نو دخپلې ټولنې د وړتیا لوړولو لپاره مو یواوچت اړین ګام ایښی دی. که مو دټولنې دټولو یا زیاتو خلکو په خواصو، انګیرنو او عادتونو کې مثبت بدلون ته دپوهاوي له لارې څرګند کاروکړ نودبیوزلۍ ورکولو او په خپلو پښو دریدلو په لور ښه روان یاست. همدارنګه که مو په خپلو خلکو کې دښې مشرۍ په معیارونو او د ریښتینو او دقوم د خادمو مشرانو په رول او اهمیت پوهاوی زیات کړ، که مو ځان غوښتونکو او دخپلو ګټو پالونکو ته غوړه مالی پريښوده او ریښتیني مشران موورنه بیل کړل نو ټولنه مو دوړتیا په لوري روانه کړې ده.  
همداراګه وړتیا یا ظرفیت دخلکو، سازمانونو او ټولنو په مجموع کې هغه توانمندي ده چې وکولای شي خپلې ستونزې او مسئلې په بریالیتوب سره مدیریت کړي. خو دملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام (UNDP) دوړتیا یا ظرفیت لوړول او وده داسې تعریفوي چې: دوړتیا وده هغه پروسه ده دکومې په اوږدو کې چې کسان، سازمانونه اوټولنې وکولای شي چې دخپلو پرمختیایی موخو د ټاکلو او ترلاسه کولو لپاره توان پیدا، ټینګ اووساتي. یا په بل عبارت دوړتیا وده یوه پروسه او جریان دی چیرته چې خلک، سازمانونه او ټولنې په مجموع کې دوخت په تیریدو سره وړتیا ازادوي، تقویه کوی، خلق کوي، دځان په شرایطویې برابروي او ساتي یې.
دلته ګورو چې له وړتیا سره ټولنیزه توانمندي، دستونزو حل او مدیریت تړلي دي. دوړتیا وده یوه پروسه ده، شرایط، رغنده، ګډ کار او ګډې ریښتینې هڅې غواړي. باید ورباندې پوه شو او زر مایوسه نشو. دلته موږ له انفرادي کسانو، ټولنو او سازمانونو په هکله یوځای بحث کوو او د انسانانو، سازمانونو او ټولنو وده یو تربله تړلې ده. انسان تنها وده نه کوي، انسان په ټولنه او ټولنه په انسانانو اغیزه کوی، ټولنه او سازمانونه په ګډه کار او هڅو ته اړتیا لري ترڅو ګډه وړتیا یې وده وکړي. په دې ځای کې په ټولنیزه او انسانی پانګو او دهغوی په پریکنده رول ځان پوهول خورا مهم او اړین بریښي.
په پای کې دهر افغان انساني، دیني، ملي او وطني دنده ده چې که غواړو چې یوه بسیا او هوسا ټولنه او ملت ولرو، له بهرنیو دښمنیو ډکو لاسوهنو په امان کې شو نوزموږ هرکس،  هره کورنۍ، هرکلی، هره مدني ټولنه، هره قومي او سیمه ایزه شورا، دولتي او نادولتي سازمانونه زموږ دخلکو دبیوزلۍ ورکولو لپاره باید ریشتینی او ګډ کار وکړي. په خپله ټولنه کې بیوزلي وارزوي، له لاملونو سره یې ښه و پیژني او د سمو او علمی ازمویل شوو کړنلارو په مرسته د بیوزله خلکو دونډې اخیستلو او مشارکت په مرسته ورسره کلکه ملي اود هیواد پالنې له روحیې سره سمه مبارزه وکړو. زموږ مشران که د قومی شوراګانو په کچه وي، که په مدني ټولنو کې وي، که په ددولتي او نادولتي نهادونو کې کارکوي باید ټول په ملک کې دبیوزلۍ د کمولو او ورکولو لپاره خپلې او دخپلو نهادونو وړتیاوې په ننیو علمی متدودونو ښې وارزوي او لوړې یې کړي اوخپل رول ته ښه ځیر شي او هغه ښه ادا کړي.
دیوه سرلوړي، مستقل او هوسا افغانستان په هیله