د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولس پاک احساسات د نا پاکو په لاس کې

توریالی ملیار 27.02.2016 14:59

کله چې په هېواد کې کومه ستونزه را مخې ته کیږي نو ځينې سیاسي مشاهیر پکې د خپلو شخصي ګټو په غرض سوټی په لاس را دانګي- د پټکو اوها هو کچه یې دومره شي چې له خلکو پکې اصلي موضوع پټه او په دولت پسې را واخلي- دولت مجبور شي خپله انرژي د خپل ځان په سپینولو مصرف او ولس ته د قناعت دلایل مخکې کړي.

ولس ته دغه ډول پیغامونه په شعوري ډول د هغو خلکو او خبیثه کړیو له خوا ورکول کیږي چې د ځکمو د غصب، وژنو، تیلو او ګازو مافیا لري، د تریاکو د قاچاقاق په نړیوال او سیمه ییز ډګر کې خپله ونډه او ګټه لري، د چور او تالان نېټورک لري، د ساختماني شرکتونو بدنامه ټولنې لري او دوی غواړي خپله ککړه ماضي او خیرن حال د ناخبرو خلکو په پاکو احساساتو ومینځي نور ملامت او ځان سلامت بولي، د ولس غولولو لپاره د اسلام له نامه ناوړه ګټه اخلي او د اسلامي او ملي نوامیسو د دفاع په نامه ولس بربادیو ته ور ټیله کوي.

د دوست په جامه کې د دغه ډول دښمنو، نقشي په هغو ولسونو کې په اسانه پلې کېدلی شي چې احساسات یې په پوهه او تدبیر څو ځله لوړ وي، پرېکړي د سړو مغزو پر ځای د ګرم زړه په خوښه کوي- نه د یو کار تر کولو مخکې فکر کوي، نه وروسته او بد بختانه چې افغاني ټولنه د داسې پاکو خو نامعقوله احساساتو لرونکې ده.

دغه احساساتي افغانان سملاسي د سر ورکولو، وینې تویولو، اور بلولو، وژلو او ورانولو شعارونه د ژبې پر سر کړي او پخپله له خپل ځانه خپل وجود ته اتوم بم وګرځي، چې پایله یې یوازې د خپل ځان او خپلو خلکو بربادي وي.

په ولس کې د دغه ډول بې تدبیره احساساتو د کابو کولو لپاره پکار ده چې هر پوه او په خاوره او وطن مین افغان، خلک د هغو کسانو له بدو نیتونو خبر کړي چې په راز راز نومونو او لارو چارو ټولنه د انحراف خواته بیايي، بربادۍ او بدبختۍ ته یې کش کوي او د خپل موقف، شتو، تجارت، قاچاق، غصب او .... لپاره خنډونه له مخې لیرې کوي.

اوس تر بل هر وخت ډېر، خلکو ته پکار دي چې خپل پاک احساسات کابوي کړي دغو اشخاصو او نیټوروکونو ته ووایي چې دا ځل زموږ وار دی تاسو ته ووایو، چې د خلکو ځمکې مه غصب کوئ، د ملي عسکرو د خوړو مړۍ مه نیموئ، د ملي ځواکونو له یونفورم ګټه مه اخلئ، د ملي اردو د تیلو په خرڅلاو او مافیا کی ګډون مه کوئ، د ولس سړک په اساسي ډول جوړ کړئ، په سمنټو کې د ریګ پر ځای خاوره مه ګډوئ، د خلکو د کورونو په منځ کې لس او پینځلس منزله بلډنګونه مه جوړوئ، قانون مه تر پښو لاندې کوئ او د خپل شته دولت د پښو وهلو پر ځای د هغه د مټو پیاوړي کولو لپاره لاس په کار شئ.

زموږ د خلکو په یاد دي چې قوماندان به خپل تربور د هورا چیغې په بهانه د خلکو په همداسې تیزو احساساتو له مخې لیرې کړ یا به د اخواني په نامه یو عام وګړی ژوندی تر خاورو لاندې شو، اوس د تدبیر وخت دی هر څوک ښايي په تدبیر د ولس د ښيرازۍ لپاره په ښه نیت ګام پورته کړي.

په اوسني وضعیت کې هر څوک له هرې خوا باید غږ پورته نه کړي چې ټوپک اخلو بلکي دهغه کس ملاتړ وکړو چې قانون ټوپک ورکړی، یونیفورم یې ورکړی او د ټوپک د کارولو واک او محدود صلاحیت یې ورکړی او همدغه یې لاره او مسوولیت دی.

د وینې تویولو او سر ورکولو پر ځای ښايي هم خپل او هم د بل سر او مال وساتو، دا بیا د دولت دنده چې د لویو ستونز پر وړاندې کوم ګامونه ږدي، څه وخت او له چا سره د ټوپک په شپیلۍ خبره کوي او له چاسره د سولې له لارې مخکې ځي، البته دې ټکي ته په پام چې هر افغان د نظر حق لري مګر په حساسو حالاتو او موضوعاتو کې له ژمن سیاسي تدبیر پرته احساساتي چیغې او عمل یوازې د خپل ګریوان څیرول دي او بس.