د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالب کلانترانو ته سر خلاصی- طنزيه ليک

ملک ميرام ګل اکاډمي 17.02.2016 14:02

طالب کلانترانو ته سر خلاصی- طنزيه ليک
ملک ميرام ګل اکاډمي
په سر کې خو يو نغد سلام واخلئ او په يو سپېشل وعليک يې بدرګه کړئ!
په ايت او حديث خو پور او مامور ياست خو د تعبير او تفسير بزغلی يې ستاسو په خېټه کې راشين شوی نو ځکه مو له سياسته نيولې ان تر رقابته په هر څه کې بابېړی کړی!
کله چې د اول ځل لپاره په هېواد رانازل شوئ نو اوله لينګته مو عصري علومو ته واچوله او سر په تالاق مو راوويشتل، په مکتبونو کې مو د درې ديني مضامينو دپاسه نهه نور هغه ور وټومبل، د شاګردانو په سرونو مو منجيلې ور وتړلې، چې هله سنت ژوندي کړئ او فرض کارونه په ځای پاتې شول. د جينکو مکتبونو او پوهنتونو ته مو د بايسکل کولپونه واچول تر څو زنانه ناروغانې د ښځينه ډاکټرانو پر ځای اخوندانو ته د دم او دعا لپاره لاړې شي!
((اين کړې او که بين کړې خو دا پټی به شين کړې)) او يا هم (( مخ دې سين ته کړم او شا دې ...)) متلونو ته په کتو سره مو د خپل سياست کرښې د شېرعلي شاه المدني، ملا فضلو او سميع الحق په نېکو لارښوونو په پاکستانۍ شل ورقه کتابچه کې رسم کړې، ټولې دنيا ته مو پښې اړم کړې او هر چا ته مو د زينګي وهلو اخطارونه ورکول خو بلاخره د خپلې سرتمبه ګۍ له مديريته عاجز شوئ، دواړه پښې مو په يوه اوسپنيزه موزه کې کلکې ونښتې او لک لينګي راوغورځېدئ چې اوس د بېرته جيګېدو چل هم نه درځي!
د نړيوال سترنج د يوې مهمې دانې (اسامه بن لادن) په سر مو د امريکا بلډوزر ته لاره برابره کړه، که د تدبير بام مو سوری نه و نو د اسامه نه به مو د واليبال توپ جوړ کړی و او سوډان يا کوم بل ملک ته به مو پاس کړی و ((مُرغ کم، ګويش کم))!
انساني غرور ته مو جبل ونيو او ان د خلکو د ږيرې د کچ او مېچ معلومولو لپاره مو د ململ ټوټې تر څنګ له لاهوره فرمايشي دورې، چې له ساچمو او چرم نه جوړې وې، ګرځولې!
د امريکايانو او امنيتي ځواکونو د وژلو په ټېل کې مو د خپلو ملکي وطندارانو تنې په تابوتونو کې داسې ور تخته کړې لکه د خښتې خټه چې قالب ته ور اچوې، تردې چې هغه مېرمنې چې د مړوند نازولي يې بهر کې دي، دې شعر ويلو ته اړ کړې:
څو چې خلاص د سرو ګلونو کر نه وي
څو چې پسرلی په سمه، غر نه وي
ياره ترهغې کلي ته مه راځه
د تحريک په بايسکل مو د (فدايي محاذ) په نوم کنجوغه کې وهابي خوارج کېنول، چې نن در نه د داعش په نوم کوز شول اولاره يې بېله کړه، دوی د ملکيانو د وژنې مېچن تاووله، د ځانمرګو لری يې د کيمياوي او بيولوژيکې وسلې په توګه تشاوه او د عامو خلکو جذر به يې وويست:
مخکې لاسونه سره کېدل به د اختر لپاره
اوس ها منګولې شوې څپېړې د ځيګر لپاره
پلونو او پلچکونو کې مو ګوتې واچولې او تر خولې مو وشکول، د برق پايو ته د غټ اودس ماتي په بهانه کېناستئ او په پرسونل ضد ماينونو مو پړمخې څملولې، دولتي او عام المنفعه تاسيساتو باندې مو هم د خپلې عقدې تاو وويست!
پدې څوارلسو کلو کې به مو سنګک شوی سر خلاص شوی وي چې دا دنيا يوازې زموږ پدري ملکيت ندی دلته نور خلک هم شته چې دا خاکي کُره خپل کور ګڼي او دا نړۍ يو کوچنی کلی دی او کليوالي په اصولو او اخلاقو پالل کېږي پداسې حال کې چې د امارت په دوران کې له دې اخلاقو کنګال وئ!
پاکستان د نړۍ بدنامه ډمه ده، ستاسې د تحريک کوټې ته له دې شاټ شوې سې ساکېټې څخه را غځېدلي لينونه بايد پرې شي او پرېنږدئ چې دا نړيوال شعبده باز نور ستاسې په سر سپين چکونه تر لاسه کړي، که خپل واک لاس ته را نه وړئ نو د بوسو د لوګي ياست!
که پښتون قام په تاسې د خپل غرامت پارچه کټ کړي نو د ټولو عربو شتمني يې هم نشي پوره کولی، ځکه تاسو ددې قوم ملي بس دوه پېړۍ ريورس بوتلو. زده شوی تعليم او تحصيل مو ورته له مغزو ډيليټ کړ، ډاکټر او انجنير مو د قصابانو په کونډه کې راځوړند کړل، د سر خلک مو ورته په تابوتونو کې کارتن بست کړل او بلا نورې خبرې!
نن سبا د سولې سورنی ډېر غږېږي خو د نظار ډلګۍ او ټلواله د سولې په سړک هغه جمپ دی چې ستاسې د تحريک شانزده بيست نه پرېږدي چې خپل منزل مقصود ته ورسېږي، نو تکړه شئ او د جنګ عسکري قشلې مو ټولې د دوی کورونو ته ورولئ تر څو چې دوی د جنګ د ايشتوب تاو ونه ويني او د کيخو په ځای کې ورته نوشادر کېنږدئ نو دوی به تل ستاسو په پټيو کې اودس ماتی کوي!
په اخره کې د مشورو دا ټوکرۍ در په سر کوو:
• جګړه د تباهۍ په ګرمه تبۍ د کېناستلو په مانا ده، ځانته د ځېل ضد څاښتونه او د صبر واکسين وکړئ او د جګړې په ځای مو د سياست ديوالي شارو په خبرو راولئ!
• د پاکستان له استخباراتي سوړو خپلې ګوتې وباسئ له دې سوړو چې څوک چيچل شوي بيا د سياسي حکيمانو په کوشتو هم ندي رغېدلي!
• د سولې لپاره مو شرطونه د مرغۍ له پيو کم ندي لږ يې رنده کړئ او د اوسنيو عيني واقعيتونو له دوربينه ورته ترصد وکړئ!
• د اساسي قانون د کوپي کشۍ دعوه مو حق دی خو د نه منلو اېنډه يې پرېدئ!
• د امنيتي ځواکونو په سر کې د سپږو او ريچو د پاک کارۍ شرط مو د ملت د غوښتنو له جواله سر راښکاره کوي خو محوه کول يې د نواز شريف برحاله ارمان دی!
• ډيموکراسي د قانون سرينده نده بلکې د حکومت کولو د طرز باجه غږوي او پدې اړه د نه منلو ډېره شله ګي مکوئ!
• د ښځو د بې سره او بې سامانه ازادۍ کمپله زبېښل غواړي خود زده کړو او کار په سرک يې جمپونه اچول د ناکاره مخلوق کار دی!
• زموږ د ملي لارۍ باډۍ کې که ديني ارزښتونه بار دي نوجنګله يې هم له ملي ارزښتونو زيچ ډکه ده دواړه په يو لين کې دوه تاره دي او له يو بل پرته نامکمل دي!
• د يو بې ګونا کس وژل د خدای قهر ته د خپل موټر د اشترېنګ ور تاوول دي نو له دې کاره د توبې ايستلو ترڅنګ مو له اوږو جنګي جبل هم ښکته کړئ!
• د ټولګټو تاسيساتو ساتنه په کورونو کې د خپلو ماندينو په څېر په ځان فرض عين کړئ!
اکاډمۍ پدې اړه د خپل رسالت آس د مسووليت په موګي وتاړه، د منلو او نه منلو د غجکې غږول يې په تاسو!
په شانداره ولولو
ملک ميرام ګل خان