د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په برق نیولی طالب/ طنز

توریالی ملیار 03.02.2016 14:49

طالب یې کلک د برق په ستنه نیولی وايي تا چپه کړې بیرته به یې پورته کوې، طالب وايي نه مې چپه کړې او نه یې څوک را باندې پورته کولی شي.

نو چپه چا کړه؟

ماته مالوم دی، څوک دې نر شي ویې دې نیسي، جایزه یې هم په ما او سنۍ او پخوانۍ نښې یې دا دي:
پخوانۍ ګالري یې: اوږده ږیره لري، پلن بریتونه لري پکول لري، امریکایی جمپر لري، غټ بوټان لري، سټنګر لري، ټوپک لري، چانټه لري، مرمۍ لري ګرنټ لري، چاړې لري، نري لنګي لري- په تصویر کې کله لمونځ کوي، کله دوعا کوي، او کله یې ټوپک- راکټ په ماشه کړی وي.

اوسنۍ ګالري یې: پتلون لري، کورتۍ لري، نیکټايي لري، ستر کوناټي لري، په لاس قیمتي ساعت لري، زېرې موټرې لري، موټرې یې تورې ښيښې لري تعقیبی ډاډسنې لري، له نورو سره خپلې ټوپکې او وسلې لري، مګر ږیره او بریت نه لري.

په تصویر کې کله له امریکايي قومانان سره ناست وي او کله له الماني سره، کله له معدني فعال سره خبرې کوي او کله له ډیموکراسي فعال سره، له جنګي سپیو سره هم عکسونه لري، یو یو انځور د بیچ او ډنډ د غاړي هم لري، هو ریښتیا یو نیم انځور د سپين تړلي احرام هم لري- که څوک ترې وپوښتي څه لرې؟ هیڅ هم نه لري.

که هر چا پيدا کړ غټ انعام لري!! که چا پورته ورته وکتل ستر سوغات لري!! که هر چا ونیو لویه جایزه لري!! که چا ستنه پې ودروله ستره تحفه لري!!

مګر دا هیڅ یو امکان نه لري!! سبا بله ستنه هم چپه در واخله!!