د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له وطنه موږ تېرېږو

توریالی ملیار 24.01.2016 15:36

له وطنه موږ تیریږو له اسلامه نه تېریږو

له خپل ځانه موږ تیریږو له قر آنه نه تېریږو

مرګ بر کاسه لسان شوروي

نجیب د لېنن خر دی دا سوډر نه منو

نعره تکبیر
نعره تکبیر
نعره تکبیر

دا مو د ښوونځي اسلامي ترانه وه، دیني مدرسه نه وه خو، هغه وخت د چا پلار ښوونځي او مکتب نه شوای ورته ویلی یوازې مدرسه وه، استاد وهاج وې دا نجیب د لېنن خر او سوډر ترې وباسه ډېره بده خبره ده- ما په هغه ورځ ونه وی ملا مجاهد وې ولی دې ونه وې، ما یې د منع، منبع ورته وښوده، وې هغه څه ایشتولۍ دی، پوهېږې دا د حزب مدرسه ده!! د حزب!! بیا یی له سره ووایه!! په وږی نس یی بیا ښې د زړه له خلاصه چیغې را باندې وکړې، (ناره تکبیر) یی هم نه منله وی (نعره تکبیر) به یې وایئ، یوه ورځ مې ناره تکبیر ووې، له دې څوکۍ یې لیرې کړم وې دی افغان ملتی دی د عربي ژبې مقدسات د پښتو په تول تلي.

څو ورځې چې تېرې شوې دغه سرود چندانې چا نه شوای زمزمه کولی، له مجبورۍ یې بیرته مقرر کړم، کله چې مدرسه له سوېډڼه د عربو لاس ته ولویده، عربو ورته ووې نور مو په اسلامي سردود کار نه لرو خو (سبیلنا، سبیلنا= الجهاد، الجهاد) به پکې وایئ، وي موږ پړی اوږد اچولی یوازې په اوسني نسل موښه نه کېږي، شرقي بلاک یې مات کړ غرب به هم ماتوي.

یو لوری واړه واړه سبیلیان او بل ته کمکي پیشاهنګان، خو ډاکټر نجیب یې په خپل وزارت غږ وکړ وې په چیغو او مارشونو ماشومان له درسه مه باسئ، د درس پر ځای یې له سیاسته وباسئ، دوی راتلونکی لري بیا به نه دا چیغې وي او نه به ګټه ورته لري دا زموږ مسوولیت دی چې واړه پوی رالوی کړو.

خو ګلبدن همغه خرک همغه درک وو، په مدرسو یې ښه زور اچولی وو مګر خپلې ملیشې یې ګڼلې، وې دین او اسلام پرې ساتم، له شپږمه صنفه مې د (جري به جوک، جوک به هدف) درس ښه په زړه دی ذابت مهربان تر زکویکه ښه ملان کړي وو، چې د الوتکې غږ به شو ټول صنف به مخ د زکویک پر خوا ورخوشي وو، یو بل به مو ټیله کول چې تر نورو وړاندې د زکویک ماشې ته ځان ورسوو، الوتکه مو هم نه کتله چې د چا ده او د چا نه ده بس ګره، ګره- ګره، ګره... یوه ورځ داوود جان د سړک پر غاړه ودرولو وې هو د کوپر کوره تیاره ګورئ بیا یې ولئ دا سپینې غټې تیارې د حاجیانو دي خدای مو تبا کړه... دوی سمانه کړه اوس یې په تاسو ولي.

مسعود چې له دوستم سره د کابل سودا وکړه نو ګلبدین هم په مدرسو کې ښه پرېمانه چرګوړي روزلي و، سید جمالدین مدرسه یې وار له واره له پيښوره تر چاراسیا، را و کوچوله یو سرګروپ یې عمران الله وو په ۱۲ نفرو یې یو ټوپک او ۱۲ کارتوس ورکړي وو، وې اوس به د مسعود بړيڅي پرې ولئ، درې شپې ورځې یې په یخ ساړه کې په خیمه کې پرې تیر کړل، ښه وه خیمه یې د ګزرو په پټي کې ورته وهلې وه د ژمي یخ وهلي ګزر یې له ځمکې را ایستل او له خاورو سره ګډ یې خوړل او په همدې ژوندي وپایېدل، د څو ژڼکیو چې دوماغ کار وکړ ترې را شېوه شول - هغه نور چې ډېر پورته پورته ورزېدل د همغه ګزرو په کوردي کې د منتظره قطعې په انتظار ستۍ شول.

موږ خمبې وهلي چې یوه تالیمن اخواني پيش آهنګ کمپله اغوستې د سیمټو په زینه تیر شو څو چې موږ ورته را رسیدلو له کوچو او ډوډۍ سره چای ورته ایښی وو، له لوږې او ستړې یې دوې ډوډۍ زما په مخ کې ورسره ووهلې.

هغه بله ورځ مې ورته کړل چې زموږ نسل د وطن پر ضد را لوی کړای شو، هغه وخت د وطن نوم اخیستل ګناه کبیره وه، د خپلې ژبې نوم اخیستل د افغان ملت مرګونې ټاپه وه، له کابلیانو سره د سولې خبرې شین کفر و، (ټ) ټوپک (ت) توره، (ج) جهاد، (م) مجاهد تر ټولو ستر مقدسات وو، په باچاخان مرګ ویل ستر شعار وو، مرګ پر پښتونخوا مو د ژبې پر سر چلیدل...

دغه تېر ترخه یادونه هغه وخت را په زړه شول چې همغه زاړه زهري مرخیړي د (ثبات او حراست) شورا کې بې ثباته او شرمېدلي ولاړ او خپل خوبونه یې تعبیرول. (زوړ غویی چې سترګې پټې کړي کونجاړه په خوب ویني)