د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاچاخان پوهنتون د پېښې په اړه، د پاکستان تازه منافقت

سرلوڅ مرادزی 22.01.2016 12:26

هم مې ووژني پخپله هم پرما باندې ژړا کا
څه ښه یار دي ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
خوشال بابا
د افغانانو د ستر مشر فخرافغان پاچاخان د تلین په ورځ ، د دې بابا پر پوهنتون برید چې زموږ د پیر تر ټولو وحشي، متحجرو او تورو ځواکونو د خونړۍ ISIپه مرسته ترسره کړ، د پوهنتون د یوه زیات شمېر استادانو او تنکو ځوانانو د شهادت او ټپې کېدو لامل شو!
دغه وحشیانه برید، ټولو لروبرو افغانانو او نړیوالو په یوه خوله په کلکو ټکو وغانده او بریدګر يي د ټولو افغانانو شریک دښمن وباله.
خو له بده مرغه، د پېښې په تړاو د اړینو څېړنو او مالوماتو پرته، په خورا بېړه، پاکستان د برید پړه پر افغانستان واچوله.
په دې اړه BBC په خپل یوه رپوټ کې وايی« د پاکستان پوځ ادعا کوي چې خيبرپښتونخوا کې د باچاخان پر پوهنتون د بريد تنظيمونکي په افغانستان کې دي.» د دې رسنۍ په وینا د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه وايی« د پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف، د افغانستان لوړ رتبه مشرانو سره په تيليفوني تماسونو کې ددې بريد د مسولينو معلومولو او پرضد يې د گام اخېستو غوښتنه کړې ده.»
باجوه، په ټويټر خپل پيغام کې ليکلي دي « له پلټنو او ثبوتونو معلومه شوې ده د چارشنبې په ورځ پر پوهنتون بريدکوونکي افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د لاقانونه گرځول شوي غورځنگ يو غړي سره په تماس کې وو، ده ادعا وکړه چې بريد کوونکو ته افغانستان څخه په موبايل تيليفون لارښوونه کېدله»
خو بلخوا بیا هم د BBC په وینا، د پښتونخوا ايالت پوليسو ويلي دي د صوبې په بېلابېلو برخو کې د دې بريد وروسته د لټون د عملياتو پر مهال ٦٠ شکمن کسان نيولي دي. حکومتي سرچينې وايي دا کسان په چارسدې او سوات کې نيول شوي دي. دا سرچينې وايي نيول شوو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي.
د پاکستان د دغې درواغجنې او تېرییستونکې ادعا په وړاندې، افغانستان ډېر ژرغبرګون وښود او دغه ادعا يي په کلکو ټکو رد کړه.
په دې اړه BBC پخپل تازه رپوټ کې وايی«افغان حکومت د پاکستان دا خبره رد کړې ده چې گواکې د باچا خان پر پوهنتون بريد د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو لخوا تنظيم شوى و. له دې نه وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو، داسې شواهد لري چې په باچا خان پوهنتون د بريد پر مهال بريدگر افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره په تماس کې وو. د افغان ولسمشر له دفتر خورې شوې اعلاميې کې راغلي چې په دې تړاو«د پاکستان د پوځ د وياند څرگندونې بې بنسټه دي» اعلاميه کې دا بريد په سختو ټکو غندل شوى او ويل شوي چې افغانستان هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم پټنځایونه ورکړي دي.
همداراز د پاچاخان پر پوهنتون له برید سره هممهال، پاکستان په بله ادعا کې چې د خیبر نیوز څخه خپره شوې، وايی چې د چارشنبه په ورځ د افغانستان له لورې د جنوبي وزیرستان پر انګور اډه، سیمه څلور توغندي لګېدلي چې پکې څلور تنه مړه شي دي.
که د پاکستان لومړۍ ادعا چې ګوندې د پاچاخان پر پوهنتون برید په افغانستان کې طرحه شویدی، د پاکستانیانو او نړیوالو د پام اړولو او تېرییستلو په موخه ترسره شوی، په خیبرنیوز رسنۍ کې وروستۍ ادعا يي د کوزو پښتنو د تېراییستلو او غولولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
د پاچاخان پر پوهنتون له برید سره هممهال پر افغانستان دواړه ادعاوې، د سولې د خبرو او افغانستان سره د نیکو اړیکو د رغاوي په اړه، یوځل بیا د پاکستاني چارواکو څرګند منافقت په ګوته کوي.
که دښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه
د لیندۍ په غبرګېدو غشی تاو اخلي
علیخان خټک
پای