د کال تعین او اړول
02.01.2016 13:27حضرت عمر رض بن خطاب خلک را ټول کړل مختلف نظریات موجود وو په پایله کی یی تصمیم ونیول شو او د حاد ثاتو د ثبت د پاره یی نیټه وټاکله اسلامی کال قمری دی چی د سپوږمی له ګردیش له امله حسابیږی او هرکال لس ورځی تغیر خوری چی قمری میاشتی دا دی :
محرم، صفر، ربیعالاول، ربیعالثانی، جمادیالاول، جمادیالثانی، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذیقعده، و ذیحجه.
د ابونصر فراهی یو دری شعر د قمری میاشتو د یادولو دپاره
ز محرم چو گذشتی برسد ماه صفر دو ربیع و دو جمادی ز پی یکدیگر
رجب است از پی شعبان، رمضان و شوّال پس به ذیالقعده و ذیالحجه بکن نیک نظر
هجری شمسی کال هم د هجرت له مخی تعین شوی چی د لمر له مخی وروسته د کال د حسابولود پاره تعین شوی د نورو ادیانو کلونه یی هم یاد کړل لکه : میلادی کال ، د یهودانو کال اونور
د میلادی کال په ورځ که غیر مسلمانان کومه هدیه مسلمان ته ورکوی حرام نه دی په دی شرط چی غیر اسلامی هدیه نه وی لکه شراب ، د خوږ غوښه اونور
خو مسلمانانو ته لازمه نه ده چی د عیسویانو اختر خپل اختر وګڼی ځکه دا د نوی کال جشن د هغوی مخصوص او خاص اختردی خو صر ف په ویلو د مبارک کوم مشکل نه شته .
د یو کال اړول په بل کال :
اسانه لار زما د خدای بخلی استاد محمد ظاهر افریدی دننگرهار د عالی لیسه د تاریخ استاد په طریقه :
• شمی کال اړول په قمری کال : هر سل کاله ۳ محاسبه کیږی تر ۳۳ پوری ۱ تر ۶۶ پوری ۲ او تر سلو ۳ محاسبه کیږی حاصل چی هر څو اوو د شمسی کال سره یی جمع کړی قمری کال لاس ته راځی
• قمری کال اړول په شمسی کال : د هر سل کاله ۳ محاسبه کیږی تر ۳۳ پوری ۱ تر ۶۶ پوری ۲ او تر سلو ۳ محاسبه کیږی حاصل د قمری کاله منفی کوی .
• میلادی کال اړول په شمسی کال : میلادی کال منفی ۶۲۲
• شمسی کال اړول په میلادی کال : شمسی کال جمع ۶۲۲
یوه بله د کال د تبدیلولو طریقه :
• تبدیلول د هجری قمری په هجری شمسی :قمری کال په ۱۱ ضرب کړی حاصل پر ۳۶۵ تقسیم کړی حاصل د تقسیم د قمری کال څخه تفریق کړی .
• :تبدیلول د هجری قمری په میلادی کال : قمری کال په ۳۲ باندی ضرب کړی او حاصل په ۳۳ تقسیم کړی حاصل د تقسیم د ۶۲۲ سره جمع کړی .
• تبدیلول د شمسی کال په هجری قمری کال : شمسی کال په ۱۱ ضرب کړی او پر ۳۵۴ یی تقسیم کړی او حاصل د تقسیم د هماغه شمسی کال سره جمع کړی .
• د میلادی کال اړول په هجری قمری کال : د میلادی کال څخه ۶۲۲ کم کړی او حاصل په ۳۳ کی ضرب کړی او بیا حاصل په ۳۲ تقسیم کړی .
• د میلادی کال اړول په شمسی کال : د میلادی کال څخه ۶۲۲ تفریق کړی .
• دشمسی کال اړول په میلادی کال: د شمسی کال سره ۶۲۲ جمع کړی .
• ع ۶۲۲