د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زده کوونکوکی د اختلال د رامنځ ته کیدوعوامل اودمخنیوی لاری

عادل مومند 09.12.2015 12:54

لکه څرنګه چی ټول انسانان په خپلومنځنوکی ډیر تفاوتونه لری چی دغه تفاوته یی د رنګ، قد، اندام له مخی په واضح ډول لیدل کیږی،مګریوتعدادنورخصوصیات او تفاوتونه د هغوی د فعالیتونوپه وخت کی څرګندیږی نوڅرنګه چی زمونږموضوع دزده کوونکوپه هغه فعالیتونوباندی راڅرخی چی دهغی فعالیتونوپواسطه دیوتعداد نورو زده کوونکودوخت ضایع اوپه تدریس کی د ښوونکی د مزاحمت سبب ګرځی چی دغه فعالیتونوته په لنډ ډول اشاره کوم لکه په ټولګی کی یو زده کوونکی ډیری اوبی ضایه خبری کول،دتدریس په وخت کی د ټولګی څخه وتل اویاهم داخلیدل، تدریس په وخت کی نورزده کوونکوسره دځان مصروف ساتل، د تدریس په وخت کی په نوروشیانوباندی ځان مصروف ساتل، په خبروکی بی نوبتی کول،بعضی زده کوونکی دځان سره د ځینووسایلوراوړل لکه کمره ،پوست کارتونه،کورني تصویرونه، اوداسی نورچی په هغی سره د نوروزده کوونکوتوجه تدریس ته کمیږی.
نوپه مجموعی ډول کولای شو ددی پورته بی نظمیوعلتونه په پنځوبرخوباندی تقسیم کړو
۱ – د زده کوونکی فردی خصوصیات او ځانګړتیاوی
۲ - د ښوونکوپوری مربوط عوامل
۳ – کورنی عوامل
۴ – اجتماعی عوامل .
دغه پورته عوامل غواړم چی په لنډډول واضح کړم
الف : دزده کوونکی فردی خصوصیات:په خپل تصوردزده کوونکی په خصوصیاتوکی د هغوی جسمی،روحی او روانی ستونزی په لومړی قدم کی شاملیږی،همدارنګه د زده کوونکودعلاقی او دیوی خاصی انګیزی نه شتون دزده کړی لپاره،ځینی زده کوونکی ډیره بی اعتنایی ښوونځی ته ، ښوونکی اوداسی نورومسایلوته،په همدی ډول زده کوونکودمطالعی لپاره دکوم خاص پلان نشتوالی ،همدارنګه د ځینوبیرونیوانګیزو شتوالی چی هغه هم کولای شی د زده کوونکوپه رفتارباندی بارزتاثیرولری لکه دبی تعلیمه کورنۍ درلودل،یاداسی چی کورنۍ یی زورواکه وی اوتعلیم ورته کوم اهمیت ونلری،په ځینوحالاتوکی داسی هم کیږی چی ځینی زده کوونکی د یو ښوونکی لخوادبل ښوونکی لپاره تحریک کیږی ترڅودهغه په درسی ساعت کی داسی یوعمل اجراءکړی چی دښوونکی د مزاحمت سبب شی.
ب :دښوونکی پوری مربوط عوامل:ځینی وخت خپله ښوونکی ددی باعث کیږی چی تدریس لپاره محیط خراب کړی چی پدی برخه کی د ښوونکی روحی،جسمی او روانی اماده ګی نشتوالی، ښوونکی دظاهری وضعی نامناسبوالی،دنوی میتودونوڅخه بی خبراویاپه تدریس کی د زړومیتودونوڅخه کاراخیستل،تدریس ته د ښوونکوکمه علاقه درلودل،د شاګردانوپه منځ کی د تبعیض څخه کاراخیستل،دزده کوونکی په منځ کی د عدالت څخه کارنه خیستل،د زده کوونکوغوښتنوته توجه نه کول،په نامعقوله توګه د تشویق اوتنبیه څخه کاراخیستل،په درسی موضوعاتوباندی حاکمیت نه درلودل،دښوونکولخواپه درس کی اخلاقی مسایلوته ځای نه ورکول،بی ځایه او بی معنی خبروڅخه استفاده کول.
ج :کورنۍ پوری مربوط عوامل :چی دلته د روانی او عاطفی فضا نشتوالی،دسالمی کورنۍ نشتوالی چی هلته ماشومان تنبیه کیږی او ضروریتونوته یی توجه نه کیږی، دوالیدینونشتوالی اودولادت ترتیب.
د:اجتماعی عوامل:پدی برخه کی په کورنۍ کی د تعلیم کچه دځینوفرهنګونوشتون چی په یه کورني باندی حاکمه وی، په همدی ډول چاپیریال دی چی په هغه کی زده کوونکی د دخپلو همسالانوسره وخت تیروی اودهغوی څخه ډیر څه زده کوی،او هم دځینونوروعواملولکه تلویزیون شتون په همدی ډول روانی ستونزی هم دماشوم په رفتارونوباندی تاثیرات لری چی پدی برخه کی د نااومیدی، تعارض، ناکامی،فشاراوداسی نورعوامل شتون لری چی په شاګردانوکی تغیررامنځته کوی.
نوپه خلص ډول ویلای شم چی داپورته ټول هغه عوامل دی چی په مجموع کی د ښوونیزی پورسی لکه ټولګی،ښوونکی،زده کوونکی اوبالاخره دټول ښوونځی د مزاحمت سبب ګرځی،پدی خاطرچی مونږیوښه زده کوونکی ولرونوپورته ټولوهغه عواملوته چی د زده کوونکی دمنفی حراکاتو د رامنځته کیدوسبب کیږی مخه یی ونیول شی پورته هره برخه په خپل ځای کی د خاص اهمیت لرونکی ده.