د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وحشي زندان،اسلامي صبغه!

محبوب الله 06.12.2015 12:54

د طالبانو له محلي زندان څخه د راخلاص شوي ځوان قیصه.
یو ښایسته ځوان چې لوړي زده کړې یې هم کړې، موږ او تاسو به یې عبدالله وبولو،عبدالله په لړزیدلي انداز کې د زندان قصه کوي:
شپږ میاشتې وروسته له ښاره کلي ته لاړم،اختر ته لا پنځه ورځې پاتي وې،پلار مي تنها وو،د کور کارونه زیات و،بیا د اختر تیاریاني هم وې ما ویل راځه کور ته لاړ شه دا ټول کارونه وکړه،پلار به دمه وکړي،دومره بس ده چې هر وخت ستا په خاطر زحمتونه تېره وي او په تا درس وایې، د اختر په رخصتیانو کې به پوره مرسته ورسه کوم،کله چې کلي ته ورسېدم پلار مي د دې پر ځای چې راته خوشحاله شي ټنډه یې تروه شوه، ما ویل خدای دې خیر کړي چې څه خبره به وي خو وروسته پوه شوم چې پلار مي زما د سر غم اخیستی و.
پلار او مور مي د تل په خلاف هره لحظه راته ویل زویه بیرون ډېر مه وزه حالات ښه نه دي،ما ورته وویل: دا تاسو څه وایاست ما کوم داسي کار کړی دئ چې په هغه باندي ماته څوک ضرر ورسوي؟
مورکۍ مي په عاجزه انداز راته وویل نه زویه تا هیڅ هم ندي کړي خو زه خوشحاله یم چې ته په کور کې له ماسره و اوسېږي او یوه پیاله چای راسره وخوري بیا څومړه وخت باد راغلی یې.
تر اختر دوې ورځې مخته د فصل خواته لاړم هلته مي د دین محمد اکا زوی ولید تر روغ بړ وروسته یې راته وویل: عبدالله هغه بله ورځ کلي ته طالبان راغلي وو، ویل یې عبدالله راغلی،موږ ویل نه.
هغه وخت و چې زه پوه شوم چې مور او پلار مي ولي راته ویل بېرون ډېر مه وزه،طبعا د طالب له نوم سره هیبت او وحشت تړلی دی، ماته هم په زړه کې وهم پیدا شو، چې کورته راغلم د مور په څیره کې مي مظلومانه وېره لا ښه درک کړه، خو ځان مي د تل په شان نورمال وښود، چې د مور اندېښنه مي نوره هم زیاته نشي.
د اختر شپه وه، په جومات کې د ماښام په جمعه ولاړ و، د موټرسایکلو غورا شوه،تر څو چې ملا سلام اړول زما په شمول ګڼ شمېر ځوانان په تلوسه کې شول چې شاید په ما پسې راغلي وي،خو تر نورو زما اندېښنه زیاته وه ځکه زه خبر وم چې زما په اړه یې مخکي پوښتنه کړې ده.
چې ملا صاحب سلام وګرزاوو، ویل یې په خپلو ځایونو مو کینئ،شور و نه خورئ،خلک ارام شول،یو نفر له شا اواز وکړ:عبدالله را ولاړ شه،ما ځان غلی کړ،دوهم ځل یې وویل را ولاړ شه کنه بیا دي ولم، زه هم ور ولاړ شوم،ټول جمات وال چپ شول هیڅ یو هم له ځایه و نه ښوریدو،پلار مي را ولاړ شو په وره کې ولاړ طالب د کلاشنکوف خوله ور واړوله او وړته ویې ویل پر ځای دي کښینه کنه دا شاجور به دي په سینه کې در خالي کړم، پلار مي ورته وویل: ګناه خو یې را وښیاست! طالب ورته وویل:دا جاسوس دئ،نور یې له جماته ویېستم،سترګې یې را وتړلې،لاسونه یې را وتړل او پر موټرسایکل یې کېنولم په یوه لور یې یو وړم.
څه ځنډ وروسته یې یو جومات ته ورکوز کړم، د اوداسه پر مهال یې یو نفر مسلح شاته راته درولی و، د ماخوستن لمونځ مو وکړ،د یو حاجی کورته یې بوتلم،دکور خاوند هم د مجرم چلند راسره کول،بد بد یې راته کتل،ډوډی او چای یې هم ډېر په اهانت راته مخته کول.
خو کله چې د وېده کېدو وخت راغۍ زما لاسونه یې را وتړل او هریو په خپلو ځایونو کې وېده شول،له ماسره هره لحظه دا فکر و،چې سهار ته خو اختر دی،د نورو مندي به د اولادونو په لاسو نوکریځي ور ږدي،خوشحالیاني به وي،زما مور به اوس په څه حالت کې وي، یا خدایه پاکه ته زما مور ته د زغم توان ورکړي.
سهار یې په پټو سترګو له دې ځایه یو وړم په فصل کې یې د ماشین په یوه کوټه کې بندي کړم،تر ماښامه هلته وم،ماښام بیا راغلو له څو شېبو مزله وروسته یې یو ځای سترګې را خلاصي کړې،چې و مي کتل کنډوالې او وران شوي کورونه دي،په غوصه یې رانه وپوښتل: څومره معاش اخلي؟ ما ورته وویل:زه چېرته کار نکوم،یو نا څاپه یې د کلاشنکوف په قنداغ ووهلم،ویل:دروغ مه وایه کافره،څومره پیسې درکوي؟ ما ویل:ولاکه یې را کوي، له دې خبري سره یې را څملولم په لغتو او قنداغونو یې وهلم بیا یې را کینولم ویل یې:موږ په هر څه خبر یو په یوه چاپه څومره پیسې درکوي؟ ما ورته وویل: ولله که په دې کارو زه پوهېږم، یو بل طالب راته وویل: اقرار وکړه کنه نور دې ولم ما ورته وویل: که مي ولې که هر څه کوي ما داسي څه ندي کړي، له دې خبرې سره یې د کلاشنکوف په تېره خوله په سر ووهلم بیا یې را څملوم په تېرو یې په کلاشنکوفونو وهلم ډېر یې خوږ کړم بیا یې را کېنولم ویل یې اقرار وکړه کنه وي نور دې وخت پوره ده ما ویل ولاکه ما هیڅ هم کړي وي،په طالب یې غږ وکړ:وله یې، هغه له واره زما له سر سره نږدې دېوال باندي ډزې وکړې سخت یې و ویرولم ما ویل لګېدلی یې، چې په دې وخت کې یې بیا را څملولم دومره یې ووهلم چې سبا ماسپښین په هوش راغلم،چې سترګې مي وغړولې ګورم چې په یوه غریبانه کوټه کې پروت یم، او یو نفر مي سرته ناست دی.
دا سړی عبدالواسیع نومېده د خلقیانو په وخت کې د لیسې مدېر و،خو اوس یې عمر خوړلی و په کور ناست و، دوه زامن یې په کراچۍ کې ول،دکور مسؤلیت د هغو پر غاړه و.
مدیر واسیع ډېر مهرابانه،زړه سوانده او په هيواد مین انسان و،زه طالبانو له بیهوښۍ وروسته د مدیر صاحب کورته ور غورځولی وم،کله چې په اوښ راغلم سرمعلم صاحب راته وویل:ځوانه د کوم ځای یې؟ او پر څه یې نیولی یې؟
ما ورته وویل: د پوهنتون اخېري کال مي دی،له پوهنتونه کور ته راغلم، له جوماته یې راوړم او راته وایې چې څومره معاش لرې کافیره، بس دومره.
مدیر صاحب ډېر خواشینی شو ویل یې،له دې خلکو سره نه کېږي،زه تا درک کولای شم،خو څه وکړم هیڅ مي هم له وسه نشته،سخت جګر خون شو له کوټې ووت،ماښام راغی ښه شپه یې راکړه،سهار په کوټه کې ناست وم چې یو نفر کوټې ته راغی ویل یې مېلمه ښه یې؟ما ویل شکر دی،سره معرفي شوو دی پوهېدو چې زه بندي یم ځان یې راته معرفي کړ،چې د مدیر صاحب زوم دی او ښه خبره دا چې ملا دی په طالبانو کي کافي رول لري،سمه یې خبره اورېدل کېږي..
مدیر صاحب ورته وویل:زویه دا ځوان ټوله قیصه ماته وکړه،هیڅ ګناه نه لري څنګه به یې خوشی کړې،زه وډاریدم، ما ویل هسي نه بده ورباندي ولګېږي، خو نه د مدیر صاحب زوم که ملا هم و،د ښه فکر خاوند و،له هغو تند روه ملایانو څخه نه و، له ما څخه یې څو پوښتنې وکړې،ښه ځوابونه مي ورکړل، ویل یې رښتیا هم له تاسره ظلم شوئ،لنډه دا چې د مدیر صاحب زوم د طالبانو په اجازه سبا ته خپل کورته بوتلم،د شپې یې راته وویل وروره تا د جاسوس په تور وژني،په دې ورځو کې یوه چاپه لوېدلې وه،ویل یې د دې تور پر تا دی.
زه سخت مایوسه شوم و مي ژړل ما ویل:ملا صاحب په والله که په دې کارونو خبر یم،د مرګ په قصه کې نه یم،چې په مور او پلار به مي څه تېر شي.
ملا صاحب وویل: زه هم څه نشم کولای په تا مې هم مرګ نه پیرزو کېږي،خو د امارت اصول دي.
ډېر مي وژړل،سخت مایوسه شوم،مور او پلار مي سترګو ته ګرزیدل،د مرګ شېبې مي شمېرلې، ملا صاحب څو واره د باندي ولاړ بېرته راغی په رنګ کې یې رحم او خوابدۍ احساسېده،را ته و یې وېل ځوانه دومره بې صبري مه کوه دا هرڅه د الله لخوا دي،خو ما ځواب ورنکړ همداسي مي خپلې ژړا ته دوام ورکړ او د زړه له تله مي ژړل چې ملا صاحب راته وویل: توکل په خدای زه به دې تر یو ځایه ورسوم،نور همداسي ځان وباسه،ما فکر وکړ چې همدا اوس دي وژني،ما ویل:ملا صاحب یعني همدا نن شپه مي وژني؟ ملا صیب وویل نه پوهېږم اما زه غواړم تا خوشی کړم،او ستا د بي ګناهۍ په خاطر به زه هغوی ته دروغ ووایم چې تښتېدلی.
زړه نا زړه مي وویل سمه ده،بس ملا صاحب ولاړ،زه په کوټه کې تنها پاته شوم،نا وړه ناوړه فکرونه مي سر ته راتلل، چې شاید ملا صیب تا په دې پلمه ورولي همدا اوس دي وژني،بیا به مي وویل:نه ملا صیب ډېر روشن فکره انسان دی،ارومرو دې خوشی کوي،چې په همدې وخت کي ملا صاحب راغی وایې راځه،زه هم ورسره روان شوم،د فسیل په دروازه یې و ایستم ویل یې په ما پسي راځه دواړه کارېز ته کته شوو،ښه مخته ولاړو،سپرغو ته نږدې له کارېزه را وخاتو،لیږ هسک ځای وو هلته یې راته وویل: هاغه ړڼا ګوري؟ ما ویل: هو، ملا صاحب وویل:هغه د ولسوالۍ بازار دی هلته ځان ورسوه نور دي خوښه چې هر خوا ځې.
نو په منډو مي بنا وکړه،څو واره مي په کډو کې دمه وکړه بلاخره بازار ته ورسېدم،هلته هوټل نه و،یوه نان بایې وه په هغې کي رڼا وه زه هم ورغلم ما ویل دلته به چېرته شپه وکړم،نانبای راته وویل:دغه لوی جمات ته ورشه خلاص دی،جومات ته ورغلم د بوټو د ځای خواته پرېوتم،تر سهاره له دردونو خوب رانغی،چې لیږ رڼا شوه د موټرو اواز مي تر غوږ شو را ووتم،څو شېبي وروسته په یو موټر کې کیناستم او کابل ته را روان شوم،کابل ته له را رسېدو سره مي کور ته احوال ورکړ چې زه را وتښتېدم،پلار او مور مي له اوږده ځوره وروسته لیږ ښه شوي ول،طالبانو بیا بیا کور را پسي تلاشي کی و،پلار یې هم لیږ ځورولی و.
کله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم یوه وړوکي دنده مي پیدا کړه اوس الحمدلله مور او پلار دواړه راسره دي او په خوشحالۍ سره خپل ژوند مخته بیایو.