د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تور قاتل

توریالی ملیار 11.11.2015 12:31

ماشوم په خپلې مور منګولې ټينګې کړې وې، مور د ځوان زوی په ویر اوښکې تویولې، د زوی ګرمو وینو یې د مور غیږ لنده خیشته کړې وه او په خاورو تیږو کې یې لارې جوړولې، ماشوم زوی یې په ویر لالا!! لالا!! نارې وهلې، مور په دې کې شوه چې څنګه خپل په وینو لت پت زوی له دغو خونخوارو تر خپلې خړې او خوارې جونګړې ورسوي، خو دا ځل وحشت نوی رنګ اخیستی و او په وژلو نه مړېده، د تور قاتل په وینو سره لاسونه د یو معصوم او بې ګنا ماشوم خواته نږدې کیدل، هغه ماشوم چې د مور په غېږ کې یې د لالا په وینو جامې او د سر وېښتان سره وو، له ویرې د مور غیږې ته پنا یوړه سر یې د مور په بل زنګانه کیښود یو درز شو او له دې سره د ماشوم چیغې کرارې شوې دا ځل د مور لمن د بل تنکي زوی په نریو وینو سره شوه.

د بې وزلې مور چیغې په ستوني کې وچې شوې نور یې د ژړا وس نه وو یوازې د زامنو په وینو لړلو مخونو یې لاسونه را کشکول په هغو وینو چې د مور سوړ بدن یې ګرم کړی و او د عزت ګڼې جامې یې په وینو لت پت وې، خو د قاتل هیله لا پوره نه وه لا یې د وحشت چاړه د ظلم تر حلقه نه وه رسولې ځکه خو بیا را وګرځېد د ځوانیمرګو په سرو وینو کې یې په غرور پلونه کیښودل او په وینو لتې پتې او یوې بې وسې مور ته ور نږدې شو له یوه وحشي ترپ سره یې د بې اسرې او ویر جنې مور په غاړه چاړه تېره کړه او د دریواړو وینې یې سره ګډې کړې.

په سپيرو خاورو د وینو لښتي یوه او بله خوا بهیدل، د ماشوم پښې لاسونه لا ورو ورو ښوریدل، لا د بې وسې مور یو لاس د خپل زوی په سینه نښتی و، لا د ځوان زوی سر د خپلې مور له غېږې نه و ښوییدلی چې قاتل دنورو لاس تړلو پر خوا ورمخه کړه... د قاتل د وحشت تنده لا نه وه ماته.

په ازبکۍ پاړسي یې وویل:
شما مسلمان نیستین!!

د لاس تړلو او بې وسه افغانانو د مریو به پرې کولو ته یې دوام ورکړ!!