پند د فرزند سعادتمند چې خاص و عام شي ترې بهره مند
10.11.2015 12:31ارواښاد عبدالحمید مهمند <موشګاف> بابا له کلیاتو څخه یو اوږد نظم
( پند د فرزند سعادتمند چې خاص و عام شي ترې بهره مند)
اې د دین دنیا په کور کې بَلې شمعې **** جلوه ګر اوسې مدام زما په جَمعې
د دراز عُمُر له ونې برخوردار شې **** دښادۍ د دایرې قطب مدار شې
دم قدم دې سعادت مل و رفیق شه **** څو چنده تر ما، فلک پر تا شفیق شه
نا خواسته دې خدای پوره لره مطلب**** د زړء خواست دې جلوه ګر مه شه په لب
بې له خدایه و هیچا ته محتاج نه شې**** ومخلوق و ته سرکوزی په تاج مه شې
له جمله بدوبدانو محفوظ اوسې **** په همه نیکو نیکانو محظوظ اوسې
د غفلت موتي دې وکاږه له غوږه **** یو څو پنده درته وایم وېې نغوږه!
اول وپیژنه خدای ته په یکي **** د رسول په رسالت مه شه شکي
په اخلاص اوسه دوستدار د چهاریارو**** مه غوږ باسه وچې پوچې د اغیارو
دم قدم لره له ځانه سره مل **** رهنمای د شریعت علم وعمل
خڼډ و خار،خوف وخطر لري دالار**** هر قدم په فهم ږده دروومه بیدار
هرچې نه ده محمد کړې لالنه **** مه کړه ته هغه بندګي هغه پالنه
پوه په فن و په فریب د نفس شیطان شې**** د همه هوی هوس په سر سلطان شې
څو دې لاس رسي له هره ګناه تښته **** خصوصاََ د آزار اخستو له پښته
لکه خون،خمر،زنا یا جواري شوه **** کبر و ظلم، پس غیبت فتنه کاري شوه
هسې تښته له جمله بدو بدانو **** لکه ګډه بزه چې تښتي له لیوانو
چېرې نه چې د دنیا په ڼنګ وشرم**** نس شیطان درڅخه مات کړي د دین درم
د دنیا د یوه دم خوښۍ دپاره **** تمام عمردې دین مه خواروه یاره
په ګناه ګڼه ځان هسې شرمنده **** لکه څوک کا سر و پای په ګِل ګنده
چېرې نه چه د امید په امانۍ **** بې پروا شې د ګناه په پښېمانۍ
که وښکی نه شې په هره ساه توبه **** کړه د ورځې په ګناه بیګا توبه
که له کړې ګناه غواړې وېزاري **** همیشه کړه استغفار، توبه زاري
کړه بندګي خاصه خدای دپاره دِله **** مه غوږ باسه په دا باب بله بدله
د ریا عمل، عمل نه دی ګناه دی **** ریاکار تر خپله خدایه روی سیاه دی
د ریا بندګي د خدای نه ده د خلق ده **** مشرکي لاندې،د دې اسلام تر دلق ده
هر عمل د خدای دپاره په اخلاص کړه **** د مخلوق له پرستشه خاطر خلاص کړه
که دې یوړه دا توښه ځان سره جانه **** د قیامت مزل به غوڅ کړې په آسانه
خوا ناخوا مه کوه زور زنهار زنهار **** په دا پند کوه عمل لیل و نهار
که له دې لارې قدم دې تېراوبېر کړ**** بیا نه واېې په بلا دې خپل سر ګېر کړ
بیا هاله که پښېماني کوې بې وخته **** په هیچا به دا آسانه نه شي سخته
که په غوږ کړې دا ګوهر زېبايي ستا ده **** او که نه وي د ناصح غاړه ادا ده
دویم علم د معاش زده کړه لالنه **** بیا ېې وکړه په عمل سره پالنه
ډیره مينه په دنیا مکړه هوښیار شه! **** په اخلاص له قناعته سره یار شه
چې دا مینه د جمله بلاوو سر ده **** په خطر کښې هر پرهر لره کوسر ده
په ادنا خوراک پوشاک باندې قانع شه **** په زیاتي د نفس، هوی حرص مانع شه
که روزي دې صبر و زهد د همای شي **** پادشاهي ته به دې سیوری رهنمای شي
که دې ډیر هوا حرص کا سترګې وءږې**** په دولت کې به دې چوي زهره سږې
د څښتن له نعمتونو ذاکر اوسه ! **** په نعمت ېې کفران مکړه شاکر اوسه
کَوَه خرڅ د خپل حاصل په اندازه **** چېرې نه شې په اِسراف بد آوازه
آه افسوس بویه په حال د هغه کس **** چې ېې خرڅ کیږي یوولس حاصل لس!
مه خوره هسې مکلف طعام زنهار **** چې له خرڅه ېې څو وخته شی نهار
موافق له خپل توانه زیست بسیط کړه **** مه افراط کوه یکلخته مه تفریط کړه
پورتنی نظم ما د دروند ډاکټر صاحب ماخان شینواري <مېږي> له کتابتون ثایټ څخه د دیوان او نیرنګ عشق تر مینځ پیدآاوانتخاب
کړ.هیله ده افغان نوی نسل هم ترینه یو څهء زده کړي . په ټوله اسلامي او افغاني(پښتني) مينه