د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې هنر مو ندي زده

محمداسلم محتاج 05.11.2015 12:10

د سولې هنر مو ندي زده
او
يا له کابل سره سوله نکيږي؟


محمداسلم (محتاج) د دریم ټولګي د ادبیاتو محصل پکتیا

ټولو هغو چاته چې ځان د افغانانو مشر بولي:
د آمن ژوند هغه فردي حقوق دي چې په ظاهره هر انسان ورته قایل وي خو کله کله داسې پېښېږي چې موقت وخت د خلکو د حقوقو غوښتلو لپاره مبارزه وشي او په بریالیتوب سره يې بیا هم سوله وشي امن راشي. مګر د افغانستان په روانو حالاتو کې مونږ پیدا شوو ماشومان شوو لویان شوو عمر مو له نیمایي څخه واوښت. لیکن هغه هیله او ارزو چې یو انسان یې د ژوند لپاره لري او هغه هم په امن کې ژوند کول دي ومو نه لیده.
سوله د ژوند داسې یوه ارزو ده چې مشران يې کشرانو ته په میراث پریږدي. لیکن په لنډ ډول ویلی شم چې زما د ژوند نه مخکې (تاریخ) په مطالعې سره زمونږ مشرانو هم جنګونه کړي په جنګونو کې یې زیات زیار ویستلی ډیر ځاني ، مالي تلفات یې ورکړي هیوادونه يې د موقت وخت لپاره نیولي مګر په لاندې ذکر شوو نقطو سره یې په کم وخت کې هغه منطقې له لاسه وتلې دي
 کمزورې اداره
 ځاني خود غرضي ...
 داخلي کمزوی سیاست
 قوم پرستي
د کوم وخت څخه چې زه په ښه او بد پوه شوی یم. د افغانستان روان حالت ګورم یانې د کمونیسي رژیم د ړنګیدو وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت کابل کې رامینځ ته شو نو زمونږ مشرانو به ویل چې سوله نده پکار ولې چې دا په کابل کې د ډاکټرنجیب الله حکومت دی. تر هغه وروسته چې مجاهدین د ټول افغانستان په نیولو بریالي شول نو بیا يوه ډله د جمیعت اسلامي په نوم د کابل حاکمه شوه نورو ډلو حزب اسلامی ،شورای نظار... ډلو سوله نه کوله او ویل يې د کابل حکومت سره سوله نه کیږي. تر دې وروسته بیا هم د طالبانو حکومت (اسلامي امارات) د کابل حکومت ړنګ او حاکمیت یې په واک کې واخیست چې پدې دوره کې هم د جمیعت اسلامي ډلې له خوا سوله نه کیدله ویل یې د کابل حکومت سره سوله نه کیږي. او ورپسې د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت له ړنګیدو سره د کرزی ډلې ته حکومت لاس ته ورغی او په کابل يې حاکمیت درلود. نو د طالبانو له خوا ورسره سوله نه کیدله او ویل یې د کابل حکومت سره سوله نه کیږي. نو خبره دا ده که مشران د خپل عوامو او غریب ملت لپاره نارې د خدمت وهي او بیا هم دوی یو له بله سره سوله نه کوي یو بل ته غاړه نه ږدي نو مونږ نه پوهیږو چې زمونږ د مشرانو هدف څه ده خبره ټوله د شخصي امتیازاتو ده. رهبر شخص وي او رهبري یې ملت وي چې ټول ملت د یو رهبر تر شا وې نو بیا مشکل پخپله له مینځه ځي. د ملت په ځپلو، د ملت په ازارولو، د ملت په وژلو، د ملت په بې ستره کول، د ملت څخه د رشوت اخستلو ، د ملت په شړلو حکومت نه کیږي بلکه د ملت لپاره د شپه او ورځ هلو ځلو، بې خوابي ، د ملت سره د غم شریکولو، د ملت سره ګده مرسته کولو سره حکومت کیدلای شي.
نو راځم دې خبرې ته چې: ولې زمونږ مشران یو له بله سره سوله نه کوي؟ او ملت ته سکون او خوشالي نه ورپه برخه کوي. مشرانو! آیا خوښ یاست چې زمونږ ژوند د دآیماٌ په بې امني کې وي.
آیا تا سو د هغه چا په اړه فکر نه کوئ چې یتیمان دي او د هغوۍ ویښه او خوب په ډیر ناراحت کې وي؟
آیا د هغې کونډو په اړه فکر نه کوئ چې په کور کې هم نا ارامه نا امنه ژوند لري؟
که دا نه وې آیا د خپلو ذاتي اولادنو په اړه هم فکر نه کوئ چې هغه هم امن او ښه راتلونکي ته اړتیا لري او کیدای شي هغه یو مشر ځان ونه بولي بلکې یو عادي افغان ځان وبولي. او که یوازې خپل موجوده اسانتیاوې او سهولتونه مو په نظر کې نیولي دي که تاسو فکر وکړئ چې زه کومه دنده لرم مشر ځان بولم نو د پروردګار پر وړاندې کوم مسولیتونه لرم تر څو هغه په پام کې ونیسم او ملت ته د امن یوه رنګینه فضا جوړه کړم.
نو راځي افغانانو وروڼو د غریب ، ځوریدلي، جنګ ځپلي او پاک نفسه افغانانو ته هڅه وکړئ تر څو دا ملت په امن خوشالۍ کې ژوند وکړي پخپل مینځ کې یو د بل اشتباهات وبښئ یو بل ته په احترام قایل شئ او افغانان یو له بله سره سوله وکړئ بیروني فسادي روابط قطع کړئ. او افغان ولس ته خوشالي ور په برخه کړئ. تر څو تاریخ پر تاسو وویاړي.
له حاکم مشرانو ګذشت کوونکي مشران بهتره دي.