د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چین او پاکستان په اړیکو کښې انډولتوب

صفت الله خان 12.10.2015 18:20

چین به ستاسو (پاکستان) ننګه وکړي او هره مرسته او کومک به درکړي بلکه دا زموږ له خپل ځان سره مرسته ده، دا د چینایي ولسمشر ایل آی کیګیانګ بیان وو چې پر ۲۳م دمۍ یې پاکستان ته دسفر پر مهال جاري کړی وو، شنونکی ددغه بیان په اړه درک کولای شې چي دغه بیان ښکاره کوي چې د چین د ولس مشر له لوري خپور شوی دغه بیان د پاکستان د جیوپولیټیک ارزښت او ستراتیژیک اهمیت له اړخه د چین دپاره یو روښانه حقیقت مومندنه او حقیقت پیژندنه ده. ډیرو لږو پوهانو او د ستراتیژیکو اړیکو شنونکو پر دغه موضوع باندي بحث کړیدي او حال داچه دغه بیان د چین او پاکستان په دوستۍ کښې د ژورو اړیکو لپاره یو غښتلي بنسټ را منځ ته کوي. په حقیقت کښې په دغو روانو ارزښتناکو کلونو کښې د چین خلکو او پاکستان پخپلو کښې په نړیواله کچه یو بل ته د احترم وړ فعاله اړیکي لرلي، دپاکستان په هڅو دغه هیواد هغه مهال نړۍ وپیژندلو کله چې په چین کښې دننه کمونستانو پر نیشنلستانو بری موندلی وو او نړۍ د چین پر وړاندې محتاته او ویشل شوي وه. د چین د خلکو دجمهوریت له لوري تایوان ته تر ۱۹۷۱ پوري د خپلي نه بیلیدونکي او د چین د اصلي خاوري د یوي برخي په توګه کتل، پاکستان د چین دیوه زوړ دوست هیواد په توګه د نړۍ دنورو دوستو هیوادونو سره یو ځای هڅه کوله چې له غربي نړۍ او اسلامي هیوادونو سره د چین د خلکو د جمهوریت اړیکې د چین د ځمکني ارزښت په پام کښې نیولو سره پراخي کړې، چې له مخي یې د چین ولسي جمهوریت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کښې خپل دایمي غړیتوب په ۱۹۷۱ کښې تر لاسه کړ.
دا هغه وخت وو چې په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان د پټو اړیکو د ډیپلوماسي له لاري د امریکا او چین تر منځ یو تړاوو را منځ ته شو چې ددوي تر منځ یې نژدیوالي ته لاره هواره کړه، اوس د نړۍ د دوه اړخیزو اړیکو په زمانه کښې دغه دوه هیوادونه نور هم په نړیوال سیاست کښې یو بل ته ډیر رانژدی شول، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کشې په ۱۹۷۲ کښې د چین د مستقیل غړیتوب څخه را پدیخوا او له دغه چوکاټه بهر دا امیدواري را منځ ته شویده چې دغه دواړه هیوادونه به نور هم خپل یووالي ته دوام ورکړي، چین د خپلي اتومي وسلي درلودل په ۱۹۶۴ کښې روښانه کړل او له هغه وروسته په ۱۹۶۸ کښې يې پر این ټي پي لاسلیک وکړ
په ۱۹۶۲ کښې کله چې د هند او چین جګړه ونښته نو یو ځل بیا ددغه هیواد تل پاتي خطرونو زغملو ته اړ شو، لدي سره سره چې د امریکا او غربي نړۍ پوځي او مالي ملاتړ له هیند سره وو له کله نه چې هند د پاکستان د یو دښمن هیواد په توګه را منځ ته شویده نو له هغي ورځي د پاکستان ټوله دفاعي پاملرنه د هند په طرف وه، له هغه مهاله د هند پوځي قوت هم د له پاکستان سره ښکیل وو نو ځکه چین د هیند له یرغل او خطر څخه یو ډول خوندي پاتي شو، دا پدي مانا نده چې پاکستان د چین دپاره له هند سره په یوه پټه جګړه کښې ښکیل دې، بلکه د پاکستان او هند پوځي شخړه چې ددغه صدۍ نیمایي تاریخ تشکیلوي خپله د چین دپاره نور یو سر خوږی رامنځ ته کوي، پاکستان د هغه خپل فعال رول له مخي چې په اسلامې نړۍ کښې یې لري وکولای شول چې ۵۷ اسلامي هیوادونه له چین سره نژدي کړي، نن ورځ چین له ټولو اسلامي هیوادونو سره له خورا ښو اړیکو څخه برخمن دي.
دا چه پاکستان د نړۍ د سترو قدرتونو او چین د نژیدي کولو په کار کښې ستر رول لوبولی دې نو له دي کبله دې چې د چین هیواد مشر لي کیګیانګ د پاکستان مرستي ته ټټر وهلی ده، پاکستان هیله لري چې دغه اړیکي به ورځ تر بلي پراختیا ومومي له کله نه چې د نړیوالي اړیکي پر پوځي مرستو ولاړي دې نو چین په دغه حساس پړاوو کښې خپله ستره مرسته له پاکستان څخه نه سپموي.
همدا رنګه څرنګه چې چین د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړی دې نو لدي کبله چین تل په نړیوالو مسایلو کښې د پاکستان د نظر تایید کوي، لدي کبله ده چي په نړیوالو موضوعات کښې زیاتره د پاکستان او چین د آندونو ورته والې تر سترګو کیږې، چین همدارنګه د کشمیر ستونزه د سمیي او جنوبي اسیا د پرمختګ په مخ کښې ستر خنډ ګڼي په ځانګړي ډول د هند او پاکستان د پرمختګ لپاره، لدې کبله ددواړو هیوادونو دریځ د کشمیر د ستونزي په حل کښې ده، هغه چې د دواړو هیوادونو د ولسونو د غوښتنو او د ملګرو ملتونو د پریکړو پر اساس رامنځ ته شوي دې، چین په دوامداره توګه د کشمیر په مسله کښې د پاکستان ننګه او د هند د تجاوز غندنه کوي کوم چې له تیرو ۶۶ کلونو څخه راپدیخوا لا ینحله پاتي ده. د تروریزم پر وړاندی هم د چین او پاکستان نظرونه سره ورته دې دواړه هیوادونه تروریزم ددوي د پرمختګ او ولسونو بدترین دښمن ګڼي، پاکستان د شرقي ترکستان تحریک او چين د پاکستان د تالبانو تحریک د تروریستو ډلو په توګه پیژني کوم چې دپاکستان د دښمنو کړیو له لوري تمویل او حمایه کیږي، پاکستان ته د یوه غربي متحد په توګه بیا هم تل د تروریزم پر وړاندې د چین له مرستو برخمن دي، په حقیقت کښې چین د پاکستان د ترویزم ضد پالیسیو چې دپاکستان له لوري په لاره اچول شوي دې ته د قدر په سترګه ګوري کوم چي پاکستان د خپل روښانه دریځ او شرایطو له مخي را وړاندې کړیده