د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معلم نواز نوري د لیک سپیناوی

ابوطلحه وردګ 10.10.2015 14:10

د روان میلادي کال د سبتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه ستاسو په پاڼه کې د معلم نواز نوري په عنوان یو لیک خپور شوی دی او په هغه کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د طالبانو په یو ډلګۍ مشر ملا قاسم باندې ډیر تورونه پوري شوي دي.
په دې لیک کې د معلم نواز نوري په نوم د کوم مجهول او ناپیژندویه کس لخوا ادعاء شوې ده چې د ملاقاسم لخوا د چک ولسوالۍ تر دوه سوه زیات کسان له حکومت سره د تړاو په تور د اختر په شپه نیول شوي او په سمڅو کې ساتل شوي وو او بیا ترېنه شل شل زره افغاني او قیمتي مبایلونه اخیستل شوي او د اختر په دریمه خوشي شوي دي.
دغه لیک چې له رسمي لارو هم د طالبانو د تحریک مشرتابه ته رسیدلی او په ځینو پښتو ویب پاڼو کې هم خپور شو، څرنګه چې په لیک کې وضعیت ډیر ظالمانه بلل شوی و او څرنګه چې د طالبانو اسلامي تحریک شریعت ته پوره التزام لري او هیڅکله ظلم، تجاوز، غلا او دغسې نور شرعي اعمال نه ترسره کوي بلکې په کلکه یي مخه نیسي، د اسلامي تحریک د مشرتابه لخوا هم د ا موضوع وڅیړل شوه، پوښتنې او پلټنې وشوې او په پای کې معلومه شوه چې دغه موضوع کاملا دروغ ده او د معلم نواز نوري په نوم کوم غرضي کس یوازې د مجاهدینو د بدنامۍ هڅه کړې ده.
موږ د چک ولسوالۍ مجاهدین ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوو چې د هیچا په مال یا عزت به تیری ونه شي نه به له چاسره ظلم وشي، د تیر اختر په شپو کې دوه سوه کسان نه دي نیول شوي، یوازې شپږ کسان چې په حکومتي ادارو کې کارمندان و د طالبانو لخوا توقیف شوي و چې بیرته په ډیر عزت سره ازاد شول نه یي یوه روپۍ غلا شوې او نه هم چا وهلي یا ځورولي دي.
ددې کسانو د نیولو وجه داده چې د سیمې طالبانو پخوا په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د معارف او حج اوقافو په برخه کې حکومتي کارکوونکو ته اجازه ورکړې وه، چې حکومتي کار وکړي، یعنې ددې بخشونو د کارکوونکو به که کورونه د طالبانو په سیمو کې هم وو کولای یي شوای وظیفې ترسره کړه نو دوی به وظایف ترسره کول او په اخترونو او رخصتیو کې به بیغمه خپلو کورونو ته راتلل.
مګر متاسفانه له دې ورکړل شوي فرصت څخه د نورو حکومتي اداراتو کارکوونکو ډیره غلطه استفاده وکړه ، هغه داچې د امنیتي ادارو ، لکه پولیسو، استخباراتو، اربکیانو او نورو دولتي ادارو کسانو هم دا چل زده کړ ، چې په ظاهره به یي ویل زه د معارف په بخش کې کار کوم، او ددې لپاره چې طالبان غلط کړي د معارف وزارت یو جعلي کارت به یي هم جوړ کړی و، مګر به اصل کې په کندهار، کابل یا کومه بلې لرې پرته سیمه کې د پولیسو یا استخباراتو غړی وو.
دغسې کسان په مکرر ډول کشف شول او طالبان ددې ته مجبور شول چې اعلان وکړي چې یوازې د خپل ولایت یا ولسوالۍ په معارف کې د کار اجازه شته ځکه په نورو ولایاتو کې د کار حقیقت معلومول سخت و او له دې فرصت څخه د نورو امنیتي ادارو دولتي کسانو بده استفاده کوله.
په میدان وردګو کې د طالبانو دغه نوی قانون محلي طالبانو په خپله نه دی جوړ کړی بلکې له لوړه د امارت لخوا همداسې امر راغلی چې هر مشر یي باید عملي کړي، د همدې امر له مخې د ملاقاسم لخوا د تیر اختر په ورځو کې هغه شپږ کسان ونیول شول چې په کابل کې یی حکومتي دندې اجراء کولې ، ځکه دوی د طالبانو اعلان ته توجه نه وه کړې، مګر دغه کسان وروسته د تضمین په اخیستلو خوشي شول.
نور له دې کسانو سره نه ظلم شوی او نه ترې پیسې اخیستل شوي دي.
موږ دالله تعالی لپاره جهاد کوو او د پیسو داړه ماران نه یو ، هیڅوک دا خبره نه شي ثابتولی چې په تیر اختر کې په چک ولسوالۍ کې د ملاقاسم لخوا دوه سوه کسان نیول شوي یا پیسې تر وړل شوي دي ، نو ځکه دا یوه دروغ او افترا ده چې رسنۍ باید داسې دروغ خپاره نه کړي.