د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو ستر مشر ملامنصور ته سر خلاصی لیک

معلم نواز نوری 30.09.2015 11:44

زه مې د زړه درد د طالبانو له تحریک او مشرتابه څخه په څو پوښتنو کې پیل کوم،
۱- ای کرامو طالبانو آیا دملکي او عادی خلکو وژنه او زورونه ، چې مسلمان وي بیا بې دفاع وي جایزده؟ اسلام همداسې حکم کوي؟
۲- آیا تاسې تر ولکې لاندې سیمو کې د سیمې د خلکو له حالاتو خبر یاست ؟
۳- آیا په کلیو او ولسوالیو کې د خپلو ډلګۍ مشرانو له کړو وړو څخه رپوټ ترلاسه کوئ او یا هغوی د خپلو اهدافو منظم پلانونه ترلاسه کوئ؟
۴- تاسې خو الله او دین ته یې مبارزه کوئ او دلته خو ټول مسلمانان دي آیا دوردګو ولایت دخلکو او خپلو طالبانو ترمنځ له رابطې خبر یاست؟
۵- آیا تاسې هغه کسان چې تر خپلې واکمنئ سیمو کې په دندو او لویو مسولیتونو ګمارلي دهغوی د رفتار او اخلاقو ، اهداف او صداقت پاکي او امانت دارۍ هم پوره خبر یاست؟
۶- آیا تاسي ویلي چې مسلمانان او ترخپلي ولکې لاندې سیمې پر ولسونو جزیه ګانې او ظلمونه چې اسلام یې نه مني قایم کړئ ؟؟ چې په عملي ډول ستاسې عسکر یې کوي او دا لړئ ګرمه روانه ده .
بلکل دا هغه پوښتنې دي چې هر افغان یې لري په خاصه توګه ستاسو تر ولکې لاندې سیمو کې کلیوال خلک او ځایی اوسیدونکي،چې هره ورځ د خپلو اولادونو د مرګ او یا ستاسو د قوماندانو له خوا پرهغوی دظلمونو او وحشتونو شاهدان وي،
د خدای او قران خاطر وکړئ پر دې ولس رحم او شفقت وکړۍ عاجز او بیچاره ولس مظلوم او درد من ولسونه دي، مسلمانان دي د الله (ج) بنده ګان دي د نبي کریم (ص) امتي دي.
دلته مې مخاطب طالب مشران دي !
د (ملاقاسم )په نوم یو داسې وحشي او ځناور مو د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو، کفتر، بوم او مجت او څونورو کلیو مسول تاکلی چې هره ورځ خلک خوري او داړي، د خدای په خاطر اخر زمونږ ګناه څه ده؟؟؟
ای د امارت مشرانو ! د لوی خدای په خاطر وردګ ولسونه له دې حیوان څخه خلاص کړئ، نه دچا په ناموس بند دی اونه دچا په عزت، دپيسو نوکردی ، امارت او طالبی ورته معنی نه لري خپلې ګټې یې ورته ستره معنی لري، زه یې څو بیلګې درته را اخلم.
په همدې تیر ستر اختر کې یې۲۰۰ نه زیات بیچاره او بې وسه خلک چې کابل او نورو ولایاتو کې په کار او غریبي اخته دي خپلو کورو ته دورتګ پر مهال د بوم سیمې په دره کې د ده له خوا ونیول شول له عرفې ورځې څخه پیل د اخترتر دریو ورځویې خلک سمڅوته واچول او وې وهل په دې تور چې دوی کار کوي یا مامورین دي او یا غریبکار دي.
اخر دا ټولې برنامې دپيسو لپاره وې، د (ملاقاسم) په نامه دغه وحشي ځناور او څو نور وحشي او تر واک لاندې کسان یې د اختر په دریمه بندي کسانو ته وویل چې اسلامي امارت پرتاسو شفقت کړی او تاسې په څو شرطونو خوشي کوي. که حاضریاست مونږیې عملي کوو.
خلک چې درې او یا څلور ورځې په تیارو او ژورو څاګانو کې له ډوډۍ او نورو سهولتونو په غیر تیر کړي وو ویل یې حاضر یو.
دغه بی شرمه انسان له هر بندي نه ۲۰۰۰۰ زره افغانئ او قیمتي تلفونونه واخیستل او بیا یې خوشي کول، نو اوس اسلام شریعت دې ته واي؟
یو له هغو بندیانو زه وم چې له مایې ۱۸۰۰۰ افغانۍ واخیستې نورې نه وې راسره ګوته او ساعت یې هم سره زما له تلفون رانه واخیست او یو کاغذ یې هم رابندې لاسلیک کړ چې بیا وردګو ته خپل کور او کلي ته رانشم.
له ماسره مې واړه اوسیاسرې وې پردی موټر وان وا راسره هغه یې یوه شپه د عربانو په یو کلي کې بندیان کړي وو او زه له دوی نه لرې په یوه نامالوم غار کې دیوه غره په بیخ کې له ۲۰۰ کسانو سره بندي وم. ولې داسې کیږي دخدا په خاطر؟
نو اوس اسلامي امارت او د اسلام دین ارزښتونه همدادي؟ زه غواړم چې د طالبانو مشرتابه په دې حقیقت سر خلاص کړي او ولسونه د خپلو وحشي افرادو له ظلم او وحشتونو خلاص کړي،
که چیرې طالبان غواړي په خلکو او ولسونو کې محبوبیت ولري او د دین سهولتونه او غوښتنې خلکوته ور وړاندې کوي نو داېي طریقه نه ده او دایې میکانیزم نه دی، دخدای لپاره پر ولس رحم وکړۍ.
تاسې راشئ د چک ولسوالئ بیا د عربانو درې او مجت سیمې له خلکو سوال وکړئ چې (ملا قاسم ) څه کوي او په څه بوخت دی، بیا به تاسې واورۍ چې د (ملاقاسم) په نو ستاسې جهادي او مجاهد د دین او اسلام له ټولو اخلاقواو لارښونو خبر شخصیت څه کوي او په څه کارونو بوخت دی چې شاید ستاسې لپاره هم د تعجب وړ وي، که چیرې پلان شوی او ستاسو له خوا هدایت شوی بڼه ونه لري،
وردګ ولسونه او هغه سیمې چې ستاسې دغه ډول څاروي په کې واک داره دي هوډ لري چې ژر تر ژره ځان او خپل اولادونه د دوی له عذابه خلاص کړي که چېرې تاسې ورته رسیده ګې ونه کړئ او اصلاحات رانه ولئ چې بیا د ولس دا ډول غبرګون هم تاریخي او هم اسلامي امارت لپاره به یوه بله ستره ضربه وي او له وردګو به مو خاطرې د تل لپاره ترخه بڼه ولري.
د (ملاقاسم) په نوم ستاسې له خوا ټاکل شوی مشر خلک له اسلام او دین څخه مرګ لوري ته په منډو کړی دی، له خلکو جزیې اخلي، هغه کسان چې په کابل کې ژوند کوي او یا نورو سیمو کې مجبور دي هره میاشت د د لپاره نقدي پیسې ورکړي آیا دا کار د نبي کریم (ص) په کردارو او مبارزو کې لیدل شوی؟
(ملاقاسم ) په داسې موټرو کې او په داسې وسلو سمبال دی چې والله د امنیت ملي عسکر او ملي اردوی نه لري آیا تاسې له ده پوښتنه کړې ده چې له کومه دې کړه؟
ملاقاسم په اول سر کې د اسلام لپاره یوه بد نامه څيره ده، بیا د وردګو ولایت دچګ ولسوالی دعربانو او مجت سیموکې چې دی یې واک داره دی دهغو خلکو ستر دښمن او لوی قاتل دی او تر زرو وردګ ځوانان او سترکادرونه یې وژلي دي دا درواغ او پرو پاګندا نه ده تول وردګ ورباندې خبر دی،
نو یوځل بیا د یو افغان او مسلمان په توګه د خدای په لوی ذات د پوره باور په لرولو او له هرډول حرام توب او خیانت نه پرته دا موارد مې تاسوته ولیکل او د خپلو ولسو له حاله مو د خبرداري په موخه مې دا سترې تشې درته بیان او عرض کړل او هیله لرم چې خدای حاضر وګنئ او مونږ له جاهل او ستر وحشی (ملاقاسم) څخه خلاص کړئ کني د ولسونو له داسې ستر غبرګون سره مخ شئ چې په تاریخ کې به مو نوي تجربه کړۍ.
دلیکي په پای کې یادونه کوم چې هغه کسان او وردک میشتي ورڼه چې د (ملاقاسم) په نامه د طالبانو دیوه نظامي مسول له کردار او اعمالو څخه خبردي خپل لیدلی حال او په ده پورې تړي جنایات او ظلمونه دې همدلته ولیکي او مشران پرې خبر کړي تر څو دحل جدي لاره پیدا شي او وردګ بیچاره ولسونه د دغه شیطان له شره خلاص شي.
ما دستونزو او د ملاقاسم له مفاسدو څخه یوه وړه برخه لیکې ده داسې نور موارد شته چې لیکل او بیانول یې د اسلام پر ستر پیکر ستره ضربه او د دښمن پرژرنده اوبه اچول دي، حتی د یو پیامبر قوم په هغه زشت عمل اخته وو چې خدای یې قوم نیست نابود کړ نور نه لیکم یوه اشاره کافي ده که چیرې رسیده ګې ورته نشوه نو بیا لیکنه او افشاګري حتمي ده مګر اوس هیله مندي او دولسونو باور پرتاسو قوي اړخ لري.
په درنښت
معلم نواز نوري
afghanp111@gmail.com