د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوه کلمو ملیت او ستان په اړه لنډه څرګندونه

سرلوڅ مرادزی 29.08.2015 13:13

ځیني دوستان د قوم، ملیت او ملت کلمو د کارولو پرمهال، کمه توجه کوي او داسې هم شوي چې ځیني کسان دې د نورو موخو لپاره دغې کلمي په لویلاس یو د بل پرځای او یا بېځایه وکاروي.
بلخوا په دې وروستیو کې په رسنیو کې د دغو کلمو کارونه زیاته ښکاري، پکار ده چې داسې کلمي پخپل ځای کې په سمه توګه وکاریږي.
د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په یوه برخه کې لولو« د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یی، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نوروقومونو څخه جوړ دی.
د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي»
د اساسي قانون د پورته تسجیل شوي څرګندونې له مخې موږ یوه د ملت Nation )) کلمه لکه د افغانستان ملت او بله د قوم(Tribe) کلمه لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یی، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نوروقومونو، مفاهیم لرو.
د ملیت په نوم کومه کلمه یا مفهوم په اساسي قانون کې نه کارول کیږي. د ملیت او ملیتونو په نوم په افغانستان کې څوک نشته.
د ملیت او ملیتونو کلمه افغانستان کې د شورویانو په راتګ سره دود شوه چې موخه يي البته د افغانانو د وروڼو قومونو ترمنځ بیلتون او نفاق ته لمن وهل وو. موږ باید د داسې کلمو له کارولو چې افغانانو منځ کې بیلتون او پاشلو ته لار اواروي ډډه وکړو.
دوهمه کلمه چې غواړم خبرې او تبصره پرې وکړم، هغه د ( ستان) یا د ځای روستاړی دی. روستاړي په انګریزۍ کېSuffixe بولي. کله چې دا روستاړی د ځینو کلمو په پای کې راشي، نوې جوړه شوې کلمه د ځای معنی ورکوي.
د ( ستان) روستاړی اصلآ د سانسکریت کلمه ده او له سانسکریت څخه يی نورو اریايي ژبو ته لار میندلې او دود شوی دی.
د ( ستان) روستاړی په پښتو، دري، بلوچي او نورو خویندو اریايي ژبو کې کارول کیږي.
په پښتو کې د (ستان) کلمه موږ د ښکارندوی د بوللې په یوه بیت کې چې نوموړی شاعر د شهاب الدین غوري هم عصر وو، وینو.
هغه بیت دا سی دی:
د اسلام د دین شهاب د نړۍ لمر دی
تورستان يي کړ رڼا په جهادونه
پټه خزانه: ۵۴ مخ.
په نورو پښتو کلمو لکه کاکړستان، وزیرستان، پښتونستان، افغانستان او د نوروهېوادونو په نومونو کې هم دا روستاړی لېدل کیږي.
همدارنګه په بلوچستان کلمه کې هم د بلوچي ژبي دغه جوړه شوې کلمه د (ستان) سره شریکه ده.
په دري کې هم د تاجکستان په کلمه کې موږ د ( ستان) روستاړی وینو. بلخوا په دري کې د مهال د روستاړي پتوګه هم کار شوی دی لکه په زمستان، تابستان او ځینو نورو کلمو کې.
ایرانیان دعوه لري چې ګني ( ستان) کلمه ایرانۍ ده، په داسې حال کې چې د (ستان) کلمه له سانسکریت څخه نورو اریايي ژبو ته رادود شوې. د (ستان) کلمه په سکون پیل کیږي یعنې د (س) توری حرکت نلری، په داسې حال کې چې په پاړسو کې موږ په سکون پیل نه شو کولای. پاړسوژبي ستان ته ( ایستان) وايی، یا د بېلګې پتوګه انګریزي ځینو کلمو ته هم چې په سکون پیل کیږي لکه stop او یاstation په وار سره ( ایسټاپ) او ( ایستیشن) وايی، دوی ( ستان) هم ( ایستان) تلفظ کوي، په داسې حال کې چې هغه (ستان) دی، نه (ایستان)
بلخوا ایرانیان نه یوازې د (ستان) کلمه له سانسکریت څخه په غلا شوې توګه ایرانۍ او خپله ګڼي او یا د نورو کلمو په غلا کې شهرت لري، بلکي ایرانیان د شخصیتونو او د تاریخ په غلا کې هم نړیوال ریکارډ لري او تل د پردیو مشوړې خپل ګوډي کې اچوی.
دوی افغان سید جمال الدین او مولانا بلخي هم د ایران بولي!
پای