د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي حکومت که ملي خيانت؟

قاضي اسدالله "عزت" 20.08.2015 14:08

د۱۳۹۳  د  وري  له شپاړلسمې را پدېخوا په هیواد کې د ټاکنو له امله حالات یو ډول ترینګلي و، په لومړي پړاو  کې هیڅ نوماند ونه توانيد چې ۱+۵۰ رایې تر لاسه کړي له همدې امله ټاکنې دقانون له مخي  دویم پړاو ته ولاړې خو دویم پړاو له لومړي پړاو څخه ډېرې بوږنوونکې پیښې له ځان سره لرلې، د هیواد سیاسي او اقتصادي ستونزې تر ډېره حده د ټاکنو د پایلو له امله ټکنۍ شوې وې، د نوماندانو تر منځ سیاسي اختلافونو او همدارنګه بهرنیو لاسوهنو هم  زور  واخیست او بالاخره چې خبره د ملي حکومت تر نامه  لاندي  د یوه سهامي شرکت ته ورته حکومت  وشوه او د دواړو نوماندانو د یو ګډ او ملي حکومت پریکړه وکړه چې ولسمشر  یې  اشرف غني احمدزي او اجرایي  ریس  یې ډاکتر عبدالله شو.    
په لومړي دور کې د  ۸   اتو نوماندانو له جملې څخه دوه مخکښ نوماندان  هر یو عبدالله عبدالله ۴۵ س‍لنه او اشرف غني احمدزی ۳۱ سلنه رایې دوري دشپاړسمي په ټاکنو کې  تر لاسه کړې وې. چې د قانون له مخې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې او د غبرګولي په ۲۴مه د دواړو مخکښو نوماندانو عبدالله  عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ  ټاکنې ترسره شوې،چې دیادو ټاکنو د ترسره کېدو سره  سم عبدالله عبدالله  خپل سیال ټیم (تحول او دوام)په خورا پراخه  درغلۍ تورن کړ، عبدالله عبدالله  دخارجي هېوادونو په اشارې سره  دناپاکو رایو دقرطین کولو په موخه  لاریونونه پیل کړل ،په مستقیم او غیر مستقیم ډول سره دکرزي  دولته دکودتا اخطارونه ورکړل ،او خپل سیال نوماند اشرف غني احمدزي ته یې هم په ګواښمن ډول سره وویل: چې که چیرته زما غوښتنې ونه منل شي نو د موازي حکومت اعلان به وکړم،چې وروسته یې بیا دموازي حکومت اعلان هم وکړ.
دغبرګولي د۲۴ مې دټاکنو د  پایلو داعلان  په موخه  دوه  ځلي دامریکا د بهرنیو چارو  وزیر جان کیري  او یوځل  دنو موړي مرستیال افغانستان  راغلل چې  دسفر په جریان کې به نوموړو  د دواړو نوماندانو هر یو اشرف غني احمدزی  اوعبدالله عبدالله  په شمول  د افغان  ولسمشر  حامد کزري  لیدنه هم  وکړه، چې د امریکاد ځانګړو استازو  له  هر ځل راتګ سره  به  د  عبدالله عبدالله  غوښتنې سختې  او جدي شوې ،چې  د عبدالله عبدالله  د غوښتنو لړۍ  تر دې حده  ورسیده  چې  دخپل سیال  اشرف غني احمدزي  د اضافه  رایو  د نه اعلان  غوښتنه یې هم وکړه او دنوموړي مقابل ټیم (تحول اودوام)له خوا ورسره ومنل شوه.
دلته یوه پوښتنه  پيداکیږي،هغه دا چې ولې عبدالله  عبدالله  د ملیونونو افغانانو پریکړې ته  شا کړه او هیڅ اهمیت یې ورنکړ او  ولې یې د مستندو اسنادو  پرته د کمیسون سره بایکاټ  اعلان کړ؟ او ترټولو خو لا بده دا وه، چې دسیال ټیم لخوا او د انتخاباتو دکمیسیون لخوا عبدالله عبدالله ته  نه  منفي اونه مثبت ځواب ورکړل شوی و، چې نوموړي دپایلو دنه منلو غږ  پورته کړ  اوعبدالله عبدالله په ډیرو څرګندو ټکو سره   بهرنیانو ته د  لاسوهنو او مداخلو وړاندوینه وکړه،چې  د عبدالله عبدالله له غوښتنې سره سم  نړیوالې ټولنې  په ځانګړې  توګه امریکا هم  پراخه  او ورانونکې مداخله وکړه.
له پورته خبرو څخه ډیر په روښانه ډول سره څرګندیږي، چې عبدالله عبدالله ته  له مخه ورکړل شویو وعدو پر بنسټ د بریالیتوب  په  تمه ناست و، په ټاکنو کې رقابت ، د خلکو ګډون او د رایو په اساس پایلې دا هر څه یې د یوې وضع شوې مرحلې په توګه تر سره کول البته دعبدالله عبدالله په فکر  خو کله چې د انتخاباتو پایلې د وعدو برعکس ښکاره شوې (اشرف غني احمدزی)بریالی ښکاره شو، نوعبدالله عبدالله  د ملت قضاوت ،د کمیسیون فیصلې او د نتایجو اعلان د دې ټولو پر ځای یې اصلي مرجع ته مراجعه وکړه ترڅو د هغو ورکړل شویو وعدو پر اساس ورسره  معامله وشي، چی پنځه کاله مخکې ورکړل شوې وې، ددغو وعدو تعلق د تیرو انتخاباتو سره وې او د عبدالله عبدالله غوښتنه هم د تیرو انتخاباتي د پایلو  پر بنسټ وه.
دشپږ میاشتنيو کړکیچونو  او  اوسني  وضعیته په کتو سره د طالبانو هغه موقف هم بالکل سم  ثابت  شو ،چې  په  هیواد کې  د ریاست جمهوري انتخابات   مخکې له  مخکې یوه  جوړه شوې ډرامه بلله او راتلونکی ولسمشر  یې وار د مخه  د امریکا او نړیوالې ټولنې له خوا انتخاب شوی باله. دکمیسیون هڅې ،دنوماندانو منډي ترړې او د ولس رایه  هسې د ولس   د تیر  اېستلو په توګه استعمالیدل وو، چې دا خپله د ولس په حق کې یو لوی خیانت دی او دغه خبره اوس دافغانستان ټول شریف ولس ته څرګنده ده چې ولسمشر څنګه  چېرته او څوک ټاکي؛ خو عبدالله عبدالله  خپله لمن  پخپله په سر واړوله ، هم یې په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ تورونه ولګول، چې په ټاکنو  کې د پراخ  ولسي ګډون نفي کوي او هم یې د ټاکنو د پایلو پر ځای نړیوالو ته  مراجعه وکړه، چې دغه کار دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د ولسمشر ۍ انتخابات د ولس په  رایه  نه بلکې دامریکا او نړیوالې ټولنې په لاس کې دي.
زه  په دې فکر یم چې  اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله  د دې  تفاهم  پر بنیاد  دکرزي دحکومت په څیر یوحکومته لاره  هواره کړه،بیابه  د پنځوکلو له پاره  د وزارت له څوکۍ څخه نیولې بیا دیو لیسې تر عادي مدیریته پوري  د پیسو په بدل کې  تغیر اوتبدیل اخستل اوخرڅول کیږي او هر هغه څوک به بیاهم پرلو یو لویو پوسټونو باندې کار کوي،چې په دکرزي په  دولت کې یې ډیرې غلاوې کړې وي  او هر هغه نا اهله به داهل پر څوکۍ ناست وي لکه اوس چې   د کندهار  پر شریفو خلکو باندي  له  کاناډا څخه راغلی  لیونی  ولایت  کوي همدارنګه  به  د غزني پر متدینو خلکو باندې  زړور ذاهد نه  بلکې زړور (غل)  قومنداني کوي چې  اوس یې  د پيسو په بدل کې دخلکو څخه ښځې غواړي یابه  د خوست پر ولایت باندې  جبار نعیمي ولایت کوي چې د هوایي ډګر  په جوړولو کې یې یوازې  یولک امریکایي ډالر  رشوت  اخستی دی.
او د عطا محمد نور  خو بیخې واسطه ډبله ده یوخوله  عبدالله عبدالله  څخه په دولت کې خپله برخه غواړي اوبل چې  دکومو هېوادو  جاسوسي کوي له هغوی څخه همکاري غواړي ترڅو ورته په دولت کې ځای پيداکړي او بیا دافغانستان دتجزیې له پاره خپل پرګرامونه پيل کړي .
په هر صورت اوسنی حکومت یو ډول سهامي شرکت شو او لنګه غوا به ترې جوړه شي، بیا به هماغه خرک وي او هماغه درک .
د سیاسي  چارو څارونکی :قاضي اسدالله "عزت"