د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اميرالمؤمنين د مقدسې کلمې ته دې سپکاوى نه کېږي

ابوالوليد 11.08.2015 01:31

د امير المؤمنين کلمه يوه داسې اسلامي کلمه ده چې د اسلام په صدر کې خلفاوو راشدينو ته استعمال شوې چې دهغې وروسته خلافت ختم شوى او د اميرالمؤمنين مصداق وجود نه لري.
اميرالمؤمنين هغه چاته ويلى کېږي چې د امت د مسلمانانو اتفاقي مشر وي، شرق، غرب، شمال او جنوب ټول مسلمانان ورته متعهد رعيت او اطاعت يې کوي چې خليفة المسملين هم ورته ويل کېږي او د خپل حکومت لپاره قلمرو او منطقه ولري دارالخلافه يې معلومه او خلک ورته د مشورو او مشکلاتو د حل لپاره هر وخت مراجعه کولى شي او د ولاياتو لپاره يې واليان او فرعي اميران ټاکلي وي او د مسلمانانو ترمنځ سرحد وجود نه لري، په موجوده نړۍ پدې شرايطو کې خليفه او اميرالمؤمنين وجود نلري چې د امت مسلمه ټول منصوبين ورته متعهد وي، ځکه اوسنۍ جغرافيا د هېوادونو ترمنځ تقسيم ده سرحدات تعين دي د يو مسلمان هېواد افراد بل مسلمان هېواد ته بې له ويزى سفر نه شي کولى حتى قوانين او نظامونه يې فرق لري، دا چې د طالبانو يوه ډله چې خپلمنځي اختلافات يې اوج ته رسيدلى يو بل نه مني يو بل باندې د غدر دوکې او قتل دعوې او حکمونه کوي مسلح افراد يې د اسلام او جهاد په نامه مسلمانان، علماء، عام خلک وژني، په مساجدو کې انفجارونه کوي، اختطاف کوي، د خلکو څخه ناروا مالي غوښتنې لري، څرنګه د اميرالمؤمنين کلمه استعمالوي؟ دا خو لا پريږده چې د امت مسلمه علماء او مسلمانان، د پاکستان طالبان، د داعش ملايان، د القاعده جنګيالى، او د نورو ډلو ټپلو ملګرى او ملايان، د افغانستان د حکومت علماء او مشران دا رقم مخفي نادرکه پټ او متنازع فيه اميران نه پيژني، هيله ده دا مقدسه کلمه د نړۍ د کفارو په وړاندې توهين نه شي چې ګويا د مسلمانانو اميرالمؤمنين به دارنګه متنازع فيه شخصيت وي او د داسې اعمالو خاوند به وي چې بشريت يې له اعمالو نه پناه غواړي.
که څوک د چوکۍ او قدرت شوق لري او يا مادي ګټې ترلاسه کول غواړي او يا هم د کوم هېواد څخه مجبوريتونه لري او دهغوى غوښتنو ته تحقق ورکوي د جماعت د امير په توګه (دخپل تنظيم د امير په حيث) دى خپله داعيه وچلوي نه د اميرالمؤمنين په عنوان چې دا ددې مقدسې کلمې توهين دى. او د اسلام د صدر په خلفاوو د بې علمه خلکو باور ته ضرر رسوي او د کفري نړۍ تبر ته لاستى اچوي.
که ددې خبرې خلاف څوک شرعي استدلال لري، لطفاً دى وړاندې کړي چې د امت علماء ورباندې شرعي قضاوت وکړي.