د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی ولسمشر څه وخت او څنګه کچولی شو

سمسور افغان 04.07.2015 13:51

په افغانستان کی تیرو لسیسزو جګړو او لا تر اوسه کورنی جګړو له افغانانو دا اعتماد اخیستی چی د یو رهبر په ټاکلو کی د پوره اعتماد څیښتنان شی تر څو د حکومتونو په جوړولو کی دقیق وه اوسیژی. زمونژ په ټولنو کی لا تر اوسه خلک د خپل او یا هم د بل کس د رهبری د ټاکلو د پاره یوازی په تشو پخوانیو تصویرنو اکتفا کوی. ددی لامل معلوم دی، نا پوهی! ځکه د افغان ولس په حق کی خیانت شوی او ددی خیانت یوازنی لامیلین هغه حکومتونه دی چی د ملت د سرنوشت او د حکومتونو د دوام په اړه یی غلط سیاستونه لوبولي او پایله کی یی د افغان ستر ملت پرمختګ، امن ، د نړی په کچه عزت او حتی د کور دننه فکری ثبات له منځه وړی.
د نړی په کچه به د بل هیڅ هیواد ملت دومره له حکومت سره د هیواد په جوړولو کی بوخت نه وی لکه افغانان. خو دا بوختیا مو په خپل ذات کی منفی او مثبت اړخونه لری. زمونژ د نه اعتماد احساس مو دا ښودلی چی د خپل هیواد پیاوړی حکومتونه مو پر خپل لاس چپه کړی. او همدا مو د کمزورتیا ټکی دی چی دښمن ته مو د هغه هدف یو پر لسو اسان کړی او څو ځلی مو د خپلو حکومتونو فولادی ډبری په خپلو فولادی لاسونو له بیخه اییستلی او په پایله کی مو خپل هیواد او ملت د بربادی او وروسته پاتی کیدو سره مخامخ کړی. 
 زموژ افغانانو دا ډیر خوښیژی چی یو ولسمشر وکچوو او مرتبه ورته وټاکو. مونژ یو ولسمشر په قوت او کمزورتیا کچوو او پر هر هغه نوم یی یادوو چی مونژ یی رهبری په خپل فکر آزمایو. مونژ انتظار نه باسو او وار له واره د نوی ولسمشر د ګل خانی ماڼی ته له ننوتو سره سم زمونژ آزمایښت پیل کیژی. په رییښتیا هم مونژ د یو ملت او د خپل هیواد د ابادی په خاطر او د حکومتونو سره بوختیا مو دا حق را کوی چی د خپل هیواد او ملت په اړه خپل نظر ولرو نه دا چی ولسمشر سره ملتیا پریژدو او د مرستی پر ځای د ولسمشر آزمایښت او په پایله کی یی مخالفت خپله لومړی دننده وبولو او ویښ دښمن مو یو ځل بیا و هڅوی تر څو خپل نظام تخریب او له منځه یوسو.
ددی لپاره چی د ولسمشر ازمایل مو د نظام په تخریب او په له منځه وړلو تمام نه شی او د هیواد دښمنان له ناکامی سره مخ کړو مونژ افغانانو ته لازمه ده چی تر څو له خپلو احساساتو مخ نیوی وکړو او په سمو لارو چارو غور وکړو چی په لړ کی هم له نظام سره همکاری وکړی شو او هم د حکومت آزمایل د هیواد په ګټه په لازم وخت کی وکړی شو. نو د ددی هدف د پاره لاندی مفاهیم او لاری چاری باید په نظر کی ونیسو.
ولسمشری د هیواد د سیاست او پالیسی فوکل پاینټ یا مرکزی ځآی دی خو یوازی ولسمشر مونز ولسمشری ته خطاب کولی نه شو ځکه ولس مشري له سلګونو خلکو جوړه ده او ولس مشر پکی یو شخص دی. د ولسمشر قدرت د ولسمشر هغه اغیزه ده چی دی یی د حکومت په غړیو او کارونو لری. له ولسمشره د لاسته راوړنی د پاره په کوم عمل اکتفا نه شو کولی ځکه کارونه دده هغه افراد کوی چی ده ګمارلی نو د دده قوت بیا هم دده هغه اغیزه ده چی په لاسته راغلو کارونو یا (اوټ کم) باندی پرته وی.
د یو ولسمشر اغیزه (قوت او یا کمزورتیا) کولی شو په دوو لارو وڅیړو
لومړی: تکتیک
د یو ولسمشر تکتیک، تدبیر، او یا هم هغه مهارت چی دی وکولی شی د خپلو پالیسیانو د تطبیق د پاره لومړی قانونی بڼه ورکړی (په مقننه قوه باندی اغیزه درلودل)، دوهم دی وکولی شی خپله پالیسی په خلکو ومنی او شته تعصبونه له منځه یوسی، دریم دی وکولی شی د کابینی موروثی حقونه د وخت په تیریدو له منځه یوسی او څلورم د حکومت دننه مفسدی اړیکی له منځه یوسی او د خپلو پالیسیانو د جوړولو او پلی کولو د پاره د وخت په تیردو سره قوی خلک ( پلیران) وټاکی.
دوهم: ستراتیژیک موقف
د یو ولسمشر ستراتیژیک موقف تر هر څه زیات د یو ولسمشر کمزورتیا او یا قوت را په ګوته کولی شی. هغه پالیسیانی چی ولسمشر د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو د پاره له مخکی له خپلو مشاورینو سره په نظر کی لری هغو ته په ستراتیژیک ډول پلان جوړل او په خپلو امکاناتو غور کول دی.
د ولسمشر ستراتیژیک موقف مستقیما له ستونزو او امکاناتو سره اړیکه لری. د ستونزو اندازه او درجه یا مرتبه توپیر لری ځکه ستونزی په خپل ذات کی مختلف ډولونه لری ځینی ستونزی کوچینی وی حل کول یی اسان وی ، ځینی ستونزی لویی وی چی حل کول یی یو حکومت ته ستونزمن وی، خینی هم لویی او هم اوږد مهاله ستونزی وی چی د وخت په تیریدو ورته د حل لاره پیدا کیدلای شی. همدا راز کله چی نوی ولسمشر ته واک سپارل کیژی نو په لومړیو کی د ډیرو جدی ستونزو سره مخ کیژی لکه د خزانی کسر یا کمښت، مفسد پخوانی ټیم، په امنیتی برخو کی د نه اعتماد وړ کسان، او تر هرڅه ستونزمن د نوی کابینی ټاکل د وخت د سیاسی، قومی، مذهبی او سمتی جریان په لړ کی. چی دا ستونزی په په ټوله نړی کی عامی دی خو بیا هم د حکومتونو د ثبات او قوت پوری تړلی وی.
هیله لرم چی زمونژ ځوان نسل د خپل حکومت سره د ستونزو د حل د پاره د ستونزو په درک، د حکومت په امکاناتو او د حل په لارو چارو له خپل حکومت سره هم غږی شی تر څو مو ستونزی حل، هیواد مو اباد او سیالی مو له نړیوالو سره برابری شی.