د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمودخان اڅکزی تر(۵۰۰ )کیلومتره خندق نه اشرف غني ته ډېراندېښمن دی

ابو دانیال 28.06.2015 14:14

محمود خان اڅکزی د افغانانو له ملي اجماع څخه وېره لري او وایي چې که افغانان ملي اجماع ( لویه جرګه ) را وغواړي ، زما وېره داده چې افغان ؤلسمشر اشرف غني ته به له پاکستان سره د امنیتي تفاهم لیک پر سر ځواب ورکړي . خو نوموړي د ډېورنډ پر پوله د خندق کیندلو پر قرارداد بیا ځان ناخبره اوکوڼ اچولی او تر ننه پورې چوپه خوله دئ چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر جنوب غربي خوا کرغېړنه نا منل شوې کرښه باندې د پاکستان له پوځي مقاماتو سره د (۵۰۰ ) کیلو متره اوږد خندق دکیندلو پروژه ډوله  قراردا د چا لاسلیک کړ ؟ د محمود خان اڅکزي خورا نږدې خون شریکانو ، اوکه کوم بل پاکستاني ؟  موږ نه پوهېږو چې د نوموړي دا سیاست چاته ورته دئ ؟
د لویې جرګې له خوا د اشرف غني ځوابېدل دده په آند ډېر ارزښت لري او که له (۵۰۰ ) کیلو متره خندق کیندلوڅخه  دکوزې پښتونخواه ارزښت ډېر دئ ؟ محمود خان اڅکزي خو له پاکستاني پوځیانو سره د خندق کیندلو پردغه پروژې سره د لراوبر پښتون پلاراو زوی سره بېل کړل . د هغوی تاریخ ، برخلیک او جغرافیه یې ټول  په خپل جیب کې واچول .  
لویه جرګه او د اشرف غني ځوابول پر ځای پرېږده . اوس به راشو دېته چې که لویه جرګه را غوښتل کېږي هم د اشرف غني د ځوابولو له پاره نه را غوښتل کېږي ، بلکې د نورو ملي مصالحو د مشورې او ځواب موندلو له پاره به را غوښتل کېږي . خو اصلي خبره داده چې له (۵۰۰ ) کیلو متره خندق کیندلو څخه د کوزې پښتونخواه ارزښت ډېر دئ ، نو ښاغلي خان اڅکزي ولې ددې خندق دکیندلو اجاره پرغاړه اخیسته ؟ داسې برېښي چې د ښاغلي اڅکزي عمل هم دده له نظر سره ( ۱۸۰ ) درجې توپیر لري . نو باور به څنګه پرې وشي .  
موږ دا منو چې محمود خان اڅکزی له پلار او نیکه څخه د جنوبي پښتونخواه خان او مشر دئ . په داسې حال کې چې په کوزه پښتونخواه کې د خاني او نوابۍ جوړولو دود انګرېزانو له پېله رواج کړی ؤ . او دا کار انګرېزانو پر سیمې د لا ښه کنټرول او خپل پوځ د  مدیریت او مأموریت په خاطر د لږې خود مختارۍ په ورکولو سره کړی ؤ . همدې ته ورته د پاکستان په ټولو سیموکې انګرېزانو( ۹۴ ) کورنۍ په مالي او سیاسي لحاظ په خپل ګروت کې ور سره ساتلې وې . د حکومتي لوړو څوکیو له پاره به عزل اونصب هم په همدې کورنیو کې تر سره کېده ، چې دغه دود تر ننه پورې د پاکستان په تېره په قبایْلي سیموکې په سنتي توګه ژوندی او خوندي ساتل شوی دئ . که څوک بغاوت ترې وکړي د بلوڅ مشرانو په څېر یې وهي .
که د ټبر له مخې ور ته وکتل شي ، نو لر او بر ټول پښتون یوخېل او یو ټبر ؤ ، دئ او وي به . خو پر سینه باندې یې د ډېورنډ کرغېړنه کرښه را کاږل دا مانا نه لري چې ګني لر پښتانه بېل ـ او بر بېل دي ، ځکه ددوی وینه له یو بل سره شریکه ده . اوبه په ډانګ ـ او وینه په کرښه نه شي سره بېلېدلی . هغه هم دکوم اجنبي په خوله . داسې رېفرېنډم هم تر اوسه پورې نه دئ تر سره شوی چې لرو پښتنو دې له بروپښتنو څخه ځان بېل ښوولی وي .
محمود خان اڅکزی او دده ټوله کورنۍ پښتانه دي . نوموړی دکوزې پښتونخواه مشر دئ ، پلار یې خدایبښلي عبدالصمد خان اڅکزي هم په دې آرمان له نړۍ سترګې پټې کړې ، خو میراث او آرمان یې دواړه اوس محمود خان اڅکزي ته ورپاته دي .
پوښتنه داده چې نوموړي ځانته څنګه دا حق ورکړ چې د لرو او برو پښتنو د خوښې خلاف یې د پاکستان د پوځ په خوله د ډېورنډ دکرغېړنې کرښې پر سر د (۵۰۰ ) کیلومترو په اوږدوکې خندق وکینده . او په خپل لاس یې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې پنجابي ادارې ته د واک ورکولو او بیعت کولو برید کېښود .
محمود خان اڅکزی د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال څو څو ځلې افغانستان ته راغلی او ډک موټی بېرته خپلې سیمې ته په عزت سره ستون شوی دئ ، په لویو ملي او نړیوالو غونډو کې یې برخه اخیستې ده ، لر او بر پښتانه او ټول افغانستان په خورا درنه سترګه ور ته ګوري .  
احترام خو له کورنۍ څخه نیولې ـ بیا آن تر نړۍ پورې هرچېرې متقابل دئ . او احترام د خواخوږۍ ، نېکو اړیکو او ډاډمن ژوند ثمره ده . خو د پښتنو دا ډول مشران هم باید له خپل ؤلس او خپل ټبر څخه د متقابل احترام او ذاتي میني او باور پر بنسټ شخصي ( ان جي او ) جوړه نه کړي چې یوازې د خپل بجټ او خپل جیب ډکولو له پاره یې استعمالوي . کوزه پښتونخواه د (۵۰۰ ) کیلو متره خندق کیندلو تراجارې ډېر ارزښت لري . نوموړي دګوشتې پر دروازه باندې ولې دا اندېښنه نه لرله .کله چې د ډېورنډ دکرښې په اوږدوکې د پاکستان نویې تاڼې د جهاد په اوږدوکې جوړېدلې ـ  ولې یې دا اندېښنه نه لرله ؟ اوس چې د جنګ جغرافیه په ټول افغانستان کې ، خوره او د پخواني شوروي اتحاد تر پولو پورې ورسېدله نو بیا وایي ؛ زه وېره لرم چې د امنیتي تفافم لیک پرسر به افغانان لویه جرګه را وغواړي او اشرف غني ته به ځواب ورکړي . ولې پر دې یې بیا خوله پټه نیولې چې پاکستان د څه له پاره د تاریخ په دغه حساس پړاوکې له روسیې سره د خپلو اړیکو تارونه له سره وغړل ؟ او د محمود خان اڅکزي دا اندېښنه د روسانو له اندېښنې سره څه تړاو لري ؟
دا (۱۴ )کاله خو طالبان او د کوټې شورا هم په کوټه او سرحد صوبه کې ده . د پاکستان په کابینه او سنا کې خو هم تاسې( محمود خان اڅکزی )  ناست یۍ ، نو بیا ولې د پاکستان د حکومت په وړاندې کوم عملي غبرګون نه ښیۍ ؟ په افغانستان کې خو د مېلمه په توګه ستاسې غبرګونونه د پاکستان د حکومت په وړاندې ټول غیر رسمي او هېڅ ځای نه نیسي .
په کار خو دا وه چې تاسې د خندق کیندلو پر مهال د پاکستان د حکومت پر ضد درېدلي وای . ولې متأ سفانه چې تاسې دا کار هم ونه کړ .
دا چې محمود خان اڅکزي پاکستاني پارالمان ته ویلي چې پاکستان تازه دم نور زیات جنګیالي افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر استوي ، د نوموړي دا خبره سمه او پرځای ده . ولې وزن یې بیا هم د خندق کیندلو ترعمل ډېرکم دئ .
افغانانو او افغان حکومت د پاکستان د حکومت له حرکاتو څخه تر اوسه پورې ډېر درسونه زده کړي ، بیا به هېڅکله هم په پټو سترګوله چا سره په ګفتار اوکردارکې پرته له خپلو ملي منافعو قدم پورته نه کړي .
ښایي له دې څرګندونو څخه د ښاغلي محمود خان اڅکزي موخه دا وي چې له یوې خوا په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پاکستان له خوا ورځ تر بلې مخ پرخرابېدو دئ . ځکه جګړو په ټول افغانستان کې زور اخیستی . بل لور ته د پارلمان وخت مخ پر ختمېدو دئ او کېدای شي له دې سره په افغانستان کې سیاسي تشه را مینځته شي . بلخوا بیا د افغانستان او پاکستان تر مینځ دامنیتي تفاهم لیک مسْله ده . همدې ټکوته د محمود خان اڅکزي په څېر  د افغانستان پټ او ښکاره مخالفین هم د خپلو اهدافو له پاره ګوته نیسي .
خو په اصل کې د محمود خان اڅکزي او نورو حکومت ضد خلکو دا اندېښنې بېځایه دي ، ځکه چې امنیتي تفاهم لیک له پاکستان سره تر اوسه پورې نه دئ نهایي شوی . د افغانستان پارلمان د پارلماني ټاکنو تر وخت پورې پرخپل ځای دئ او هېڅ تشه به نه را مینځته کېږي او اندېښنه هم نه ده ورته په کار .
لویه جرګه یا ملي اجماع هغه وخت را غوښتل کېږي چې خدای مه کړه افغانستان د بحران خواته ولاړ شي او کومه ملي تشه را مینځته شي . بحران او تشه خو په پاکستان کې را مینځته کېدونکې ده چې د نویو پر له پسې مایکرو حکومتونواحتمال همدا اوس په کې لیدل کېږي . ستر دلیل یې هم دادئ چې پاکستان همدا اوس له برښنایي ستونزو سره مخ دئ او تر پرون پورې په ټول پاکستان کې ( ۱۲۴۲ ) تنه د شدیدې ګرمۍ او برښنا د نشتوالي له امله مړه شوي دي . حکومت یې له درغلیوډک دئ او خلک یې له ستونزو سره مخ دي .  له ډېرې وار خطایۍ طالبان له مینځه نه وړي اود داعش او طالب په دووکته ګوریوکې یې افغانستان ته را اړوي ، ترڅو د پاکستانیانو او نړۍ نظر پرې بلې خواته واړوي . ځکه خو یې د افغانستان په شمال شرق او شمال غرب سرحدي سیموکې جګړو ته زور ور باندې ورکړی . عرب او عجم ، ختیځ او لوېدیځ ټول یې سره ولړل . او د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه او ملتونه اوس پردې باندې پوه دي چې د ترورېزم او داعش ( طالبانو او القاعده ) سرطاني لا علاجه ناروغۍ له پاکستانه سرایت کړی او بیه به یې هم په راتلونکې کې پاکستان پرې کوي .
خو د محمود خان اڅکزي په څېر مشرانو په سیاست او تګلارې باندې پوه نه شوم چې ددوی د مبارزې دغه امیبایي حرکت د څه ډول تغذیې په خاطر کومې خواته روان دئ ؟