د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماران سره یاران

امین ستانکزی 26.06.2015 13:21

دشمال دامپراتور عطا محمد نور او جنرال دوستم ترمنځ په تېر کې د ژور اختلاف هرڅوک شاهدان دي حتی یو وخت عطا محمد نور غوښتل چې له طالبانو سره د یوه جوړ جاړي او توافق په نتیجه کې جنرال دوستم ووژني خو نوموړی پدې پلان کې بریالی نه شو  عطا محمد نور هغه سړی دی چې څو، څو ځلی  یې ویلي دي چې تر جنرال دوستمه طالبان په کراتو کراتوبهتر دي بله خوا جنرال دوستم هم تل  عطا محمد نور د یو ماشوم په څیر په مثالونو کې یاد کړی او څو څو ځلی یې پرې پټکې هم کړیدي همدا څو ورځې دمخه د جنرال دوستم له فیسبوک پاڼې د عطا محمد نور له انځورونو سره  یوه لیکنه خپره شوې چې  دنوموړي  په جامو او نورو حرکاتو يې ریشخند وهلی وه اوهغه ته یې د ( پوک او پوده) کلیمه استعمال کړې.
 ددوی د ژور اختلاف  یوازې څو یې رابرسیره شويدي هغه دښمني  چې لا هم ددغو دواړو جنګسالارانو په زړونو  کې پاتې لاپر ځای پریږده . دوی خپلو ګټو او تاوانونو یو بل سره دښمنان او دوستان کړيدي د ملت لپاره دښمني او دوستي د دواړو له خټو ویستل شوې چې نه هم ملي ګټې او نه هم ملت پیژني.
له تېرې  یوې نیمې لسیزې را په دیخوا د افغانستان جنوب ، ختیځ او ټولې پښتنې سیمې د امریکا دیرغل او وسلوالو جنګیالیو تر اور لاندې وې،  خو نه هم عطا او نه هم  دوستم د زهرو ګوټ وکړ او نه یې له خپل سرسخت دښمن سره ددغه ستونزې د حل په موخه کوم ملیشوي او جنګسالاري توافق وکړ ځکه د نور افغانستان غم د دوی غم نه وو دوی اوس ورو ، ورو پدې پوهیږي چې دافغانستان غم یوازې دپښتون غم نه دی بلکې پدې اور کې به د ډیرو قومونو او قبیلو بیخ ووځي دوی اوس د خپلې وړیا ورکړل شوې امپراتورۍ په غم کې دي اوس یې خپله واکمني په خطرکې ده نو ځکه یې په شمال کې له یو بل سره ګوتې خوږې کړيدي او د مارانو یارانه یې بیا را ژوندۍ کړې
دنویمې لسیزې ملیشوي کړکیچ چې افغانستان یې تردې ناورینه راورسوه ،ټول افغانان په زړونو کې له  دغه  ملیشو کرکه لري حتی د ډاکتر نجیب دحکومت په نسکورولو کې هم  یوه قوه همدا ملیشه وه چې جنرال دوستم به کله په دولت یو امر مانه کله بل او بالاخره نتیجه یې یوازې بدبختي راووته اوسنې نظام چې له هماغه پيله د اساسي قانون په ماتولو او پښو لاندې کولوسره رامنځ ته شوې د جنرال دوستم او عطا محمد نور  تر منځ د اوسني جنګي ایتلاف په اړه غلي دي اوس پوښتنه دا ده چې  د  دولت او امنیتي ځواکونو حیثیت به ددغه ایتلاف په مقابل کې څه وي ؟ او ټکنی مشروعیت ته به یې لا زیان ورسوي کنه .؟     کیدای شي بیا تاریخ تکرار شي او بیا هم همدا منحوسې څېرې رابرسیره شي او یو بل خطرناک ناورین رامنځ ته شي .
که څه هم په یو نه یو ډول مخکې امریکایانو جګړه افغاني کړه او خپله د خیر په غوندۍ کیناستل، د محلي پولیسو په نوم یې ملیشوي ځواک رامنځ ته کړ چې کور په کور یې نوې دښمنۍ وزیږولې او جګړه یې کور ، کور ته ورسوله خو بیا هم دولت ورته دیوې پالیسۍ له مخې محلي پولیس وایې خو د جنرال دوستم او عطا محمد نور ملیشه چې نه  په اساسي قانون کې شته او نه هم  دکوم دولتي رسمي اورګان څخه ورته جواز وکړل شوی بیا هم دملي وحدت حکومت مشران غلي دي یاخو به دوی پدې چاره کې دخپل نظام بریا ګوري هغه خوب چې ډاکتر نجیب یې هم تر ګوره ورساوه  او یا به هم د نورو مواردو په څېر پدې هم وس برې نه وي ؟؟؟
بله مسله چې ولې اوس په لویه پیمانه پدې کار روان دی چې په شمال کې دوسلوالو طالبانو پرضد ملیشې جوړې شي؟   دا نو بیا لږ فکرته اړتیا لري دافغانستان شمال چې نور ژبي پکې اکثریت دي د پښتنو لپاره مخکې هم تنور وه او اوس هم  او س به دیوې بلې منظمې جنګي تګلارې له مخې دغه محاصره شوي پښتانه نور هم وځپل شي او جنګسالاران به خپله
 امپراتوري لاپسې  پراخه کړي پښتنو چې هم یې د سره ښکیلاک پروړاندې مبارزه کې سترې قربانۍ ورکړي هم یې دتنظیمي او مقاومتي جګړو کې ستربشري او مالي زیان لیدلی او اوس د دیموکراسۍ او امریکایي اشغال کې ، چې څه
ورپاتي وه له لاسه ورکړل  خو نور ژبې لا هم  دتېر او اوسنې جنګ مالکان پښتانه ګڼي او پړه یې پر همدوی وراچوي
که څه هم  دملي وحدت له حکومت له رامنځ ته کیدو سره سم د جنرال دوستم لخوا طالبانو ته په وار ، وار ګواښونه شويدي او هغوی ته یې د پیغور په توګه د تېرې ماتې یادونه کړی خو یې لا هم پر دغو څرګندونو  ولسمشراو اجرایه ریس غوږ نه دی ګرولی دوی به به یې هم شاید دمهارولو توان نه لري ؟
دوی دواړه په دولت انتقاد کوي چې ولې د شمال امنیتي وضعیت ته توجو نه کوي ؟ په شمال کې دطالبانو د پرلپسې بریاوو وروسته دغه جنابان اوس اړ دي چې د خپلې بقا لپاره هره روا او ناروا چاره ترسره کړي .
عطا محمدنور چې په وار، وار یې د ملي وحدت حکومت چلینج کړی هم دتنظیمي جګړو په دوران او هم اوس ډیر جنګي جنایتونه کړي پرده د لوړ فساد تورونه هم لګیدلي دي چې دی خپل ځان ترهرڅه پاک ګڼې
پر جنرال دوستم اوملیشو یې چې  د لسګونه زره کسانو د وژلو او سلګونو نورو د بې پته کولو تور دی اوس ځان ته په خپله د مرګ (دوکتور ) او ماهر وایي ده همدا څو ورځې دمخه وویل : نه انجنیر یم نه ډاکتر یم بلکې دطالب په وژلو کې دوکتورا لرم همدا زما لپاره بس دی
خو وګورو چې بیا به دغه په جګړو کې دوکتورا لرونکی جنرال او ملیشه یې دپنځو بای فور پیکـــپو په وړاندې دریږي او که کولاب ته تښتې ؟؟ ؟
هغه څه چې واضح دي هغه دادي چې افغانان نور له داسې جوړښتونو څخه کرکه لري .