د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له عراقي بدماشانو ځان لرې ساتئ!

أبو عفراء السلفي 26.06.2015 13:08

الله تعالی انسان ته عقل ددې لپاره ورکړی دی،چې ښه او بد، خیراو شر یا حق او باطل ورباندې وپیژني،داچې انسان په ایمان مکلف بلل کیږي وجه یي همداده چې انسان ته الله تعالی دنورو مخلوقاتو په نسبت دا استعداد ورکړی چې په خپل عقل د الله تعالی وجود درک کړي او ایمان ورباندې راوړي، د شریعت له نظره که کوم انسان په ځنګله کې پیدا شي او لوی شي او هیڅ د ایمان داعي ونه ګوري بیا هم په ایمان لرلو مکلف دی،ځکه دغه انسان د خپل عقل په بنیاد دا استعداد لري چې د مخلوق او خلقت په اړه له تفکر څخه په خالق ایمان ته ورسیږي.
خبره مې د عقل او رأیې کارولو په اړه  وکړه ، موږ شرعا په هره مسئله کې د عقل او ژورتبحث په کارولو مکلف یو تر څو خپل خیر یا مصلحت تشخیص کړای شو،هغه کسان چې په پټو سترګو د ژوند مزل لنډوي،پرته له  سوچ او تدبر څخه  دریځ خپلوي او هر غږ ته لبیک وایي،دغه ډول کسان به ضرور به هلاکت کې لویږي،ځکه دوی د عقل او رأیې له نعمت څخه استفاده نه کوي او پرته له  پلټنې او سترګو رڼولو لار انتخابوي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: لاتکونوا امعة ... رواه الترمذي و حسنه
له ځانه امعة مه جوړوئ، دامعة د معنی په اړه د احادیثو شارحین وایي: الإمعة هو: الذي لا رأي له، فهو الذي يتابع كل أحد، ولا يثبت على شيء، ضعيف العزم، كثير التردّد... یعني امعه هغه چاته وایي چې خپله رأیه نلري، دهرچا اتباع کوي، په هیڅ دریځ محکم نه پاته کیږي عزم یي ضعیف  او په هر څه کې متردد وي.
ځیني علماء وایي چې امعه د انامعک  خلاصه ده، امعه هغه چاته وایي چې څوک یو غږ پورته کړي نو دی پرته له فکره ورته وایي چې : انا معک ... یعني زه هم له تاسره یم ، دی له هر چا سره وي د هرچا د خبرې او داعیې اتباع کوي پرته له دې چې د خپل ځان او دین مصلحت وسنجوي .
په دې ورځو کې یوه مهمه مسئله په عراق کې داسلامي دولت له مسلحې ډلې سره د غیابي بیعت ده، یو کال وړاندې کله چې د عراق مجاهدینو موصل ښار ونیو د عراق د سامراء یوه اوسیدونکي ابراهیم عواد ځان د خلیفة المسلمین په نوم اعلان کړ،او په ځان یي ابوبکر بغدادي نوم کیښود له هغه وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلکو له دغه خودخوانده خلیفه سره د غیابي بیعت اعلانونه پيل کړل، له استرالیا او پاریس ونیسه د پاکستان تر اورکزو  پورې ځینو کسانو پرته له دې چې د عراقي ډلې داعش ماهیت او تګلاره وپیژني د معنون په ځای په عنوان پسې روان دي او یوازې داچې دغه ډله ځان اسلامي خلافت بولي ، دوی یي په پټو سترګو اتباع کوي.
په دې لیکنه کې زه د داعش ډلې په ماهیت او کړنوډير نه غږیږم بلکې یوازې ددې ناپیژندل شوې ډلې په جغرافیه رڼا اچوم چې دغه ډله په کې رازرغونه شوې ده .
داعش هغه ډله ده چې تراوسه عام امت ، دامت علماء او علمي مراکز او مراجع يي نه سمه پیژني او نه یي هم له کړنو سره توافق لري،په دې سربیره چې دامت مقلدین له دغې ډلې بیزاري اعلانوي حتی د اهل السنة والجماعه حدیثي مکتب هم له دغې ډلې سره توافق نلري، د نړیوال جهاد ستر او پیش قدم تنظیم القاعده او د شیخ ابوقتادة او شیخ المقدسي غوندې سترو علماء کرامو دغه ډله مشکوکه  او مردوده بللې ده او رد یی پرې کړی دی.
هغه څه چې ددغې ډلې د بطلان په اړه شکوک او شبهات اضافه کوي د داعش د پیدا کیدو جغرافیه یعني عراق ده، د عراق په اړه  په ډیرو احادیثو کې راغلي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پیشګویي کړې چې دا دفتنو مرکز د ی.
حَدَّثَنَا  HYPERLINK "http://library.islamweb.net/hadith/RawyDetails.php?RawyID=7721" \o "معلومات الرواة" مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ ، حَدَّثَنَا  HYPERLINK "http://library.islamweb.net/hadith/RawyDetails.php?RawyID=5260" \o "معلومات الرواة" عَبْدُ الْوَاحِدِ ، حَدَّثَنَا  HYPERLINK "http://library.islamweb.net/hadith/RawyDetails.php?RawyID=3559" \o "معلومات الرواة" الشَّيْبَانِيُّ ، حَدَّثَنَا  HYPERLINK "http://library.islamweb.net/hadith/RawyDetails.php?RawyID=8505" \o "معلومات الرواة" يُسَيْرُ بْنُ عَمْرٍو ، قَالَ ، قُلْتُ  HYPERLINK "http://library.islamweb.net/hadith/RawyDetails.php?RawyID=3671" \o "معلومات الرواة" لِسَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ : هَلْ سَمِعْتَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ فِي الْخَوَارِجِ شَيْئًا ؟ ، قَالَ : سَمِعْتُهُ يَقُولُ وَأَهْوَى بِيَدِهِ قِبَلَ الْعِرَاقِ : " يَخْرُجُ مِنْهُ قَوْمٌ يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ ، يَمْرُقُونَ مِنَ الْإِسْلَامِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ " صحیح البخاري رقم الحدیث 6450
سهل بن حنیف رضی الله عنه وایي چې  ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې دعراق خواته یي اشاره کوله او ویل یي  چې  له دوی څخه به یوه ډله  راپورته شي،چې  قرآن به وایي خو له ستوني به یي نه تیریږي دوی له اسلامه داسې وځي له غشی له  لیندې څخه ...
په مبارکو احادیثو کې  دې ته ورته نور اخبار هم راغلي دي،چې باید جدي وبلل شي  دلته راځئ  په تاریخي لحاظ وګورو چې  له عراق څخه د نبوي  پیشګویي موافق څومره فتنې راپورته شوې دي او مسلمه امت ته له دې  جغرافیه څخه څومره زیانونه رسیدلي دي.
ــ  د اسلام د تاریخ تر ټولو لومړنی فتنه هغه چې په فتنة الاولی یا فتنة الکبری سره یادیږي له عراق څخه راوټوکېده، د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه له شهادت وروسته لومړی د عراق د کوفې ځیني متآمرین وو چي د  عثمانی راشده خلافت په خلاف یي د بغاوت بیرغ پورته کړ،دغه خلک چې په راشده خلافت یي خروج کړی و، وروسته یي د بصرې او ځینو نورو سیمو لوفران او ولګردان هم له ځان سره ملګري کړل، مدیني ته راغلل او د اسلام دریم خلیفه حضرت عثمان رضی الله عنه  یي قرانکریم ته ناست په شهادت ورساوو.
د دغو عراقیانو شراو فساد د اسلام په تاریخ کې یو داسې زخم په ځای پریښود چې تراوسه ترې وینې بهیږي،له همدې فتنې څخه د مسلمانانو ترمنځ  خپل منځي جګړې راوزیږدې، او اسلامي امت په څو ټوټو وویشل شو.
ـــ د هجرت په ۳۶ کال د جمل واقعه  چې د اسلام د تاریخ یو تریخ او ژړوونکی باب دی هم د عراقیانو تحفه وه ، ځکه ددې واقعه اصلي عاملین  هغه عراقي باغیان  و چې په  حضرت عثمان بن عفان یي خروج کړی و او هغه یي په شهادت رسولی و او وروسته یي د صحابه  ترمنځ  په ډیر مهارت خپل شیطانت ته ادامه ورکړې وه ، بله داچې ددې واقعې  د وقوع ځای هم عراق و د جمل پیښه  چې شاوخوا ۱۸ زره مسلمانان په کې  یو دبل په تورو په  کې ووژل شول د عراق بصرې ته نږدې پیښه شوې وه .
ـــ د جمل له پیښې یو کال وروسته د صفین واقعه  چې په لسګونو زره مسلمانان په کې شهیدان شول هم دهغې فتنې تسلسل و، چې زړی یي څو تنو عراقي باغیانو د یهودي  عبدالله  ابن سبأ په  مشوره او قومنده کرلی و.
ـــ  په اسلامي امت کې خوارج چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم یي پیشګویي کړې وه په لومړي ځل په عراق کې دغه فتنه ظاهره شوه  او اکثره غړي یي هم عراقیان و، وروسته له دوی څخه ګڼې ضاله او باطلې فرقې راوزیږیدې چې مسلمانان یي په سختو غمیزو واړول .
ـــ د اسلام څلورم راشده خلیفه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د تره زوی او زوم هغه چې په نابالغو کسانو کې لومړی مؤمن بلل کیده حضرت علي کرم الله وجهه په عراق کې د عراقیانو په تورو په شهادت ورسید، دا د عراقي فتنه ګرو  یوه بله توره کارنامه  وه چې  تاریخ ته یي پریښودله .
ـــ  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سترګو تور  او لمسی هغه چې د جنتي ځوانانو سرداراو د نبوي خاندان نازنین  بلل کیده حضرت حسین رضی الله عنه هم د عراقیانو په ځانګړي توګه د کوفې د خلکو  دغدارۍ ښکار شو او بالاخره  له ټول اهل بیت سره  د عراقي بدماشانو په تورو د شهادت لوړ مقام ته ورسید .
ـــ  حجاج بن یوسف  هغه د صحابه وو قاتل ، د مکي حرم  توهین کوونکی او د زرګونو معصومو انسانانو وژونکی هم  دبدماشو  عراقیانو په  ملاتړ مست و او د هغوی د ړندو تورو په زور یي د ظلم او جبر تور تاریخ تر شا پریښود .
ـــ  مختار بن ابي عبید ثقفي  هغه چې د اهل بیتو د انتقام په  نامه یي د کربلا له پيښې پنځه کاله وروسته  قیام وکړ او د څو کلنو جګړو په ترڅ کې یي په زرګونو اهل السنة تر تیغ تیر کړل  او بیدریغه معصومې وینې یي تویې کړې هم د عراقیانو سرکښ و چې  ددې فتنه ګرې خاورې اوباشان یي رهبري کول.
ـــ  د خوارجو غوندې د معتزله وو  مبتدعه ډله هم  لومړی د عراق په بصره کې پیدا شوه چې عراقی واصل بن عطاء یي مؤسس و،دوی د قرانکریم په مخلوقیت قول وکړ،د ایمان او کفر ترمنځ یي یوه داسې منزله  ثابته کړه چې سړی په  کې نه کافر او نه مسلمان بلل کیدای شي،دوی دا عقیده رامنځ ته کړه چې دانسانانو افعال الله  تعالی نه دي پیدا کړي انسان د خپلو افعالو خالق دی ،دغه راز دوی له الله تعالی څخه ټول صفات نفی کړل او داسې نور  مبتدع عقائد یي رواج کړل.
ـــ د قدریه او جبریه وو مبتدعې ډلې هم لومړی په عراق کې پیدا شوې، قدریه ډلې  له الهي تقدیر څخه مطلق انکار کاوو او انسانان یي د خپلو افعالو  پیداکوونکي بلل ، بالمقابل جبریه ډلې انسان مجبور محض باله او ویلی  چې انسان د خپلو افعالو د کسب  واک هم نلري د انسان افعال د ارتعاشي غیراختیاري حرکاتو په شان دي چې پرته له ارادې ترینه صادریږي ،دغو فرقو وروسته نورې هم ډیرې فرقې وزیږولې او بدعات او خرافات یي له خپل اصلي مولد عراق څخه ټولې اسلامي نړۍ ته خپاره کړل.
ـــ په دې سربیره اسلامي علومو ته  یوناني خرافاتي فلسفه هم لومړی د عراقیانو په لاس ورګډه شوه، د رافضیت فتنه چې وروسته یي اسلامي امت ته لویي ستومانۍ او غمیزې پیدا کړې او په لسګونو نورې  فرقې ترې راوزیږیدې مسلمانانو ته د عراقیانو تحفه ده ، چې اوس هم په همدې عنوان یعني د شیعه او سني په نوم جګړه د هر ځای په نسبت په عراق کې ګرمه ده .
لوړ تاریخي حقائق ثابتوي چې د عراق خاوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیشګویي سره سم همیشه د فتنو مولد پاته شوې ده،دا سیمه همیشه په جنجالو ککړه اود نویو  نویو افکارو، بدعاتو، شورشونو او نارامیو سیمه پاته شوې ده،د اسلام څلورو سترو خلافتونو  لکه راشده خلافت، اموي خلافت، عباسي خلافت او عثماني خلافت  له عراقیانو څخه ډیرې ناخوالې او جفاکارۍ لیدلې دي، د اسلام دوه ستر خلفاء  حضرت عثمان او حضرت علي دعه راز  حضرت حسین  عبدالله ابن زبیر  او نور کبار صحابه رضوان الله علیهم د بدماشو عراقیانو په تورو په شهادت رسیدلي دي، او د عثماني خلافت  په سقوط کې هم عراقي جاهلو عشائرو د انګریز جاسوس  لارنس آف عربیه  تر قومنده لاندې  کلیدي کردار اداء کړ او بالاخره یي په جزیرة العرب کې عثماني خلافت  ته دپای ټکی کیښود .
زه خپله د داعش د ډلې د نشأت او پراختیا په اړه لومړی لاس معلومات نلرم ځکه زه له عراق څخه لرې اوسم ، اما زما یو ملګری چې له  عربو مجاهدینو سره نږدې تعارف لري کله مې چې د دولت اسلامي یا داعش په نامه دډلې د پیدا کیدا په اړه ترې وپوښتل نوموړي داسې ځواب راکړ .
په عراق کې  پخوا د ابومصعب الزرقاوي ، ابوعمر البغدادي او ابوحمزه المهاجر  په وخت کې د القاعده تنظیم تر مشرۍ لاندې جهاد روان و، کله چې هغوی شهیدان شول او میدان ابوبکر بغدادي ته پاته شو،نوموړي د عراقي مجاهدینو هغه کسان چې په  بي ګناه قتل عامونو، اختطافونو او تجاوزاتو باندې متهم و او د في سبیل الله جهاد په نسبت ورباندې د بدماشۍ روحیه غالبه وه ، دغه کسان یي په ځان راټول کړل او له القاعده تنظیم څخه یي بغاوت اعلان کړ ، له دوی سره وروسته د سوریې هغه وسلوال چې مجاهدینو د نامشروعو اعمالو له امله خپلو صفوفو رټلي وو هم یوځای شول، او په دې توګه یي  د دولة الاسلامیه  فی العراق والشام ډله  تکمیل کړه، دوی د خپلې بدماشۍ او دمسلمان وینې ته په سپکه کتلو  تګلارې سره د عراق واقعي مجاهدین مغلوب کړل، وروسته یي سوریې ته نفوذ وکړ، هلته یي د جبهة النصره له پاکو مجاهدینو سره جنګ اعلان کړ، د جبهة النصره مجاهدینو  دوی مسلمانان بلل نو خکه یي ورسره جګړه نه کوله، مګر دوی چې له دیني علم او جهادي فقهې څخه بشپړ عاري  او کاملا سراېله و د مجاهدینو په  ذبح کولو او د هغوی  دکورونو په سوزولویي پیل وکړ ، په دې توګه یي دخپلې ناروا بدماشۍ ، بداخلاقۍ او فساد په زور ډیرې مفتوحه سیمې له جبهة النصرة څخه ونیولې.
دوی هغه علماء  او مشایخ بیا بیا په شهادت ورسول چې جبهة النصرة د ثالثیت لپاره ورلیږلي و، څرنګه چې دوی په لاس کې وسلې درلودې مګر ددې وسلې د مشروع او نامشروع کاورلو علم  او دیانت ورسره نه و، نوځکه یي په عربي نړۍ کې په وړاندې سخت نفرت راوپارید د اسلامي نړۍ ټولو حقاني علماء له دوی څخه برأت اعلان کړ او دوی یي  یو مردوده ډله وبلله .
لوړو حقائقو ته په پام سره زما له مجاهدینو او عامو مسلمانانو څخه دا خواست دی چې په پټو سترګو دې  ددغې مشتبهې ډلې سره پیوستون نه اعلانوي، د داعش  ډلې د عراقي  برخې غوندې ددوی خراسانی ایډیشن هم  ټول له پخوانیو بدماشانو ، اختطاف ګرو ، اجرتي قاتلانو او داړه مارانو څخه جوړ دی، په  دوی کې ټول هغه کسان راټول شوي دي، چې د افغانستان او پاکستان طالبانو له خپلو صفوفو څخه د ناروا اعمالو له وجې  ایستلي وو، ددوی یو مشر هغه څوک دی چې په لومړي ځل یي په افغانستان کې د اختطاف  یا اغوا برای تاوان د مشروعیت فتوا ورکړه، چې له امله یي په تیرو څو کلونو کې په ننګرهار کې دانسان تښتولو یوه سخته ویروونکي لړۍ پيله شوه، او په زرګونو مسلمانان او متدین شتمن یوازې دپیسو لپاره وتښتول شول چې ځیني یي  قتل هم شول ، د ددوی بل مشر هغه  مشهور داړه مار دی چې د خلافت تر دعوې وړاندې یي په  کوزه پښتونخوا کې د اختطاف یوه منظمه شبکه رهبري کوله  چې له  همدې امله  شهید حکیم الله مسعود له خپلې  تحریک څخه شړلی و .
دداسې ډلې اتباع او ورسره ملګرتیا بې له شکه  له حق څخه تجاوز او تعاون علی الاثم  والعدوان دی ، مسلمانان باید بیدار واوسي  د اخرالزمان په فتنو کې له وقوع څخه باید ځان وساتي ترڅو یي دنیا او اخرت خوندي شي .اقول قولی هذا استغفرالله لی و لکم و لسائر المسلمین .