د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی او عطانور، دوه سیاسي پاګلان!

سرلوڅ مرادزی 08.06.2015 09:15

په روستیو ناندریو او سردردیو کې، د ولسمشرغني په مشرۍ مرکزي حکومت ته، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور ځانښودنې او ناندرۍ، په کور دننه د نورو مخالفینو منځ کې، خورا نیښداره او ویجاړوونکې ښکاري!
له نیکمرغه یوخوا د افغانانو ډیرکی د پراتیک په هنداره کې د کرزي او عطا نور پخوانۍ کاري مخینه، بېلا بېلې اړیکې او جنجالي څېرې پخپله ریښتیني بڼه ویني، خو بلخوا له بده مرغه ځینې افغانان اوس لاهم د دغه دوه پاګلانو په غولوونکو نخرو او مداریتوب تېروځي!
کرزی او عطا نور دواړه له خپلو ډلو سره یوځای، د مرکزي حکومت د ټینګتیا د مخنیوي او د ولسمشر اشرف غني د سپکاوۍ لپاره په هیڅ وسیله صرفه نه کوي، خو د ځینو ګډو ټکو ترڅنګ، بېلا بېل تاکتیکونه کاروي او یو شمېر جلا دندې مخې ته ږدي.
کرزي خپله ۱۳ کلنه واکمنۍ کې هېواد ته د سولې او بدلون په لار کې ټاکلې تګلار نه درلوده، هېواد ته راغلي نړیوال فرصتونه يي جهادي مافیا او نظارشورا ته په بخښښ، په اوبو لاهو کړل او بلخوا يي نوي حکومت ته یوه بېکاره او فاسده اداره په میراث را پریښوده ده. خو د دې ټولو سره سره اوس په دې لټه کې دی، په پورته دریواړه ډګرونو کې خپله ماتې او رسوايي، نوي حکومت ته د جنجالونو په زیږولو سره تبریه کړي.
د اشنا راډیو له خبریال رحیم ګل څاروان سره مرکه کې د کرزي روستۍ څرګندونې ښۍ چې نوموړی څنګه هېواد ته د سولې په راستنېدو کې د اشرف غنۍ په مشرۍ د نوي حکومت د هلوځلو او نووښت په وړاندې خنډ ګرځي. دغه مرکه کې کرزی وايي د پاکستان لوړپوړو چارواکوته د ولسمشر غني لیک، پاکستان سره د امنیتي تفاهملیک د تاوانونو د پټولو په نیت استول شوی او بله کومه پایله نلري. هغه د تفاهملیک د اوملیک متن چې له خپله واکه پورته يي په توطیه او نامشروع توګه ترګوتو کړې، د خپل زاړه ذهن او ناکام دریځ په چوکاټ کې څېړي او مخکې له دې چې حکومت سره پرې سلا وکړي، پخپل سر تصمیم نیسي او رسنیو ته يي د یوه عمومي غوغا په موخه سپاري!
د عامه ذهن د ګډوډۍ لپاره کرزی په دې مرکه کې له اوملیکه درې ټکي غوره کوي او پرهغو د خپل ذهن او دریځ له مخې تبصره کوي، نوموړي درې ټکي دا دي:
ــ د ګډ ذهنیت په نوم اختناق ته لار اوارول
ــ ګډه همکارۍ د ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کولو په مانا
ــ د وسلوالو جدايي غوښتونکو په ځپلو ډیورڼدکرښې ته د پېژندلو لار پرانیستل
کرزی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ ذهنیت د رامنځته کېدومخالفت کوي، خو کوم ګډ ذهنیت چې کرزی يي په اړه خبرې کوي، هغه د کرزي د خپل ذهن او دریځ زیږنده ده، نه هغه ګډ ذهنیت چې د وخت غوښتنه ده او اوملیک ترې موخه لري. اوس پوښتنه دا ده چې که د دواړو هېوادو ترمنځ د سولې او یا د نورو بېلا بېلو چارو په اړوند ګډ ذهنیت رامنځته نه شي، ایا په افغانستان او سیمه کې تلپاتې سوله راتلای شي؟ ایا ګډ ذهنیت د کرزي په اند، افغانستان ته تاوان او پاکستان ته ګټه رسوي؟ دا چې پاکستان وايي د افغانستان دښمن د پاکستان دوست نشي کېدای، د دې خبرې په کوم ځای کې تاوان دی؟ دا چې افغان لوری او پاکستان وايي ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دي، ددې خبرې کوم ځای نا سم دی؟
افغانستان نه یوازې پاکستان سره د ترهګرو د پېژند، د هغو په وړاندې د مبارزې او د هغو د روزنځایونو او پنډغالو د له منځه وړلو په برخه کې لکه څنګه چې د پاکستان چارواکو ته د ولسمشر غني په لیک کې پرې ټینګارکیږي، ګډ ذهنیت او ګډ دریځ ته اړتیا لري، بلکې د ډېرو نورو روانو چارو او لرلید په اړه هم، دواړو هېوادو ترمنځ ګډ ذهنیت او دریځ ته اړتیا لېدل کیږي. که د دواړو هېوادو ذهنیتونه د ګډ سوله یز ژوند، ښو او ګټورو متقابلو اړیکو او یو د بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په اوصولو ودریږي او په دې برخه کې دا هېوادونه هرڅومره یو بل ته نږدي شي، هومره د دواړو هېوادو د خلکو او سیمې په ګټه ده.
دا چې د سلو ورځو په کاري پلان کې د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر ښاغلی ګلاب منګل وايی، د ډیورڼد د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پرتو ولسونو ترمنځ د پوهاوي او همکارۍ د زیاتوالي په اړه نوې پروګرامونو تر لاس لاندې نیسي، د بېلګې پتوګه د دې پلان په کوم ځای کې زیان لیدل کیږي؟
د ګډ ذهنیت نشتون دی چې دواړه هېوادونه يي یو د بل په وړاندې په مورچل کې سره کښينولي دي!
کرزی ګډ ذهنیت د ملي واکمنۍ په خلاف بولي، نوموړی په دې مرکه کې د خپلو هغو لاپو په توپیر چې ځان او افغانان يي زمريان شمېرل، د مکار او ډارن ګېدړ کچې ته ټيټيږي او د یو افغان پتوګه هیڅ پرځان ویسا نلري، له هرچا او هرڅه ډاریږي او غواړي خپل ډار په نوي حکومت هم وتپي او لکه څنګه چې په خپلې ۱۳ کلنې واکمنۍ کې غټه لاسته راوړنه نلري، په نوې حکومت هم د سولې پشان لويه بریا نه پیرزو کوي.
همدارنګه کرزی د دواړو هېوادو ترمنځ ګډه همکاري د اختناق په نوم پېژني او غواړي نور افغانان هم د ده پشان هغه اختناق وبولي، که نه د ده په اند داسې افغانان ملي واکمني ترپښو لاندې کوي. که د ترهګرو په له منځه وړلو او کړکیچ ته د پای ټکي په ایښودو او نورو خپلمنځي چارو کې پاکستاني چارواکي د خپلو کورنیو اړتیاوو او نوي حالاتو په اقتضا دا ځل د د ښمنۍ پرځای همکارۍ ته مخه کړي وي، کرزی او د هغه شاوخوا حواریون ولې خپه او په غصه کیږي! همکاري او د ملي ګټو لپاره د هر حکومت هلې ځلې اختناق نه شو ګڼلای. نه همکاري، ورانپوهاوی او د اړیکو پریکون اختناق، تربګني او دښمني زیږوي. دلته هم کرزی د مکر اوښکې تویوي او که د پاکستان او هند اویا امریکا او پاکستان جګړه شي کرزی به بیا هم د خپلې ژمنې له مخې د پنجاب په څنګ کې دریږي!
کرزی د کړکیچ پیداوار دی، کړکیچ ته ژمن دی نو ځکه د کړکیچ او اختناق سندره توده ساتي!
په مرکه کې د وسلوالو جدايي غوښتونکو جمله هم، کرزی د خپلو ځانګړو موخو لپاره کاروي. که موږ په افغانستان کې دننه وسلوالو ډلو ته چې پاکستان کې دننه تخریب وکړي، ځای ورکړو ایا پاکستان به زمو داسې تګلار په ګلانو بدرګه کړي؟ که پاکستان هم د افغانستان مخالفین وسلوال کوي، هغوی روزي او افغانستان ته يي د ورانۍ لپاره رااستوي، ایا افغانستان کې به په ګلانو بدرګه شي، نه هیڅکله نه؟ هغه څه چې د ځان لپاره نه غواړې، د بل ګاونډي لپاره يي ولې غواړې؟ کرزی په دې توګه ثابتوي چې افغانسان هم د پاکستان په کورنیو چارو کې وسلواله لاسوهنه کړې چې حقیقت نلري.
افغانستان هیڅکه داسې وسلوالو او بې وسلې ډلو ته چې د پاکستان او یا نورو ګاونډینو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي اړتیا نلري. افغانستان پخوا هم داسې تګلار او نیت نه درلود او په اینده کې هم په دغه اغزنه لار نه ځي. موږ له پاکستان، ایران او نورو هېوادو هم د ورته غبرګون تمه لرو. کرزي پخوا هم ویل که چیري پیاوړی شوم او پښه مې ټینګه شوه، په پاکستان او حتی پر امریکا یرغل کوم او هلته د واشنګټن په ګډون خپل ګوډاګی رژیم کښينوم!
پاتې شوه په پاکستان کې له پنجاب سره د بلوڅو، سندیانو او پښتنو شخړه، دا په لومړي قدم کې په کور دننه د ملي حقوقو د بسیا لپاره د دوی خپله شخړه ده او د افغانستان په لمسون نه ده رامنځته شوې. افغانستان د ډیورنډ د تپلې او استعماري کرښې پرسر له پاکستان سره اختلاف لري، د دې اختلاف حل د افغان حکومتونو له وسې او واکه بیرون دی او هغه په ټولو افغانانو پورې چې د کرښې پر دواړو غاړو پراته دي، اړه لري او د فرصت په رارسېدو سره به هغه هم وړاندې کیږي اوحلیږي. کرزی دلته هم بیوخته اذان کوي او غواړي په داسې پاروونکو خبرو د سولې بهیر چې نوې هیلې ورته غوړیدلې، ټکنی کړي او په نا مستقیمه توګه په پاکستانۍ اداره کې شرګډو ځواکونو ته د سولې بهیر د تخریب، نوي دلایل په خوله کې ورکړي.
د مرکزي حکومت په وړاندې کوم سبوتاژ چې کرزي په ملکي لباس او تر چپن لاندې راپيل کړی، له ده نه مخکې ښه په ډاګه، د هېواد په شمال کې عطامحمدنور راشروع کړی. هغه اوس د دې سبوتاژ لپاره عسکري یونیفورم هم اغوستي. هغه وايی چې ولس تیروتی دی، هغوی چې اشرف غني ته کومه رایه ورکړې او د ولس په خوښه او رایه ولسمشر شوی، د ده په اند د دې مقام وړتیا نلري. د عطانور بل انډیوال، امرالله صالح بیا ځان یوازیني افغان او ولسمشر غني انګریز بولي. همدغه امرالله صالح د ټاکنو په درشل، په یوه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني او د هغه د تګلارو د ستایلو په اړه ویلې وو« ما در دوران طالب ها، در دوران جهاد صفت های باخود داشتیم. صلحشور هستیم، خواهر ما شعر خوانده، دریايی طوفاني هستیم، از دور دشمن را میزنیم. ولی در بین افغانها کس دیګریکه یک دیدګا راترسیم کنند که ما نفت داریم، سرمایه داریم، تاریخ داریم و این احساسات و این روز بخاطر طوفانی، در عین زمان میتواند یک روزی بخاطر سرسبزی و ابادي هم باشد، اسفاده کند، این نیاز به یک ادبیات نو داشت. این ادبیات نو را در افغانستان ډاکټر صیب اشرف غنی احمدزی معرفی کرده»
عطانورهغه هم د کرزي پشان ورته دلایل وړاندې کوي. توپیر دا دی چې کرزی ولسمشر غني ته په تلیفون کې نصیحت او هدایت ورکولی شي، خو عطا نور بیا جنګ شودیار، سر شودیار! هغه نه سوله مني، نه خبرې مني، نه د مرکزي حکومت اوامر مني او نه په پای کې مرکزي حکومت! سم صفا یاغي او باغي دی!
کرزی یوڅه په سویل او مرکز کابل کې خو عطانور بیا په شمال کې هرڅه د ځان ګڼي او دواړه په افغانستان کې له ځانونو پرته، بل څوک د واکمنۍ وړ نه بولي!
کرزی او په نظارشورا او مجاهدینو کې برلاسې مافیا په هېواد کې د سولې، پرمختګ او د ولسمشر غني د تګلارو په وړاندې په لوی خنډ بدلیږي!
پای