د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې ولې امنيت نه راځي، دليلونه يې څه دي؟

عطاءالله نوري 26.05.2015 12:38

که پورتني پوښتنې ته وګورو نو په ډېره آساني سره ځوابولې شو او کېدای شي چې د هر افغان په فکر او زړه کې مختلف دلايل او علتونه شتون ولري، خو داچې ددی عنوان بشپړه مفهوم او جزياتو باندی ښه پوه شو، نو په مختلفو اړخونو باندی يې تر څېړنې لاندی نيسو.

۱- د افغانستان په کورنيو چارو کې د بهرنيانو لاسوهنې:
د افغانستان هر فرد هغه که عادي شخص وي او که سياستمدار، په ښکاره ډول ورته معلومه ده چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د نړۍ ځينې بهرني هېوادونه لاسوهنه کوي او په دی کار کې هغوی خپل اهداف او ګټې لټوي چې يو مثال يې د انګلستان هېواد دی. انګرېزانو تل د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړي او اوسه پورې هم دوام لري.
کله چې په ۱۷۹۳ ز کال کې د تېمورشاه له مړينې څخه وروسته ددی زوی شازمان واک ته ورسېدو، نو نوموړي دوه مهمې ستونزی او دوه مهمې موخې يې درلودی. ستونزی يې داخلي اختلافونه (خپل ورونو سره) او بهرني مخالفتونه د روس، انګرېزانو، ايران او د هند محلي راجاګانو سره ؤ . او همدارنګه دوه مهمې موخې يې درلودی چې لومړی يې په افغانستان کې د يو مرکزي دولت رامنځته کول او پياوړتيا وه او په دوهم قدم کې يې په هندوستنان کې د افغاني امپراطورۍ د نفوذ ټېنګښت او له انګرېزانو څخه د هندي مسلمانانو خلاصون ؤ.
کله چې انګرېزان د شاه زمان له موخو څخه خبر شول نو سمدلاسه يې لاس پکار شول او ددی ويره يې درلوده چې شاه زمان به په هند کې د دوی د پرمختګونو مخنيوي وکړي. همغه و چې انګرېزانو خپل زېرک او فرېبانه سياست ته يې دوام ورکړ، د شاه زمان ورونه يې د خپل وورو په مقابل کې پاسول او شازمان يې په خپلو داخلي چارو کې دومره بوخت کړو چې هند ته د تګ او د هندي مسلمانانو سره د مرستې او له انګرېزانو څخه د دوی خلاصون فکر او سياسي طرحه يې ګډوډ کړ.
او همدارنګه انګرېزانو خپل قوتونه د پنجاب او د سند په سيمو کې ځای پر ځای کړل چې مرکز يې بنګال ؤ او په ډېر چتګۍ سره د هند شمال ته ورسېدل چې د هند په شمال کې د احمدشاه بابا امپراطورۍ حاکميت جاري ؤ. انګرېزانو د افغانانو د افغانانو پر ضد خپله کړنلاره قوي کوله، ځکه چې د شاه زمان فوځي پرمختګونه او بريو د انګرېزان کلکې اندېښنې را پارولي ؤ. له بلې خوا د هند مسلمانانو ته د شاه زمان لښکر کشيوپه هند کې د اسلامي امپراطورۍ د تېر برم د بېرته ژوندی کېدو تمه پيدا کوله او د همدی موخې لپاره يې د سازمان سره خپلې اړيکې ټېنګولې او دا چې شاه زمان هم د لوړ همت خاوند او په لياقت او جرأت کې خپل نېکه احمدشاه بابا ته ورته ؤ.
د پاچاهې تر آخره پورې په دی فکر کې ؤ چې په هند کې خپلو فتوحاتو ته ادامه ورکړی او د هند خلکو او په ځانکړي ډول مسلمانانو ته د انګرېزنود ظلم او تېرۍ څخه نجات ورکړي. انګرېزانو چې خپل نفوذ په هند کې ټېنګ کړ بيا هم د دريو دښمنانو (ناپليون، تزاري روسيې او شاه زمان) په هکله ډېر اندېښمن ؤ. د انګرېزانو زيات تشويش د شاه زمان په اړه ؤ. ځکه افغانانو هغه وخت د هند په ځينو سيمو باندی حاکميت درلود او د بلې خوا څخه انګرېزانو په هغه وخت کې د شاه زمان سره فوځي مقابله نشوه کولې چې انګليسي سياستمداران هم په دی قانع دي او داسې يو نظر يې وړاندی کړی.
د انګلستان يو سياستمدار کپتان ملکم ليکي چې: د افغانانو سلطان شاه زمان زه په هند کې د انګرېزانو له قوي دښمنانو څخه ګڼم. شاه زمان د نړۍ نيولو سياست تعقيبوي او هېڅ عمل نه شي کولای چې د شاه زمان د سياست مخنيوي وکړي، غير له دی چې د هغه په هېواد يعنې په افغانستان کې کورنی بی اتفاقي او ستونزی يواځنې لاره ده.
همغه ؤ چې انګرېزانو د شاه زمان ورونه او د افغانستان ځينې قومي مشران خپل فرېبکارانه جال کې راګير او د شاه زمان په مقابل کې يې پاسول. د شاه زمان ډېرو هڅو سره سره و نه توانېدو چې دغه راولاړ شوی کورنی بی اتفاقۍ او ستونزی له منځ يوسي ا و په افغانستان کې يو مرکزي دولت جوړکړي چې دا د شاه زمان يو له مهمو پلانونو او تګلارو څخه ؤ او دغه کورنی بی اتفاقۍ ددی سبب شول چې شاه زمان خپل بهرني سياست عملي کولو لپاره هېڅ وخت پيدا نه کړو او د واک تر پايه پوری خپل کورنی شخړو کې بوخت پاتی شو. ددی فرصت څخه انګرېزانو بشپړه ګټه پورته کړه او هند يې په بشپړ ډول لاسته راوړ او افغانستان يې د اور په لمبو کې پرېښود.
داسې ويل کيږي چې، که شاه زمان خپل ورونه وژلي وای نو نن به زمونږ ګران هېواد افغانستان په دی حال کی نه ؤ او سرحدات به هغه څه ول کوم چې احمدشاه بابا لاسته راوړي ؤ. نه يواځې پورتنې مثال بلکه د نړۍ ځينې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او تل په دی هڅه کې دي چې افغانان بی اتفاقه او د يو او په بل نوم يې ختم کړي او خپله کثيفه پاليسي زمونږ ګران هېواد افغانستان کې عملي کړي چې، زمونږ ځينې بی فرهنګه او خرڅ شوي افغانان هم ددوی د کثيفی پاليسۍ طرفدار او حتی د اسلام او د افغانستان په ګته بولي. هغه هېوادونه چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، په اصل کې د اسلام او د افغانانو دښمنان دي او هدف يې دادی چې د افغانانو ايمان ضعيف،  د اسلام څخه يې زړه تورن او په افغانستان کې د اسلامي شريعت او د وطن پرستي ګلم جم کړي. چې ددوی دا کثيف ارمان او هيله به انشاءالله ځان سره خپل قبر ته وړي.

۲- د افغانستان جغرافيوي موقيعت:
افغانستان د آسيا په زړه کې قرار لري او ګاونډي هېوادونه يې د آسيا په لويه وچه کې قوي او پياوړي هېوادونه دي. غربي نړۍ او اروپايې هېوادونه تل په دی هڅه کې دي چې د آسيا پياوړي او زبرځواک هېوادونه لکه چين او روسيه چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي او د وېټو حق هم لري تر خپل اغيز لاندی راوړي. نو ويلی شو چې افغانستان د نړۍ زورواکو هېوادونو د سيالۍ او د جګړې ډګر دی او هر يو يې په دی هڅه کې دي چې د افغانستان له لاری د هند ګرمو اوبو ته ځان ورسوي او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې خپل حاکميت ټېنګ کړي.

۳- اقتصادي ستونزی:
افغانستان د نړۍ يو له هغو بی وزلو هېوادونو څخه دی چې اقتصاد يې ډېر ضعيف او کمزوری دی او همدا وجه ده چې د افغانستان دوښمنان د يو څه مالي امتيازاتو په مقابل کې زمونږ خپل افغانان زمونږ د هېواد د ورانولو او د بی ګناه افغانانو وژلو لپاره استعمالوي. نه يواځې دا چې زمونږ افغانان د خپل هېواد د ورانولو او بی ګناه وګړو وژلو لپاره ترې د لاس وسلې په شکل کار آخلي. بلکه، ځينو نورو اهدافو لپاره هم تری ګټه پورته کوي. حتی په دی هڅه کې دي چې دافغانانو د وطن پرستۍ مينه او محبت له زړونو څخه يې وباسي، افغانستان تجزيه او دوی پری حکومت وکړي.



۴- په افغانستان کې د يو زيرک او خپلواک رهبر نشتون:
د شاه زمان له واکمني څخه وروسته د افغانستان ټول واکمنان د بهرنيو تر تاثير لاندی ؤ او په خپلو کارونو او پلانونو کې هم خپلواک نه ول، چې دا يوه ښکاره او ټولو ته جوته خبره ده.
د شاه زمان څخه وروسته د افغانستان ټول واکمنان د درباري چاپلوسانو او خائنينو ښکار ګرځېدلي. تل يې خپل منځو کې شخړه او زمونږ په ټولنه کې يې بی اتفاقی او نفاق منځته راوړی چې دا کار اوس هم دوام لري. د افغانستان  اوسنې حکومت چې د ملي يووالي حکومت په نوم نومول شوی. هېڅ کوم قانوني بڼه نه لري او د افغانستان اساسي قانون له مخې چې د ټولو قوانينو مور ګڼل کيږي، خلاف او د افغانانو هېلو او هڅو سره په ټکر کې دی چې زمونږ ګران هېواد افغانستان هېڅکله د سوکالۍ او آرامي په لور نه شي بيولی. او مونږ يې شاهدان يو چې کورنې مخالفتونه او بی اتفاقي ورځ  تر بله  لا ډيريږي او ګډوډي منځ ته راځي.  
پای