د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې سرپرپرست هلمند او سرپرسته اداره‏

د مدني ټولنو د همږغی مرکز 19.05.2015 12:13

بسم الله الرحمن الرحیم

د مرکزي دولت څخه په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی د مرکز غوښتنه :

شاوخوا اته میاشتی کیږی چی دهلمند ولایت هم دنورو ولایتونو په شان دجمهور ریس غنی دیوه فرمان پراساس دسرپرست والی له خوا اداره کیږی .
دهلمند سرپرست والی محمد نعیم بلوڅ په څوځله په خپله خوله ویلی دی چی زه نور ستاسی والی نه یم ، دی چاری دهلمند پربیلابیلو اړخونو ډیری ناوړه اغیزی کړی دی،لکه :
ـــ  دملی امنیتی ځواکونو دهمغږی نه شتون :
 نا امنی د مرکز لښکرګاه ښارڅلور دروازی ګواښی ، اکثره ولسوالیانی په خپلو ودانیو کی محاصره دی ، لویی لاری بی امنه دی لنډه داچی خلک په خپلو کورونو کی هم دامنیت ډاډ نه کوی ، زموږ دملی امنیتی ځواکونو سرتیری هره ورځ تربلی زیاتی قربانی ورکوی ، خود ملی امنتی ځواکونو دنه همغږی او دسرپرستی ضعیفی ولایتی ادارې دناتوانی له امله ددوی داقربانی هیڅ ګټه نه لری، ځکه هم سرپرست  والی چی صلاحیت او مسئولیت نه لری دامنیتی ځواکونو ترمنځ د همغږی دراوستلو په برخه کی ناتوانه دی،او هم یی د ملی امنیتی ځواکونو مشران په خوله پیاز ماتوی .
ـــ  دمځکوغصب او اداری فساد :
که څه هم د ولسمشراشرف غنی دهلمند دمدنی ټولنو دهمغږی دمرکز ږغ واوریدی او په هلمند کی یی دمځکو دویش لړی دیوه حکم پربنسټ نوره ودرول مګردلته د مځکوغصب هغه کچی ته رسیدلی دی چی په هلمند کی نوردغصب لپاره نوره مځکه پاته نده .
اداری فساد اکثره دولتی ادارو خپله دنده ګڼلی دئ ، تردی حده چی دتابعت تذکره اخستل هم پرته له رشوته شونې نده ، او تردی بده لا داده چی ډیرئ ادارو لکه دفساد دکولو په موخه چی یی اتحاد کړئ وی، ځکه هم اداری فساد کوی او هم یودبل پروړاندی کوم اسناد نه پریږدی چی سبا یی قانون تر غاړی راټینګ کړي، اود دولتی ادارو داکثره کارکوونکو ذهنیت داسی جوړ دی چی هیڅ څوک هم داداری فساد مخنیوی نه کوی او دوی به هیڅ کله هم ددی اداری فساد په تور ترقانونی تعقیب لاندی نسی.
ـــ  بیکاری :
هلمند دبشری سرچینو په برخه کی له ځانه پوره دی ، ځکه دهلمندیانو یوه لوستی،ځوانه او دکار وړ لویه کتله بیکاره ګرځی ، ډیرو ځوانانو خپل دماسټری اولیسانس ډیپلومونه په کورکی ایښی دی او اکثره دولتی ادارې د نا اهلو په لاس اداره کیږی،په مقرریو کی دفساد او واسطودشتون ډیراحتمال هلمندی لوستی ځوانان نورهم ناهیلی کړی دی ، دملی وحدت دحکومت له خوا دمقرریو د مخنیوی او دولایتی سرپرستی او ضعیفی اداری د نه پاملرنی له امله دا ستونزی ددی سبب سوی دی چی دولتی اداری په نیم ژواندی حالت کی یوازی وخت تیروی .

ـــ عامه خدمات په ټپه ولاړ ګڼلی سو:
پرمختیایی پروژی او پروګرامونه هم دنه همغږی له امله بی ګټی روان دی ، ځکه ولایتی سرپرسته ناتوانه اداره ددی وړتیا نه لری چی دډونرانو ترمنځ همغږی راولی او اکثره پرمختیایی بودیجی بیځایه او بی ګټی مصرفیږی .
لنډه داچی تراوسه هلمند ته دملی وحدت دحکومت دراتلو یوڅرک هم نه دی رارسیدلی،ټولی چاری ترپخوا لا په ډیر بد حالت کی قرار لری .
نودملی وحدت دحکومت دمشرانو څخه دهلمند دمدنی ټولنو دهمغږی دمرکز له ادرسه  دهلمند دمدنی فعالانو،ځوانانو  غوښتني او وړاندیزونه :
    •    څومره چي ژر کیږي باید هلمند ته یو په کار پوه ، مدیر او پاک شخص د والي په توګه وټاکل سي  او هر څوک چي ټاکل کیږي باید دا وړتیا پکښې وي چي په روانو حالاتو کي موثر تمام سي .
    •    زموږ هیله له مرکزي دولت څخه داده چي په سیاسي پوسټونو کي چي هر څوک مقرروي موږ ستونزه نلرو خو باید تکړه کس وي او وړتیا یې ولري .
    •    بله مهمه خبره داده چي په تخنیکي پوسټونو کي باید هلمندي کدرونو ته فرصت ورکړل سي او دا د هلمندیانو حق دی .  
    •    له مرکزي دولت څخه مو بله مهم غوښتنه داده چي د ولایتي ادارې او چارواکو څخه د هغوی د لاسته راوړنو او چارو په برخه کي باید د دولت مشران منظم پلان او بیا د نوموړي پلان د پلی کیدو راپور وغواړي .

په درنښت
په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی مرکز