د حسرت لمبې
18.05.2015 12:03د حسرت لمبې
د يتيم د سترګو اوښكې
د مين د سينى اور
سيلابونه د دردونو
سرې لمبې د حسرتونو
انعكاس د سوي زړه د فريادونو
د چا سر او پښې دي لوڅې
څوك روان څيرې ګرېوان
وركې ورځې د آرام
نه ساقي نه ګل اندام
نه خبر د يار له كلي نه پيغام
د بلبل سندرې وركې له ګلشنه
د هيبت نارې خبرې
بيا بېرنګه شو چمن
جنازه ده د مين
د عمرونو د غمجن
اميدونه د بهار په وركيدو دي
د ګلانو عطر ورك شو
ګلشنونه شول خراب
مستي نشته د شباب
ټول ژوندون دى يو سراب
د زړه لمر په ډوبيدو دى
د مغرب لمنه سره شوه
د ژوندون د تېارو ډېر دى
له ژونديو مې نوم هېر دى
غم د زړه له حده تېر دى
په تېارو كې زنداني يم
ورك شو نور د حقيقت
د ژوندون بدل تصوير شو
بيا خراب زما تقدير شو
په زنديو كې راګير شو