د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو له سترګوالونیا تاریخی خو «اوسپنیز انسان »

پروفیسور ع . رشید 10.05.2015 10:09

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زموږ دتاریخ په یوه خونړۍ او بحراني شیبه کې

دهندوستان له  خپلواکې وروسته  دهندوستان  واکمنۍ ته ډیرو یارانو داسې  مټې را ونغاړلې  او دومره  بي اوماچه ورته  تاوده شول چې هرچا فکرکاوه ، هندوستان دوی آزاد کړی  او آزادۍ دغه لوی نعمت دغه خوار ملک ته هم دوی ور ډالۍ کړې ده .  دهندوستان آزادۍ خو انګریزانو ومنله او خبره په ډیره آرامئ سره دیوه بري په توګه اعلان شوه .  نهرو ځان د  لارد او میرمن منټو له برکته  دومره برجسته کړ، چې د نوي هندوستان هرڅه  یې خپل وبلل .  جناح خو په کراچۍ  لارد منټوته زارۍ کولې چې  دهند او نوي زیږدیدلي پاکستان  دواړو بیلو شویو او جوړو شویو هیوادو مشر دې خپله تریوه وخته دی وچلوي  ځکه چې دوی دومره استعمار ځپلې وو چې دخپلو ملکو دادارې توان یې په ځان کې نه لیده او سترګې یې انګریزانو سترګوته نیولې وې  او ځانو نه یې داسې ورښودل چې ګواکي دوی به کله هم دخپلو بادارانو دغه لورینې  له یاده ونه باسي . بله مهمه خبره داوه چي دوی دانګریزانو په لمنه کې لوی شوي وو خپله او د نړۍ خوشبختي یې دهغو د لاسپوڅو په توګه  اوس چې آزاد شوي هم وو دهغو تر ترقدمو لاندې بلله .  
دا یوه عجیبه درامه وه ،  ګاندي دخپلواکۍ لپاره خپله مبازره وکړه ، ځان یې ترمهاتما (لویې اروا )  پورې ورساوه ، دهندوستان تجزیه یې ومنله ، خو کله چې وار د څوکیو اومقامو شو ، بیا یې هرڅه ته شا کړه او دهغې ګناه په تلافۍ شو چې ولې یې د لوی هندوستان دتجریې پرځای یوازې د آزادۍ  شعار هغه چی پاچاخان په کراتو زارۍ ورته وکړې چې  ګاندي جي ته په تجزیه کې تاوان کوې ، د آزادۍ په ویلو سره ځان دهندوستان له ولس سره او هیواد سره مل کړه ، خو هغه ته یې ځواب ورکړ چې  « خان صاحب اوس ډیرناوخته دی »  خو پا چاخان د دوی خپل هندي متل ورته ووایه چې  «  د دپورتني ذات په کورکې اندیر (تیاره ) ده خو  دیر (ناوخته ) نه دی » .
مانا داچې له هرچا سره ستونزې وې ، هندوستان هم آزادۍ واخسته او هم تجزیه شو . یوشمیرته په کې څوکۍ ورسیدې ، یوشمیر په کې ډیروځلیدل او ډیرڅه یې  په کې دځان کړل . دوی یوازې د څرګندو څیرو په توګه ځان ښودنه کوله ، نهرو لومړی وزیرشو ، ګاندي دټول هند مشر ، جناح قاید اغظم شو ، لیاقت  علی د مرګ پرلاره  له آزاد پاکستانه ولیږل شو  . داهرڅه په نیمه وچه کې روان وو . پاکستان لاهم انګریزي  جنرالانو ساته اولارښونه کاوه ، خو هندوستان بیا دیوشمیر نومیالیو په  شته والي سره دخپلو ملي بنسټونو پلان ترلاس لاندې ونیوه ، هلته د هندو مسلم ستونزه وه ، د سلګونو نوابانو او راجا ګانو دنوابیو او شتمنیو او واکونو ختمول وو، مهاجرتو اومرګو دانسانیت نړۍ په سراخیستې وه  ،  داټولې  هغه ستونزې وې چې دهغو دپای ته رسیدو لپاره یوه اوسپنز هندوته پال مشر  سردارپټیل خپله اجندا اوخپل پروګرام ترلاس ونیو،  ترسل زیاتې نوابې یې په خپلواک هندوستان کې  منحل کړې ، کشمیریې د یوې معضلې په توګه دهندوستان په قلمرو کې راووست ، دحیدرآباد دنظام  سلګونه کاله زوړ نظام یې له بیخه ړنګ کړ، همداسې نورې نورې . ولب بهای پټیل  دهندوستان لومړني داخله وزیرشو ، او تریوې لسیزې کم عمر کې یې ځانته د « هندوستان د اوسپنیز مشر » لقب دخان کړ،  نه په مطبوعاتو کې ښکاریده ، نه یې د تشریفاتو خیال ساته دده یوازنۍ هیله داوه چې هند باید یوموټي پاتې شي اوهندوستان باید خپل پرتم او خپل ملي یووالي له لاسه ورنه کړي.
دغه ټوله مقدمه مې د یوه لیکوال اودخپل هیواد د ژوند اوتاریخ دیوه شاګرد په توګه  له دي امله ولیکله ، چې  زموږ دبدره هیواد افغانستان په تیرو  دوولسیزو کې دومره ستونزې ولیدې ، دومره تش په نامه مشران  لکه مرخړي  د ډالرو او چور پردسترخوان را وټوکیدل چې  دهغو (ډالرو اومقامو ) په خاطر یي نه ځان اونه ملت ته د ویاړ څه ور پریښودل ، نفرت ، فساد ، رشوت ، او فحشا  داهغه څه وو چې ددغه ملت  یارانو په ډیرویاړ او سرلوړې سره پردغه ملت باندې ولورول . چې پرهغو یې له شکه پرته هم ځان او هم ددغه ملت  د ویاړونواو باورونو (عقایدو) پرتم ته یې دپردیو په اشارو داسې ټکان ورکړ ، چې هیڅ یې هم دغه ملت ور پرنښودل ، نفرت او کرکه یې وکرل ، تعصبونه یې په بیلابیلو شکلونو سره خپاره کړل ، دهیواد پرتم یې پرپردیو باندې دتوتو په بیه خرڅ کړ، چې لاهم ورته لګیا دي ، تش په خوله وطن رهبرې کوي خو د رهبرۍ لپاره یې ساده نورم حتی دموکراتیک اصول هم مسخ او فسخه کړل . وطن یې دکاغذ پرمخ دتجزیې پړاو ته ورساوه . چې  اوس هم عملآ دغه ستونزه او دغه کاغذ د ملت په مخ کې پروت دی .او ستونزه لا د دوی له خوا روانه ده . دا ډول سل نورې . اونورې ... زموږ په مخ کې وي او دي ...
داټوله پرګویي مې ددې لپاره وه چې  په دغه  تورغوبل او تیرو دوولسیزوکې خداي پاک  افغانستان ته  یو « اوسپنیز افغان » او یو  « چوپه رستم » ور برخه کړ چې دهغه نوم  جیلانی خان پوپل دی ،  زه داسړی نه پیژنم ، او نه مې کله لیدلي  ، نه یې  په عقیده پوهیږم او نه هم په سیاسي اوفکري تمایل ، یوازې یو څه چې باید زموږ ملت او تاریخ په  دغه حساس  تاریخي پړاو کې له یاده ونه باسي ، هغه داچې دغه  پولادی افغان ، دافغانستان  په معاصر تاریخ کې د افغانستان دتجزیي او یوه بدمرغه داخلي ستم  مخه په خورا حساس پړاو کې  ونیوه او دافغانستان دمعاصرې ادارې په جوړښت کې تاریخي ونډه او قربانۍ نه هیرودونکي ده .  ده په رښتیني توګه  د « افغانستان » شته  والی په دغه  روان دموکراتیک غوبل کې له یوه تاریخې خطره په خورا درایت او افغاني هوډسره پرته له دي چې ځان ښودنه وکړي  او څوک یې وپيژني  دیوه شعوري  «افغان » په توګه وژغوره . پوپل په معاصرافغانستان کې یوازنۍ  «کنګ میکر ) دی  چې تاریخ ،خلک اوځوان نسل یې باید له یاده ونه باسي . ځکه دی نه کرزی و ، نه  احمد زي  اونه هم عبدالله خو دافغان دنوې ادارې یو تکړه  «افغان » بنسټوال او جوړونکي و او دي .    
ما دغه لیکنه  دده هوډ اوعزم او افغاني نیت  ته  د درناوي پرلامل وکړه ، نه یې په شخصي توګه پیژنم اونه هم ددغه منصب مبارکۍ ورکوم ، خو افغانان باید خپل داډول ملي خدمتګاران د دوی  د ملي کارنامو او کارواییو له مخې وپیژني  نه د دوی دمقامونواومنصبونو له مخې . !؟  
بس همدومره
پروفیسور  رشید  . نوي ډیلي