د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شته ستونزی او د حل لاره

عزیزالله (حقپال) 06.05.2015 11:49

«افغانستان د خپل جیوپولتیک موقعیت په درلودلو او
د پریمانه طبعی زیرمو په موجودیت سره د نړی استعمارچیانو او حریصو ګاونډیانو پام ځانته
اړولی . او له همدی امله زموږ هیواد د ګاونډیانو او یا هم د نړی د زبر ځواکانو
لخوا د تیری ، یرغل، توطیی او رنګارنګ لاس وهنو سره مخامخ شوي»
وګورو په ډیر لنډ وخت کی
انګلیسی استعمارګرانو د تجاوز برعلاوه چی په شلمه پیړی کی انګلیسی استعمارګرانو د تجاوز برعلاوه چی دری ځلی ددی هیواد د نیولو هڅی کړی ، د شوروی اتحاد لخوا د شه ګاونډیتوب د تولو اصولو برخلاف دیو له شرمه ډک تجاوز په نتجه کی زموږ په هیواد نظامی تجاوز او تیری وکړ یو قانونی دولت یی له مڼخه یوړ او د حکومت اکثریت غړی یی زندان ته تیل وهل . خو زموږ هیوادوالو او خلکو د پردیو د تجاوز د نه منلو او قوی روحی په درلودلو سره دا هر یوه تجاوزګر په ګونډو کړی او شړلی ده
. ورسته بیا د همسایه هیوادونو لاسوهنو او مداخیلو له لاسه دا هیواد د کورني جنګ اور ته ور تیل
وهل شو څه باندی لس کاله دا هیواد د یو قانونی او حاکم دولت د نه درلودلو په وجه د خپل منځی جنګونو په اور کی وسوځول شو ، زموږ دیري اقصادي او بنیادي پروژي او فابریکي له منځه لاړي اقتصادي وده په ټپه ودریدله خلک ووژل شو مهاجر شول بی وطنه شول خو تر ټولو بد داووه چی د ورونو میلیتونو تر منځ دنفاق اور ته لمن ووهل شوه ، د قومونو او میلیتونو تر منځ وسلوالو نشتو ته لاره هواریدله او زموږ د ورونو قومونو ترمنځ د دوشمنی اور تازه کول فوشتل کیده ، او زموږ د ورونو ملیتونو د اتحاد او ورولی اصل ته یی زیات زیان واړول . دلته دا هم یاید روښانه کړم چی که څه هم دوشمن او د دوشمن ګمارلشویو رهبرانو دیر کوشش وکړ چی د شیه او سنی د پښتون او هزاره او نورو قومونو ترمنځ دا د نفاق اور تازه او شعله ور کړی خو دا جنګونه تر دیره برید د کابل په جغرافیایی موقیت کی قید پاته شو او ددی اور لمبی له کوټه سنګی څخه میدان شهر ته هم ونه رسیدلی ځکه زموږ ورونه ملیتونو همشه په صلحه کی دوروګلوی ژ وند ته ترجع ورکړی او ورکوي .
خو د داخلی جنګونو ادامه او د مرکزی قوی دولت نه موجودیت د القاعدی او تروریزم رشد ته په هیواد کی زمینه مساعده او هوار او جهانی استعماری قواو دتروریزم سره دمقابلي تر عنوان لاندی زموږ هیواد ته د راتګ لاره وموندله او ددی غنې هیواد د جیو پولتیک موقعیت او طبعي زیرمو ته د لاس رسي مخکني هدف ته د رسیدو لاره همواره ولیدله .
امریکایان او ناتو زموږ هیواد ته ظاهرأ د دریو لاندی هدفونو د لاسته راوړلو په منظور راغلل:
لمړی : د بین المللی تروریزم او القاعدی پر ضد مبارزه
دوهم د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر ضد مبارزه
دریم د دموکراسی او ولسواکی اصول پیاده کول

اوس زموږ موجودی ستونزی :
ددی تر څنګ چی مخدره موادو کښت استعمال او ترافیک له پخوا کم شوي ندی بلکه ډیر شوی زموږ ځوانان زموږ راتلونکی نسل ورځ په ورځ په مخدره موادو روږدی کیږی او د رږدیو کسانو شمیر هره ورځ دیریږي .
د دا دوه سری دولت په تشکیل سره اوس مرکزی دولت له پخوا هم ضعیف شوی ورځ په ورځ د
عملی کار توان له لاسه ورکوی.
اوس زموږ اداري له پخوا زیات په فساد ککړي شوي چی پدي توګه د خلکو لپاره د خدمتکولو جوګه کیدای نشي .
دافغانستان فاسده اداری او لوړو پوړو چارواکو تنها د ځان غوشتنی د اصل له مخی د مرستو و غلا کولو او اختلاص ته ملا تړلی هیڅ کومه داسی اداره مڼخ ته رانغله چی د خلکو د ژوند د شه والی لپاره کار وکړی او یا هم بنیادی پروژي ایجاد او منځ ته راوړي ، ادره له فساد سره بیلکل اغیشته شوي ده
اوس زموږ ټولنه تر پخوا زیات د د داعش د ظهور له امله د تروریزم تر ګواښ لاندی دی پدی ورستیو ورځو کی د غزنی او قندهار دلاری د مسافرو اسیرول د غزنی په مالستان کی د عسکرو د سرونو پری کول د بدخشان وحشی حملی او د مزار او جلال اباد وحشیانه او غملړلیو حادثو راوشودله چی تروریزم تر پخوا زیات بیرحمه زموږ غریب اولس ژوند اخلی همدا بین المللی تروریزم دی چی زموږ د وطن د پیشرفت او ترقی د لاری خنډ ګرزی ، همدا تروریزم دی چی زموږ د ورونو میلیتونو ترمنځ د بی اعتمادی فضا رامنځ ته کوی . همدا تروریزم دی چی زموږ د اولسونو د عقب ماندګی او زیاتي بیسوادي علتونه جوړوي .
اوس زموږ هیواد د یو لوی بحران خواته روان دی زموږ په هیواد کی دموکراسی په انارشی تبدیله شوی له یو طرفه د افغانستان د جمهور ریس او اجراییه ریس تر منځ اختلاف ، د دریګونو قواو عدم همکاری او د پخوانیو داړمارانو او جنګسالارانو مافیایی کړیو لخوا خنډونه ایجادول دا ټول هغه څه دی چی د پورتنیو ستونځو په لا پیاوړتیا کی موثر رول لري. .
ایا ددی ټولو ستونځو و مشکلاتو او تهدیدونو په مقابل کی خاموشه کشینستل او حوادثو ته تنها د سیلبین په توګه کتل او د هر ډول ظلم تیری او وحشت په مقابل کی بی تفاوته پاته کیدل د یو با احساسه او با درکه هیوادوال سره کوم اړخ لګولی شی ؟ موږ تنها باید دحوادیثو نتیجو ته منتظیر پاته شو؟ او که عملأ لاس پکار شوهر یو
هر افغان هر با درده او خوږمن انسان باید د خپل توان او طاقت او امکان سره متناسیب د صلحی د راوستلو او د هغه په تل پاتوالی خلک د اتحاد او یوالی خواته راوبلل شي د صلحی او ثبات د تیګښت او ترقی لاری مشخصي او خلاصي کړلی شي .
موږ ته پکار ده چی په دولت کی د خلکو او قومونو د پراخ ګډون کولو لارو و چارو په پیداکولو کی خپلی هڅی ګړندی کړو . موږ ته پکار ده چی په خپلو افغان کادرون د اعتماد راتلو لپاره هڅی وکړو او موږ ته پکار ده چی د تعصب او تنفور مرض د قومونو او میلیتونو په ضد له منځه یو سو .او موږ ته پکار ده چی د وطن د علیا ګټو لپاره له خپل منځی وړو اختلافونه څخه تیر شو یو او بل د اعتماد په فضأ کی په غیږو کی ونیسوو او هر هغه څوک چی د شه خدمت کولو لپاره مناسیب وی د هغه ملاتړ وکړو
موږ به د ازادی ارادی او غوښتنو سره سم د یو رشتني ملي ولسواک دولتي سیستم چی د هر ډول بهرنی منفي نفوذ ، تبعیض ، تعصب ، او فساد څخه پاک وی د منځته راوستلو لپاره لاری چاری سنجوو تر وسه وسه به یی د عملی کولو هڅي کړندي ساتو ،.
موږ باید د هیواد د مځکنی بشپړتیا ، ملي حاکمیت او سیاسی خپلواکی څخه دفاع او له بهر څخه د هر ډول نظامي ،سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي او کلتوري تیریو په وړاندي مقاومت او د هغو د نفوذ مخنوی لپاره کار وکړو ،
موږ د دموکراسی د اصولو د پیروانو په توګه د هر ډول دیکتاطوری ، ظلم ، استبداد ، تبعیض ، تعصب او فساد په وړاندی کرکه ولرو او نور پری نژدو چی دا منفی پدیدی زموږ د ټولنی خوشبختیوی او زموږ د راتلونکی نسل او ماشومانو د شونډو خندا او ارامتیا را څخه واخلی .
موږ د داسی یو دولتي سیستم د جوړیدو په لاره کی خپل کوششونه جاری وساتو او ملاتړ تری کوو کوم چی ملي ګټي تر خپلو شخصي ګټو لوړي وګڼي او ساتنه یی خپله دنده وبولي له هر ډول فساد څخه پاک ومنزه او د ټولو ملی وطنپالو ځواکونو سره ګډ جوړ شوی وی
د قومي ژبني ، سیمه ایز او نورو ملي تعصباتو ته لمن وهلو مخه ونیوله شی او د افغانستان دټولو خلکو د عنعنوي تاریخي دوستي متقابل درناوی او د ګډ هیواد سره د میني پر بنسټ د شو اړیکو او یو بل سره د وروری د اړیکود ټینګیدولپاره مشترکی هلی ځلی او د بی اتفاقی د عاملینو په وړاندي جدي مبارزه او مقاومت د ټولو ملی او وطني شخصیتونه ګډه دنده ده
.د ټنګښت لپاره داسی لاری ولټولي شي چی ټول قومونه او ټول قشرونه ځان هلته وګوری ، موږ نور باید پدی وطن کی د مرور په نوم وسلوال مخالفین ونه لرو بلکه ټول د یو واخد ملی حاکمیت غړی واوسو . داسی ولسواک او ملی حاکمیت
دوستانو تجربو شولی او ثابته کړی ده چی ددی هیواد جوړونه او پیشرفت عالی هدفونو ته رسیدل د خلکو او اولسونو لپاره د صلحی او هوسا ه ژوند شرایط برابرول د یو ګوند و سازمان د یو تنظیم او حرکت د یو قوم او یوه میلیت د یو سمت او یو مذهب کار ندی او نشی کولایی د ټولنی ټولو غوشتنومثبت ځواب ووایی دا هیوا د به د ټولو کوندونو په شراکت دمیلیتونو او قومونو په ګډ کار او پیکار د تولو په اتحاد او یوالی کی د شه راتلونکی درلودونکی وی او دا همغږی د یو هوسا ژند تظمینونکی ده ، نو ځکه تنها او په انفرادی ټوګه دا ارمانونو چی زموږ ټولو مشترک ارمانونه دی پوره کیدایی نشی بلکه د یو انسجام له لاری د هغو ګوند به لیکوکی چی زما له ارمان او ستا د ارمان سره موافقه برنامه او کړنلاره لری انسجام پیدا کړو د هغو ګوندونو لیکی تینګی کړو چی د ملی ارمانو لپاره ملی او مملکت شوله مبارزه کوی ، او د هغو ګوندونو ملی متحد جبه جوړه شی چی د یو ارمان د پاره مشترک ټکي ولري .
دولت چارواکي وهڅول شي چی د صلح پروسه ګړندي کړي ، او زموږ هیواد ته لمړی صلحه او بیا پرمختیا ور به برخه شي او زموږ کوچنیان پکی خوشحاله او خندني واوسي
ومن الله التوفیق