د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمدني فعاليت په نوم مدني تخريبونه

محبوب 01.05.2015 16:17

له بده مرغه چي په افغانستان کې هرڅه ته يوه پروژوي ډول او نوم ورکول کېږي اوپه همدې خاطر ده چې نن موخپل ورځني ژوند هم پروژوي شوي دي،ځکه خو مو ورځ نه ښه کېږي هيڅ کار په صداقت او رېښتونولۍ نه کوو،خپلوکې يوبل ته ټګان يو ،يو ورور پاسېږي د بل غوښې په امبور شکوي اوپه يوه بهرني يې په ډيروکمو پيسو پلوري.

په هېواد کې که کوم نهاد يا ارګان بې طرفه او مستقل پاتې و نو هغه مدني ټولنې وي خو له بده مرغه چې نن دې ټولنو هم فرمايشي او دبل په لمسون او پروژو ورکولوسره خپل فعاليتونه پيل کي دي،مخکې به مدني ټولنو په هغه وخت کې خپل اعتراضيه اواز پورته کاوه چې کله به د ملت يا ولس په زيان کوم کار وشو،يو غريب او بې وزلي به ضرري شو اويابه هم په ملي کچه دخلکو ګټوته زيان رسيده نوبيا به رېښتوني مدني فعالان راپاڅېدل او څوتنه به يې ځانسره کړل يابه مربوطې ادارې ته ورتلل اويابه يي سوله ييز لاريون ترسره کړ دهغو خلکو حق اوحقوق به يې ورته تر لاسه کړل خومتاسفانه چې اوس مدني فعالان نشته بلکې ټول مدني شغالان شوي دي او د يوې چرګې اويا يوو خوراک شوروا لپاره هم لاريون کوي.
دوي فقط سترګې په لاره او غوږ په اواز وي چې چېرې يو کار وشي او دوي خو تيار چمتو او بډوهلي ناست وي،کله دملت په نامه ،کله ددولت په نامه اوکه ديوڅه اوکله دبل څه په نامه دسوله ييز په نوم لاريون کوي خوبيا يي پکې خلکوته ،لکونه او ميليونونه افغانۍ او ډالر زيان اړولي وي،داځکه چې دوي خو لاريون دهمدې لپآره کوي چې نور مړه او ځانونه ماړه کړي،يا يې مارکېټ چور کړي وي ،يايي ورته اور ورته کړي وي،يايي په سړک دموټرو شيشي ماتې کړي وي اويا يي نور داسي ورانکاري کړي وي چې بيا يي جبران له امکانه وتلي وي،داهرڅه يې پرخپل ځاي اوس خوپه ډيرو لاريونونوکې له دومره درنې سلاح اومهماتو څخه کار اخستل کيږي چې مرکزي حکومت ،د دفاع اوياهم دداخلې وزارت يې هم په لاس کې نه لري،ټول دبهرنيوپه فرمايشاتو روان دي غربيان پروژې ورکوي اودوي هم پرته له فکر کولو اقدام کوي اوسني مدني فعالان خو ټول غله،رهزن،قاچاقبران او انسان وژونکي خلک دي دوي چې هرډول جرم وکړي هرڅه چې پکې استعمال کړي څوک يې مخه نشي نيولي خوترټولو بده بياداده چې جرم وکي او بيا ورباندې نوم مدني حرکت کېږدي.
له بلې خوا په هېواد کې پر دولتي ځمکو داسې چور اوتالان روان دي چې هيڅ اندازه يي نه کېږي،دپارلمان وکيلان دي چې هرڅه يې زړه وغواړي هغه کوي هره ځمکه چې يې خوښه شوه ورځي او ډاکه پرې اچوي نو څوک خونشته چې مخه يې ونيسي،دبېلګې په ډول څه موده مخکې د هېواد په پلازمينه کابل د شاه شهيد په سيمه کې چې دښار منځ دي د ولسي جرګې غړي او د وکيلانو دمسؤونيت او امتيآزاتو دکمېسيون مشر شريف الله کاموال ديوچاپه شخصي ځمکه ډاکه واچوله اودځان لپاره يې نيوله کله چې مقابل لوري دخپل حق غوښتنه وکړه د کاموال نفرو ورباندې ډزې وکړي چې په نتيجه کې يې يو پوليس اودوه تنه ملکي خلک ټپيان کړل،څوک هم نشته چې مخه يې ونيسي او دپيښي څېړنه وکړي.
همدارنګه د ولسي جرګې بل غړي او ددې جرګې دفرهنګي کمېسيون مشر کمال ناصر اوصولي په خوست ولايت کې دهندوفارم په ساحه کې شپږ جريبه ځکه غصب کړه اوپه زور يې ونيوله خوکله چې ورنه پوښتنه وشي وايي چې دامې له دولت څخه په اجاره نيولې،ايآدا خبره د منلوده چې شپږ جريبه ځکه دې په ۱۰۰۰ افغانۍ اجاره ورکړل شي؟
دا اودېته ورته ډېر غصبونه په خوست ولايت کې د کمال ناصر اوهمايون لخوا شوي مګر څوک نشته چې مخه يې ونيسي يو نفر چې ددوي دمخې نيولو اقدام يې وکړ هغه دهمدې ولايت سرپرست والي عبدالجبار نعيمي وو چې پرضد يې د اصولي اوهمايون لخوا لاريونونه وشول او دهغه دلرې کېدو غوښتنه يي وکړه ،نن څوک ددولت د زورواکو مخه نشي نيولي ولي چي ډول غله او ډاکوان دولتي چارواکي دي.
ائلافي حکومت هسي تش په نامه حکومت دي ټول پکې غله راټول شوي دي که تاجر دي هم د حکومت په لوي پوسټ کار کوي،که وکيل دي هغه خوهسي هم پلار دي اوبل پلار نه مني هرڅو ک چې په تخريب کې لاس لري هغوي دولتي چارواکي دي هيچاته ديو توت پشان فکر هم نه کوي هرڅه يې په خپل لاس کې نيولي دي اولرې نده چې دا دولت به ډير ژر ړنګ او له مخې لرې شي او هېواد به په يوه لوي بحران واوړي اوبيآ به نورو هېوادونوته مهاجرتونه پيل شي چې زموار به يې ټول دګډ حکومت مشران غني او عبدالله وي.