د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نارنج ګل دودیزه تاریخی میله او مشاعره

نصیر احمد (څپاند) 01.04.2015 15:58

د نارنح ګل میله چی یوه دودیزه او تاریخی ملی میله او مشاعره ده او هر کال یی زمونږ هیواد والو خصوصا ختیځوالو لخوا په خورا درنواو په ډیرو جوش او خوروش او رسمی مراسمو سره لمانځلی مګر دا څو کاله مسلسله يه شعوری یا غیر شعوری توګه د چارواکو لخوا دا مراسم مختصر کید لو سره د شاعرانو د شعرونو د سانسور تر څنګ د محدودیتونه سره هم مواجه شوه . د نارنج ګل دودیزه میله چه باید ازاده، خپلواکه ، بی پری او يه داسی مناسب ځای کی چه عام اولس ورکی ګډون وکړی شی او دروازی یی د هر هیوادوال په مخ خلاصی وی، هرکال چی تیریږی اوس د ولس د واک نه خارج او دولتی بڼه یی نیولی. حتی د ګډون بلنلیکونه یی هم د اطلاعات او کلتور محترم ریاست نه په مشکله ترلاسه کیږی. نن ورځ ۱۲ د حمل د کال ۱۳۹۴ د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره د لمانځلو مراسم په خپلو سترګو مولیدل او وکتل چی د چارواکو لخوا دولس نه دی مراسمو کی دګډون حق واخیستل شو ا وصرف د ولایت قصر پوری محدود شول او ولسونو ورکی د ګډون څخه محروم شول اوکه دا حال وی کیداشی نارنح ګل تاریخی او دودیزه میله خپل تاریخی ارزښت له لاسه ورکړی. د چارواکو دغه کړنی د ولس ‚خلکو او حکومت ترمینځ د واټن سبب کبږی.
((ګرانو هیواد والوغواړم دلته د قدرمن استاد عبدالروف قتيل خوږياڼى یو لیکنه تاسی سره شریکه کړم چی نارنج په درې بیلابیلو مذهبي او تاريخي دورو کې مطالعه کيداى شي:
له ميلاده پخوا او له اسلام را وروسته:
د نارنجو زوړ تاريخ او پخوانۍ يادونې په چينايى ليکونو کې موندل کيږي. تايو، چې 2250 ق. م کلونو کې ژوند کاوه، خپل پاکنگ نومي کتاب کې يې د نارنجو قوم ياد کړى دى. د بغداد ښار په 50 کيلو مترۍ کې له لرغون کيندنو په ډتگه شوې، چې د نارنج زړى موندل شوى او تاريخ يې څلور زره کاله له ميلاد څخه مخکې اټکل شوي دى. په هندي روايتونو کې هم له نارنج څخه د جا ميلا په نوم يادونه شوې، چې 320 ق. م کې اروپايى ليکونو کې د لومړي ځل لپاره د يهودو مذهبى مقدسې ميوې په توگه ياد شوى او د يهودو پرسکه يې بڼه ښكاره شوې..
د نارنج گل دوديزه ميله په رسمى توگه په ۱۳۴۴ل کال د حمل په 19 نېټه سپين غرهوټل کې ونمانځل شوه
دغه راز د دې ميلې په تعقيب يا پرنقش قدم د پښې ايښودلو په توگه په کندهار کې د انارگل ميله په جوزجان کې د قالينو ميله، په ميدان وردگو کې د مڼى گل ميله، په چاريکارو کې د ارغوان ميله، په لوگر کې دسنځلې گل ميله او په مزار شريف کې د گل سرخ ميله، چې څلويښت ورځې اوږده وي په بېلو بېلو وختونو کې نمانځل کيږي او د افغانستان د بېلا بېلو سيمو شاعران يې په مشاعرو کې برخه اخلي د نارنج گل د پسرلى په نورو گلانو کې ډېر ښايسته دى او پخپله د نارنج ويټامين سي د زړه هڅونې نه ډېر گټوردى)) سر چینه : نن اسیاټکی نه په مننه سره.

په ننګرهار کی د مدنی ټولنو د ټولو استازو ‚ سیاسی ګوندونو ‚ فرهنګیانو ‚ د پوهنتونو استاذانو ‚ قومی مشرانو ‚ ملی شخصیتونو او په ولسی جرګه کی د حنیځ زون استارو او ولایتی شورا غړو څخه هیله او غوښتنه کوو داچی د نارنح ګل میله او مشاعره یو ه تاریخی او دودیزه ملی میله ده او دهیواد لرو ولایتونو او سیمو نه ورته ولسونه او خلک ورکی ګډون کوی را ځی په ګډه سره دغه دودیزه میله او مشاعره په راتلونکی اوني کی د جلالاباد ښار د امیر شهید باغ کی مونږ او تاسی په ګډه ونیسو او ولمانځو او چارواکی مکلف دی چی ددی میلی امنیتی تدابیر ونیسی په دغه شان دودیزو مراسیمو کی مونږ او تاسی به خپل ملی او فرهنګی رسالت تر سره کړی وی او هم مو په خپل افعانی ‚ اسلامی ارزښتونه دو دونه او رواجونه دبډاینه کړوی ا و هم عامه پوهاوی ترسره کړی وی.