د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډيموکراسی يا تروريزم

ميرويس شريعتمداري 28.02.2015 13:07

زما په نظر د يو قدرتمند هيواد بهرنۍ تګلاره که چيرې په سمه توګه ونه څيړل شي
نو د وخت په تيريدو سره به په امپرياليزم بدله شي خو ددي امکان بيا هغه وخت
ډير وي چي په ټولنه کي يو ديکتاتور واک ته ورسيږې .
نن په نړۍ کې ډيموکراسۍ او سوله راوستل سره له دي چې د امريکي د بهرنۍ
تګلارې شعار دي خو د پردې ترشا بيا بل څه نغښتې دې ، تروريزم او دهشت هغه
څه دي چي امريکا د هغه په پلمه غواړي خپل زغروال نظامي قدرت چې په عصرې
تکنالوژۍ سمبال دي په اسلامي کمزورو هيوادونو وکاروي .
امريکي تل هڅه کړي چې پر ځينو هيوادونو وسلي او مهمات په ډيره کمه بيه
وپلوری ترسو د اسلامي هيوادونو په مقابل کي وجنګيږی ، له 1950 نه تر 1982
ميلادی کال پوري امريکي د 135 ميليارد ډالرو په ارزښت 352156 تکتيکي
راکټونه ، 40452 زغروال ټانکونه ، 10385 هيليکوپترې او 8969 د هاوان توپونه
پر دغو هيوادونو پلورلي دې .
سره له دي امريکي د 56,6 ميليارد ډالرو په ارزښت وسلي او نظامي تجهيزات د
71 هيوادونو په لاس کي ورکړی دې ترسو وکولاي شي خپل ځينې ناوړه سياستونه په
سيمه کي پلې کړې .
لاندي جدول چي د يو امريکايی انستيتيوت څيړنه ده د امريکي د نظامي صنعتي
اتحاديو خالص عوايد په ميليون ډالرو ښکاره کوې .
د نظامی صنعتي اتحادي نوم 1965 کال 1975 کال
1984 کال
لاک هيد 53,7 45,3
344,1
بويينګ 787,0 76,4
78,3
يونايتد تکنالوجست 43,0 117,5
645,0
جنرال دينسک 49,3 84,5
381,7
ليتون اندرو ستريز 39,8 35,3
3134
ناتروپ 8,7 24,7
166,9
ګروم مان 20,9 23,5
108,4

واشنګتن د 2001 د اکتوبر پر اوومه يوه پښه د افغاستان پر ستونې کيشوده او د
2003 کال د مارچ پر شلمه يې بله پشه د عراق پر ستونې کيشوده او همدا اوس
غواړی چې پر ځېنو نور هېوادونو لکه سوريه ... تر پښو لاندې کړې .
تېرو دوو لسېزو دا ثابته کړه چې اوس د امريکا سياسي زور مخ پر نظامي زور
بدلون کړی او کړه وړه يې ټول نظامې شوې دې .
امريکا تل د سولې چېغې وهې ددې لپاره چې پر حقيقت پوه شو نو سمه به وې چې
تاريخ ته ځېر شو .
امرېکا په چين باندې په کال 1946 – 1945 بل ځل 1953 – 1950 ، په کورېا
1953 – 1950 ،
په ګواتيمالا 1969 – 1967 ، په انډونيزېا 1958 ، په کيوبا 1960 – 1959 ،
په پيرو 1956 ، په لاووس 1973 – 1964 ، په ويټنام 1973 – 1961 ، په
کمبوډيا 1970 – 1969، په ګرينادا 1983 ، په ليبيا 1986 ، په السلوادور او
نيکاراګوا 1980 لسيزه ، په پانامه 1989 ، په عراق 1999 – 1991 بل ځل 2003 ،
په بوسنيا 1995 ، په سوډان او افغانستان 1998 ، په يوګوسلاويا 1999 او
همدا اوس په افغانستان يو ځل بيا ېرغل کړې دې ، له دې سره اوس معلومه شوه
چې امرېکا واقعاً يو سوله غوښتونکۍ هېواد دې .
د سپتمبر ېوولسمه امريکا و ټومبله او زور يې تر افغانستان وکېش او د
ترورېزم د ځپنې په نوم يې خپل رامبويې جنګ چې سناريو يې له مخکې ترتېب شوې
وه پيل کړ او په دي ډول يې ځان د کسپين حوزی او منځنۍ اسيا نفتي زېرمو ته
نږدی کړ ، که څه هم اصلې هدف کېداي شې چې ترکمنستان اووسې خو روسېه لادمخه
پر دې موضوع امرېکا ته خبردارۍ ورکړۍ ‌ؤ .
ترکمنستان د نړۍ درېم لوۍ ګاز لرونکۍ هېواد دي او تېل يې شپږ بيليونه اټکل
شوي دې کوم چې د امرېکا لپاره دېرش کاله کفايت کوې .
واشنګتن په خليج فارس ، کويټ ، بحرين ، سعودې ، عمان ، قطر ، متحده عربي
اماراتو ، ترکمنستان ته نږدې يعنې افغانستان کې خپل اډې جوړې کړې او د نړۍ
هغه برخۍ ته چۍ هلته ځمکنۍ شتمنۍ شتون لرې د يو کمربند په راتاوولو سره
سياسي کيزه واچوله .
امريکا نن په ټوله نړۍ کې له 800 څخه زياتې نظامې اډې لرې ددې اډو لوړ
مصارف خپله دا پوشتنه راپورته کوي چې آيا امريکا د نړېوالې سولې لپاره دا
اډې جوړې کړي که د نړې تر پشو لاندې کولو لپاره .
کله چې په 1979 زيږدېز کال کې امام خمينې په ايران کې واک ته ورسېد نو له
الجزاېر نه تر ماليزيا پورې ځوانانو د هغه عکسونه پورته کړل او د امرېکا پر
ضد يې شعارونه ورکړل ، کوم چې د امرېکا لپاره د تحمل وړ نه وو نو له
همدې امله په بغداد کي د امريکی سفېر رمز فيلډ ، صدام حسېن دې ته وهساوه
چې پر اېران حمله وکړی نو هماغه وو چي صدام چېغه کړه چې د ايران انقلاب
عجمي انقلاب دي که اعراب يې مخه و نه نيسي نو د اعرابو تمدن لمنځه ځي ، چي
په پاي کي يې پر ايران حمله وکړه او د انقلاب اسلامي ملا يې ماته کړه .
خو کله چي پر عراق حمله وشوه نو هماغه رمز فيلډ د امرېکې پخوانۍ سفير په
عراق کې چي اوس د دفاع وزير ؤ د جګړې امر يې صادر کړ .
د عراق جګړې په وخت کې نس ليډساي د ولسمشر بوش سلاکار د عراق جګړی په اړه
يې وويل : يوازنۍ هدف د عراق له جګړې څخه تيل دې .
د جورج بوش ملګرې او مشهور عيسوې مبلغ پيټ رابرټسن بيا وويل : هتلر ناوړه ؤ
لاکن مسلمانان چې د يهودو سره څه کول غواړي نو دا تر هغه هم ناوړه دي .
مګر يو بل لعنتي جيری فالوېل بيا له چوکاټه ووت او حضرت محمد (ص) يې
نعوذبالله ټروريست وباله ، په همدي توګه د بيلي ګراهام زوي فرانکلين ګراهام
چې د جورج بوش په پرانيستونکې وينا کې يې انجيل قراعت کاوه اسلام يې يو
شيطان ( Evil ) وباله ، وروسته له دي ټولو يادونو ثابيتږې چې د ديپلوماسۍ
تر لهجې لاندې اصلي هدف څه او څوک دي .
د پيغور خبره لا دا چې بوش صدام حسين ته الټيماتوم ورکړ ، چي په 48 ساعته
کې د خپل کهول په شمول د عراق څخه ووځه که نه ځان د امرېکا حملي ته ټينګ
کړه . دا په تاريخ کي لومړۍ ځل دي چې د لس زره کيلومتره لېرې څخه کوم
ولسمشر يو بومي ولسمشر ته د خپل پلرني هيواده د وتلو مغرورانه خبردارۍ
ورکوي . دا د بشري نورمونو او قوانينو او هر ډول متمدن قانون او مدني چوکاټ
څخه وتلي خبر ده .
خو دا کرغيړنه نړۍ د بشريت له دي ټولو ظلمونو سره سره د هغي ورځي په لور
روانه ده کومه چي الهي ذات يې وعده ورکړی ده کومه ورځ چي هيڅ ښه عمل به
پرته له پاداش او هيڅ بد عمل به پرته له مجازاتو څخه پاتي نشي.