د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د (( مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې )) لیکنې باندې د نیوکې په ځواب کې

نظرمحمد مطمئن 13.02.2015 11:53

زه له ښاغلي حفیظ الله خالد ورور څخه مننه کوم چې زه يې په لیکنه کې د ښځو د اواز اړوند تیروتنې ته متوجه کړم.  موږ ته په کار ده چې کله هم څوک له تیروتنې سره مخ کيږي، ښه داده چې خپله تیروتنه په ورین تندي ومنې ددي پرځای چې له خپلې تیروتنې ناسمه دفاع کوي.

همدومره په کار وه چې ښاغلي خالد ليکلي وای  چې په دغه ځای کې تیروتنه ده او باید اصلاح شي  ( د ښځې اواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه حرام دی (.

وړاندیز کوم چې  یاده موضوع یوه علمي او فقهي موضوع   ده  او باید هغه  له فقهي اړخه وڅیړل شي.

موږ ټول پوهیږو چې محمد صلی الله علیه وسلم د خديجې رضی الله عنها د تجارت مالونو له پاره شام ته سفر کړی، او همدا لامل شو چې د بي بي خديجې رضی الله عنها   سره يې نکاح وتړل شوه.

کله چې محمد صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه   له مکې نه مدينې ته د هجرت له پاره روان ؤ، د ام معبد رضی الله عنها  په خېمه کې په داسي وخت کې ورغلل چې دهغې خاوند نه ؤ، له هغې نه يې پوښتنه وکړه چې د خوراک له پاره شېدې شته؟ او بیاد ام معبد د بزې خبره ده چې الله پاک يې غولانځه له شېدو ډکه او محمد صلی الله علیه وسلم  اوابوبکر صدیق ښه په مزه سره وڅښلۍ او ام معبد ته يې ورکړي.

د حدیثو د پوهانو له نظره د محمد صلی الله علیه وسلم  د څيرې اړوند چې کوم احادیث رانقل شوې تر ټولو د ام معبد حدیث ته ترجیح ورکول کيږي چې د محمد صلی الله علیه وسلم  څیره او دهغه حالت يې پکې ډیر په روښانه ټکو څرګند کړی دی.

حضرت عایشه رضی الله عنها وايې چې يوه ورځ يوه بوډۍ ښځه زموږ کورته راغله او محمد صلی الله علیه وسلم  يې ډیر زیات قدر او احترام کاؤ، خپل ځای يې هغې ته پريښود، په خپل لاس مبارک يې شیان ورته رااخستل او ورکول، عایشه مبارکه وایې چې زه ډیره زیاته حیرانه شوم چې ولي محمد صلی الله علیه وسلم  د دي بوډۍ ښځې دومره زیات قدر او احترام کوي، پوښتنه مې وکړه بیا د الله نبي صلی الله علیه وسلم    وویل چې دا د حضرت خديجې رضی الله عنها ملګري ده، او ځکه په ما دومره ګرانه ده.

له دي ها خوا محمد صلی الله علیه وسلم  له زړو ښځو سره ټوکې هم کړي چې مشهوره يې هغه ده چې بوډۍ جنت ته نشي تللای، هغه بوډۍ ښځه ډیره خفه شوه، بیا محمد صلی الله علیه وسلم  ورته وویل چې په جنت کې به ټولې ښځې ځوانې  وي.

د احد په غزا کې د محمد صلی الله علیه وسلم  څخه يوې میرمنې صحابيې ام عماره رضی الله عنها دفاع  کوله او په جهاد کې يې عملا برخه درلودله، او محمد صلی الله علیه وسلم  هغوئ ته دعا کړي. نه داچې منع يې کړي بلکه هغوئ يې ستايلې دي.

د خلفاء راشدینو او صاحبه ؤ په وخت کې همداسي ډیرې بېلګې شته، چې د لیکنې د اوږدوالي له امله يې همدومره کافي بولم.

د افغانستان په تاریخ کې خو موږ ټول پر دي ویاړو چې د ملالي میوندۍ لنډۍ وه چې مجاهدینو په انګریز لښکر بری وموند

که په میوند کې شهید نه شوې - خدایږو لالیه بي ننګې ته دي ساتینه

زه بیاهم وایم چې انسان عاجز وي، موږ انسانان يو خطاوي او سهوې لرو، نه زه مفتی یم، نه ملایم، او نه هم عالم یم، نه هم زما په خبره او زما په حکم خلک د ښځو اواز حرام ګڼي او نه يې جایز ګڼلای شي، د ښځو د اواز اړوند علماؤ خپل نظرونه ورکړي او په کار ده چې په دي اړه دعلماؤ او فقهاؤ نظرونه هم تر نظر تیر کړو.

دلته زما په لیکنه کې خبره د مسجدونو ده، او زه د مسجد له دائیرې څخه نه یم وتلی، عامه خبره مې نه ده کړي چې د ښځې اواز اوریدل نامحرم ته مطلق حرام دی، داچې ښځې په مسجدونو کې د سوال له پاره ډیر په زوره اوازونه کوي او يا ژړاوي، همدې ته مې اشاره کړي، او ښه به داوای چې دومره سخت الفاظ نه وای کارول شوې، ځکه حرام هغه دي چې د الله په کتاب او د محمد صلی الله علیه وسلم  په احادیثو کې صریح حکم وي. خو داچې د لته د مسجد اړوند خبرې وي، نو زما د بې توجهې له امله د حرام لفظ کارول شوې.  او همدا لیکنه مخکې له خپراوې څخه د دینې عالمانو تر نظر هم تیره شوې، ځکه حساسه موضوع وه، ما هم پکې ډیر له احتیاط څخه کار اخستی، مګر همدې تیروتنې ته دهغوئ هم پام نه دی شوی، که داسي لېکل شوې وای چې د ښځو په زوره ژړا او اواز ناسم کار دی، ځکه د لمونځ کوونکو توجه اړوې، دغه الفاظ زما د لیکنې له پاره مناسب  ؤ.

ځينې علماء وايې کله چې د ښځې له اوازه اوریدلو څخه فتنه پيداکيږی  او یا د لذت له پاره د ښځې اواز اوریدل وي، دغه ډول عمل جواز نه لري، او دا ډول د ښځې خبرې په اجتماع کې کول هم  علماؤ يې بېل بېل اړخونه څیړلي دي.

فقهاؤ د ښځې د اواز  اوریدل د نارینه ؤ له پاره  مختلف نظرونه ورکړي، مګر  صریحاً یې د حرام حکم نه دی کړی، خو دفتنې له امله يې په ځینو ځایونو کې د ښځې د اواز اوریدل نارینه ته جواز نه دی ورکړی، او مهمه خبره پکې د ځواني او زړې ښځې هم شوې.

د ښځو شتون په پارلمان کې او د هغوئ څرګندېدل په ټلویزون، د ښځو خبرې په ټلیفون، د ښځو بازارته وتل او سودا له نارینه څخه اخستل،  ددي ټولو اړوند علماؤ خپل نظرونه ورکړي ښه داده چې مراجعه ورته ؤشي، او ځان پرې پوه کړو.

مهمه داده چې ټولنې او سېمو ته په نظر کې نیولو سره هم علماؤ بېلابېل نظرونه ورکړي، په سعودي او عرب هیوادونو کې د میرمنوله پاره بېل او ځانګړي مسجدونه جوړ شوي، مګر په ترکیه کې بیا يو مسجد وي، خو په هغه مسجد کې د ښځو له پاره ځای ځانګړی شوی، او بېل مسجد نه شته.

د محمد صلی الله علیه وسلم   په وخت کې او د خلفاء راشدینو په وخت کې هم میرمنې مسجدونو ته په امام پسې د جماعت د لمونځ اداء کولو له پاره تللي.

د اسلامي ګوندونو په لویو غونډو کې میرمنې بیانيې ورکوي، او کله خو نجوني پکې د تکبیر ږغونه هم کوي، سپین ژیري علما‌ء د میرمنو لویو مجموعې ته تدریس کوي، او دا ډول د مسلمانانو په تاریخ کې میرمنو تجارتي معاملې سرته رسولي، او تجارت پرته له خبرو او يو بل سره د اواز اوریدو شونی نه دی.

په اسلامي شریعت کې د ښځې د غږ په اړه په قرآن کریم ، نبوي احادیثو او فقهي کتابونو کې ښکاره او تفصیلي احکام بیان شوي.  په قرآن کریم کې الله تعالی امهات المؤمنین ته  امر کوي چې :

فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (32) الاحزاب

ژباړه :  .... په خبروکې نازو نزاکت مه کوئ (ځکه) بیا به  هغه کس  په تمه  کې  پریوځي چې زړه کې یې رنځ وي  .او سمه  (ځیږه )  خبره کوئ .

دلته که څه هم چې په ایت کریمه کې امرخاص امهات المؤمنین ( درسول اکرم میرمنو) ته شوی خو حکم يي عام دی چې باید ټولې مسلمانې ښځې له نامحرمو سره  د خبرو پرمهال  په  غږ کې له  ناز او  نخرو پرته  زیږې خبرې وکړي .

له  فقهي اړخه  له  دې  مبارک ایت  شریف  څخه  لاندې احکام استنباط شوي :

له  ضرورته  پرته  له   نامحرم  سره   خبرې  ونه کړې.

د ضرورت په مهال باید په نازکه او نرمه لهجه خبرې ونه کړې .

امام قرطبي  رحمه الله د همدې ایت شریف په تفسیرکې وايي چې د ښځې اواز په عام ډول عورت نه دی ، خو که د فتنې  ویره وه بیا عورت دی او اوریدل يي جواز نه لري .

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې هم  د ښځې د اواز په اړه تفصیلي احکام راغلي

د احادیثو په تر ټولو معتبرو کتابونو  صحیح البخاري او صحیح مسلم کې  په  متفق علیه روایت کې  داسې حدیث  شریف راغلی :

وعن أبي هُرَيْرةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قالَ:

 قالَ رسولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسَلَّمَ: ((التَّسْبِيحُ لِلرِّجَالِ، وَالتَّصْفِيقُ لِلنِّسَاءِ)). مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

تسبیح د نارینه ؤ لپاره او لاس ټکول د ښځینه وو لپاره دی .

د دې حدیث شریف په تشریح او تفصیل کې محدثین کرام فرمايي چې یو مهال رسول اکرم د عمرو بن عوف  د زامنو ترمنځ  د  صلحې کولو لپاره تللی وه او هلته وځنډیده ، په  مسجد نبوي  کې  حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه  د امامت لپاره  مخته شو، خو کله چې رسول اکرم  مسجد نبوي  ته داخل شو نو په مسجد کې  په لمانځه  ولاړو  صحابه کرامو د لاسونو په ټکولو (یوپربل وهلو) سره حضرت ابوبکر صدیق ته  دا ورفهموله چې ګواکې رسول الله راغی .

هماغه وه چې ابوبکر صدیق له محراب څخه د راشاته کیدو هڅه وکړه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته اشاره وکړه چې په خپل ځای پاتې شي او راشاته  نشي ، مګر ابو بکر صدیق راوروسته شو او امامت یې رسول الله ته پریښود.

له لمانځه وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل:

د لمانځه پرمهال که لمونځ کوونکی ته څه پیښه ؤشي نو نارینه دي سبحانه الله وايي او ښځې دي دسبحان الله ویلو پرځای تصفیق کوي .  تصفیق یولاس پربل لاس وهل چې غږيي پورته شي .

البته دغه تسبیح الرجال او تصفیق النساء د لمانځه کولو پرمهال وي ، خو د محدثینو په نزد له دې حدیث شریف څخه  بغیر له ضرورته  د ښځې د اواز  محذوریت  معلومیږي چې  د لاس په ټکولو سره ضرورت رفع کیږي  نو دنارینه ؤ په څیر يي په غږ کې تسبیح ویلوته اړتیا نشته .

له دې وجې څخه چې   د ښځې په  اواز پورې  د فتنې ویره تړلې  نو په اسلامي شریعت کې د ښځې امامت ، دښځې اذان کول ، په حج او عمره کې  په لوړ اواز د تلبیې ویل نسته .

د جمهورو علماؤ په نزد د ښځې اواز عورت نه دی خو هغه څه چې د ښځې په اواز کې جواز نه لري  هغه خضوع او نرمي ښودل  دي چې فتنه ترې راپورته کیږي .

په مسجدونو کې د ښځو د عادي سوال کولو په اړه باید وویل شي چې په شریعت کې مطلق سوال  هغه که د نارینه لپاره وي او که د ښځینه لپاره ، که په مسجد کې وي او که له هغه نه  بهر بي له ضرورته منع دی.

دغه ممنوعیت  درسول اکرم صلی الله علیه وسلم له لاندې حدیث څخه  مستنبط دی .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:  من سمع رجلاً ينشد في مسجد ضالة، فليقل: لا ردها الله إليك؛ فإن المساجد لم تبن لهذا ) رواه مسلم

ژباړه : له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه وايي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي څوک چې په مسجد کې د خپلې ورکې غوښتنه کوي نو د هغه په ځواب کې باید وویل شي چې خدای دي نه در پیداکوي ، ځکه مساجد د دغو کارولپاره نه دې جوړ شوي.

فقهاء کرام  له دغه مبارک حدیث نه په استنباط سره  هر هغه څه چې له عبادت او روح دعبادت سره منافي وي په مسجد کې تر سره کول  ناسم بولي .  لکه  په مسجد کې سوال کول ، بي ضرورته په مسجدونو کې خبرې کول ، له مساجدو څخه  دشخصي کارونو لپاره استفاده کول ...

داچې په مساجدو کې د نارینه ؤ لخوا د غیر تعبُدي کارونو تر سره کول ناسم دی  نو په  هغو کې د ښځمنو سوال کول ، دسوال ترڅنګ په لوړ غږ ژړل چې دنورو ستونزو  ترڅنګ  د لمونځ کوونکو د مزاحمت او د هغوئ د ذهني فراګندګي لامل ګرځي له شرعي اړخه په طریقه اولی سره ناسم دی .

زما د لیکنې اصلې هدف هم   په مسجدونو کې د ناسمو کارونو ترسره کولو په اړه  ده . نه  دښځمنو د مطلق اواز حراموالی. د ناسمو کارونو په جمله کې  په مسجدونو کې  د ښځمنو سوال او په زوره ژړل   هم  راغلي  چې   دسوال کوونکو ښځو دغه کار  د شرعي محذوریتونو  په سیاق کې حرام بلل شوی .

داچې  محترم ورو حفیظ الله په  ټولنیزو کارونو کې د ښځې د ګډون  خبره یاده کړې   دا بېله موضوع او  د اسلام په مبارک دین کې په ټولنیزو کارونو کې د ښځو مشارکت په اړه  د اسلامي فقهاؤ څرګند نظریات موجود دي .

ښځه  د بشري ټولنې د نیمايې برخې په  حیث  په اسلام کې خپل مقام  او منزلت لري او د دغه منزلت  کیفیت او کمیت په قراني نصوصو ، نبوي احادیثو  او اسلامي فقه کې پوره  واضح شوي .

 د هماغو ټولو  خلاصه او مجموعه  داده چې په ټولنیزو کارونو کې  د ښځې مشارکت   د اسلامي احکامو د محدودېت  په رعایتولو سره  د ټولنیز ضرورت د رفع کولو لپاره  جائز او  کوم  حرج نه لري .

هغه  مشارکت  که قولي وي او که  فعلي  باید  دشریعت  داحکامو په چوکاټ کې وي ، او که  د هغه  رعایت نه وي، بیانو  د ښځو  د اواز ، اوبدن  د پټوالې (حجاب)  په اړه  دومره ټینګار شوی  چې   په تعبُدي  اعمالو  لکه  امامت ،اذان ،  قضاء ... کې هم  د دوی  برخه اخیستل  له شرعي اړخه  منع دي .