د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا استراتېژي نه لري

عبدالرحمن فرقانی 17.01.2015 17:23

پورتنی سرلیک په یوه سیاسي بحث کې د یوه سیاسي شننونکی استدلال ؤ، چې تر ډېره برېده یې په دې ټینګار کاوه چې امریکا د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره حق لري، چې په نړۍ کې د حوادثو او پیښو څخه ګټه پورته او د خپلو اهدافو لپاره يې وګماري، خو تر دې وړاندې چې پېښې واقع شي، امریکا د خپلو استعماري موخو د تحقق لپاره د مشخصو استراتیژیو د پلېکېدو لپاره د توطیئو او دسیسو پر تیوري عمل نه کوي، چې په پای کې د ګټو د خوندي ساتلو د اصل پر بنسټ دا یو ډول حق دی نه هم د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه!.
خوبل لور ته په بحث کې د نورو ګدنوالو دریځ د پورتني استدلال پرخلاف د اغلب ګمان سره سم بیا دا ؤ، چې امریکا تل د تاریخ په اوږدو کې د خپلو استعماري موخو د تحقق لپاره دقیقې او منظمې استراتیژۍپه پام کې نیولې او د پېښو په رامنځه ته کولو کې یې د توطیئې تیوري تطبیق کړې ده، او هغه څه چې د پېښو په انځور کې رامنځه ته کېږي په حقیقت کې د عمومي استراتیژۍ په لړ کې بدیل تطبیقي پلانونه دي، چې په ټول کې د استراتیژۍ د پلېکېدو په موخه ورنه ګټه پورته کېږي. که څه هم چې دا یو ډېر لوی او پراخ بحث دی، خو په دې اړه د حقیقت موندلو لپاره غواړم په دې لنډه لیکنه کې لاندې ټکي دګرانو لوستونکو سره شریک کړم :
که لږ شا ته وګرځوو او په تېره بیا د کمونیزم د عروج د زمانې د تاریخ پانې ولولو، داپه څرګنده توګه را ته جوتېږي، چې د لوېدیځ استعماری ځواک چې په سره کې یې امریکا ده د خپلې نفوذ په کړۍ کې د کمونیزم د پراختیا او نفوذ څخه په وېره کې ؤ، او په دې اړه یې دقیقه او مشخصه استراتیژي دا وه، چې د اسلامی نړۍ هېوادونه په داسې ډول متحرک کړي، چې د کمونیزم د پراختیا او نفوذ مخنیوی وکړي،او هڅه یې کوله چې هغه ختیځه اوروپا چې د کمونیزم په خونړۍ کړۍ کې ښکیل وه او د کمونیزم د وحشت او ستم له وېرې یې د ټول لوېدیځ ژوند د اندېښنې سره مخ کړی ؤ، وژغوري، د یادونې وړ ده چې امریکاپه دې اړه پخپله عمومي استراتیژۍ کې نور انتخابونه هم درلودل، خو یومهم انتخاب دا هم ؤ، چې پر افغانستان د یرغل د دسیسې په پایله کې روسان په افغانستان کې په ګونډو کړي.
لوېديځ کولای شول، چې د روسانو د یرغل تر دمخه داسې کړنې په لاره واچوي، تر څو د روسانو د یرغل مخه ډب کړي، خو په حقیقت کې د روسانو په اړه د لوېدیځ د استعمار د عمومي استراتیژۍ د پلېکېدو لپاره توطیئه همدا وه، چې روسان د اسلامي نړۍ د هېوادونو سره د امپراتوریو په مقبره کې مخ شي روسانو د امریکا د توطیئې د تیورۍ سره سم پر سر لوړي افغانستان نظامي یرغل په لاره واچاوه، لوېدیځ و کولای شول د خپلې استراتیژۍ سره سم هغه لوبغاړی چې غوښت یې د روسانو پر وړاندې یې ولوبوي په عملي ډول ودروي. اسلامي نړۍ یې د افغانستان په ډګر کې د روسانو سره ښکیل کړي، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد روحیه او ولوله تايیدکړه، د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادنو حکومتونو د لوېدیځ پر هڅونه په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې دجهاد ملاتړ وکړ، په دې ټوګه لوېدیځ وکولای شول، چې په هماغه افغانستان کې چې لوېدیځ پر خپله پکې د شرمه او ننګه ډکه ماتې خوړې وه، روسان په ګونډو کړي، سره لښکر هم د لوېدیخوالو د یرغلګرو ځواکونو په څیر ماتې و خوړه.
لوېدیځ په ډېره ځیرکتیا سره د افغانانو د شهامت او ولولې څخه ګټه پورته کړه، او د افغانستان په لوړ غرو کې چې د میړانې او اتلولۍ د صحنو شاهد دي، یې خپل خونړی دښمن په ګونډو کړ، کوم چې په هکله یې په افغانستان کې د روسانو دې یرغل پر مهال د جنګ قوامندان ګروموف د افغانستانه د وتلو پر مهال داسې ویلي:" موږ د افغانستان په دې تورو غرونو کې د خپل تاریخ سره سره خپله جغرافیا هم له لاسه ورکړه".
کوم مهال چې دلوېدیځ استعماری ځواک په افغانستان کې خپل سیاسی او نظامي سیال (کمونیزم) پرګونډو کړ، یو نوي بهیر په یوه نوې بڼه اونوې روحیې او ولولې سره سر راپورته کړ، چې د استعمارلپاره ډېره د اندېښنې وړ ؤ، په جهادي روحیه باندې ولاړ د اسلامي حرکتونو بهیر، چې پخپل وار د ډېرو اسلامي هېوادونو استبدادي حکومتونو ته هم د اندېښنې وړ ؤ، نوموړي بهیر د افغانستان په ډګر کې بیا را ځوان شو، که څه هم چې استعمار د نوموړي بهیر څخه بشپړ معلومات درلودل او ورڅخه نا خبره او غافل نه ؤ، او د له منځه وړلو لپاره یې په خپله عمومي استراتیژۍ کې توطئیې او دسیسې لرلې، خو له منځه وړل یې د خپلې استراتیژۍ په حکم د کمونیزم تر منځه تللو پورې ځنډولي وو، دکمونیزم په له منځه تللو سره د اسلام ( اسلامی نهضت)د منځه وړلو وار راورسېد او لوېدېځ په لټه کې شوو تر څو د دې موخې لپاره د وخت د لوبو سره سم نوی لوبغاړی ومومي او د نوموړی اسلامی حرکتونو د خوځښت مخه ونیسي، تر څو په اسلامي هيوادونو کې د واکمنۍ واږې په لاس کې وا نه خلي.
د دې وخت راورسېد تر څو په اسلامي نړۍ کې لومړی د اسلامي نړۍ استبدادي حکومتونه د ځپلو لپاره هغه لوبغاړی په پښو و دروي، چې له یوې اوږدې مودې څخه یې د اسلامي نړۍ په زړه کې غوره کړی ؤ او د عمومي استراتیژۍ یوه مهمه او ارزښتناکه دسیسه ګڼل کېده، کېدای شي له چا پټه نه وي چې د ایران روحي مشر له یوې اوږدې مودې راپدیخوا په فرانسه کې، چې دخپلواکۍ او ډیموکراسۍ مور ده، د لبرالیزم سره د مینې او محبت کولو خبرې زده کړې وې، د ایران سیاسي صحنې ته د دین تر چتر لاندې راستون شو، دا په لوېدیځ کې صیقل شوې مهره د اسلام دننه په مسلمانانو کې د تفرقې اور بلولی شي او پریکړه وشوه تر څو په ایران کې د آخوندي نظام له لارې په اسلامي نړۍ کې ریښتني اسلامي خوځښتونه کم زوري کړي.
له یوه لوري د نړیوالو رسنیو فضا دعربي نظامونو د اغفال لپاره د امریکا او ایران تر منځ غولونکو شعارونو ډکه کړې وه، او له بل لوري لوېدیځ د پردې تر شا ایران پر نوې اتمي وسله سمبال کړ، عربي هېوادونه یې په داسې ډول په غفلت کې وساتل چې هیڅکله یې دا تصور نه کېده، چې ایران به د اتمي وسلې څیښتن شي، ځکه د ایران او امریکا تر منځ غولوونکو شعارونو په هیڅ ډول د دغې مخکښۍ اجازه نه ورکوله.
لېرې به نه ځو په دې اړه به د عراق پېښې و ارزو، سره لدې چې په عراق کې د هغه مهال واکمني د لوېدیځ لاس ناستې او استبدادي و اکمني وه، لوېدیځ د نوموړي نظام د له منځه وړلو لپاره د یوې دقیقې استراتیژۍ له مخې چې د توطیئې شعار یې د ډیموکراسۍ نه پلي کېدل او د اتمي وسلې درلودل وو، او د یوې اوږدې مودې لپاره یې په نړیولو مطبوعاتو کې د یاد ذهنیت لپاره تبلیغات وکړل او ګمارل شوي مطبوعات هم د دغه ذهنیت د خپراوی لپاره کارکاوه، لا تر اوسه دغه ذهنیت خپل دلایل او براهین نه وو موندلي، چې لوېدیځ د امریکا پرمشرۍ په عراق باندې نظامي یرغل پیل کړ، د داسې تورونو پر اساس یې د عراق نظام له منځه یوړ، چې په هيڅ ډول یې خپل ريښتنوالی ثابت نه کړ او تر ننه نړیولو د عراق د اتمي وسلو څیره و نه لېده او تر ننه یې د ډیموکراسۍ څرک و نه ليد، د عراق نظام له منځه ولاړ ټولې مؤسسې یې تاراج ، چور او غارت شوې، د عراق نظامي ځواک چې په سیمه کې تر ټولو پیاوړی ځواک ؤ له منځ ولاړ.
او سمدېلاسه د عراق په سياسي چاپیریال کې د یوې دقیقې استراتیژۍ له مخې منظم مسلح شیعه ځواکونه را څرګند شول، او د عراق سیاسي زعامت یې په لاس کې واخیست، د یادونې وړ ده، چې ډېری د دغو سیاسی حرکتونو د ایران په حوزو کې روزل شوي وو، او د هغه ځایه د عراق سیمه ته راغلل، او د عراق سیاسي و اکمني یې په داسې حال کې په لاس کې واخیسته چې لوی "شیطان " د خپلو ټول ټانګونو او الوتکو او نظامي ځواکونو سره په عراق کې حضور لري!! .
د افغانستان د جهادي ډګر څخه چې کوم عربان خپلو هېوادونو ته ستانه شول، د یوې نوې ولولې او جذبې سره ستانه شول، د یوې جهادي روحیې سره ستانه شول، په دې فکر شول ترڅو د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې ومومي او له یادو استبدادي حکومتونو څخه چې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې یې خپل اولسونه د خپلو واکمنیو د مودې د اوږدولو لپاره ځورول او له هر ډول حقونو يې محرومول، خپل اولسونه وژغوري.
په دې لړ کې د عربي پسرلي په نامه بهیر را څرګند شو، له شکه وتلې خبره ده ،چې ملي پاڅونونه تل خلکو ته د آزادۍ او خپلواکۍ دنوی سهار نسیم له ځانه سره راوړی . او همدا د خلکو پاڅون او وحدت دي چې په پای کې تاریخ لیکي،او ټولنه د ریښتنی بدلون په لور وړي، د استعمار، استکبار او استبداد له جبر څخه خلک ژغوري . خو ملي پاڅون هغه وخت ډیر مؤثر او اغیزمن وي، چې د هېواد په کچه سیاسي شعور هغه مرحلې ته رسیدلې وي، تر څو دا پاڅون ترې بې لارې نه شي، او د کوم هدف لپاره چې ګمارل شوی وي د هماغه هدف د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي .
کوم ملي پاڅونونه چې دنړۍ په هغوعربي هېوادونو کې راڅرګند شول ، چې د یوې اوږدې مودې څخه د استعمار تر جبر او ظلم لاندې وو ، که په څه دلالت کوي ، نو خامخا به په دې دلالت کوي، چې نور خلک د استعمار د ظلم او بربریت څخه په تنګ شوی دي، نور هغه نشي زغملي، د خپلو حاکمانو څخه زورېدلي دي، نور غواړي چې دا داستعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي او په دې دلالت کوي چې د نن زمانې په ځوانان کې ژور بدلون را منځ ته شوی دی، د نن زمانې د ځوانانو سیاسي شعور د پرونۍ زمانې د ځوانانو د سیاسی شعور په څیر محدود پاتې نه دی ، د نن زمانې مظلوم ملتونه د خپلو ځوانانو په رهبرۍ غواړي چې نور د استعمارتر جبرلاندې ژوند ونه کړي، نور د استعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي ، نور د خپلې ارادې خاوندان وي ، سیاسی برخلیک ئې په خپل لاس کې وي ، نن د علم او تکنالوژۍ د ترقۍ او پرمختګ په پایله کې هر څوک کولای شي د لږ زیار په پایله کې له ډیر څه نه خبر شي .
که د عربي پسرلي تر را څرګنددېدو مخکي د استعماري ځواک د عمومي استراتیژۍ توطئیه داه وه، چې د عربي نړۍ استبدادي حکومتونه لمنځه یوسي، خو د عربي پسرلي پر را څرګندېدو د عمومي استراتیژۍ بدیله توطئیه دا شوه، چې د نوموړو استبدادي حکومتونو پر مټ د سیاسي اسلام مخه ډب کړي او همداسې وشول د خلیجي استبدادي حکومتونو پر مټ د سیاسي اسلام بهیرونه وځپل شول او د خلیجي هېوادونو د ډاډ لپاره په ظاهره د ایران د نفود د مهارولو لپاره په سیمه کې ځینې تحرکات تر سره شول، یعنې د عمومي استراتیژۍ بدیل تطبیقي پلانونه عملي شول.
او دا هغه څه دي چې په مصر کې يې نن موږ د عسکری انقلاب په څپو کې د لویديځ په مرسته وینو، یوازې د دې لپاره چې ریښتنی اسلامی حکومت د مسلمانانو سرلوړي غواړي، حقوق یې خوندي کوي، د کوم مهاله چې د مصر منتخب اسلامی حکومت د غزې د مسلمانانو مرستې ته ور ودانګل لويديځ او امریکا خپل سیاست د اسلامي حرکتونو پر خلاف په خپله عمومي استراتیژۍ کې بدل کړ و داسې انګیرل کیږي، چې په پای کې هغو د دین تر نامه لاندې استبدادي حکومتونو ته غاړه کیږدی، کوم چې د دوی مصلحتونه یې خوندي ساتل او خپل اولسونه یې محرومول.
د عربي پسرلي د مخنیوی لپاره د لوېديخ اسستعماري ځواک پخپله استراتیژۍ کې پرته لدې چې د دین تر نامه لاندې د استبدادي حکومتونه ملاتړ وکړي، بله لاره نه لرله، د لويديځ وروستني تصمیمونه او دریځونه په دې دلالت کوي، چې لوېديځ به په اسلامي نړۍ کې همدغو کرغیړنو استبدادي حکومتونو ته غاړه کیږدي، کوم چې د لوېدیځ ګټې خوندي ساتي او خپل ملتونه د واک او اقتدار د اوږدولو لپاره له هر څه محروموي.
په افغانستان کې د ډېموکراسۍ تمثیل د لوېديځ د عمومي استراتیژۍ یوه برخه ده، په افغانستان کې د دېموکراسۍ د پلېکېدو لپاره اساس په بون ښار کې کوږ کېښودل شو، يا په بل عبارت دېموکراسي په افغانستان کې ځکه تېرو ديارلس کلونو کې بنسټيزه نه شوه، چې ډېموکراسي د زورواکانوله خوا د لوېدیځ د استعماري ځواک پر مټ يرغمل کېږي، د امتياز اخيستلو او مصلحت پاللو په پايله کې د ملت او ولس ادارده نه تمثلېږي، د خلکو انتخاب د زورواکانو او په نامه ديموکراتانو د هوسونو قربانېږي، دا د لوېدیځ د استعماري ځواک د عمومي استراتیژۍ یوه برخه ده، ځینو اهدافو ته د رسېدو لپاره همدا دسیسه په لاره واچول شوه.
بيا هم کله چې افغانانو په ورستيو ټاکنو کې په خپله پرېکړه وکړه او په دې باور را ووتل تر څو د ډيموکراسۍ هغه ګوږ بهير چې په بون کې يې تهداب کېښودل شو، په افغانستان کې سم کړي، لوبه پخپله په لاس کې واخلي، نو هغه هېوادونو چې د افغانستان په سياسي کشاله کې ښکيل دي، په دې لټه کې شول تر څو د لوبې اصول بدل کړي او په پاي کې د افغانستان سياسي برخليک داسې لور ته سوق کړي، چې د دوي مادي او استراتيژيک مصلحتونه پکې خوندي پاتي شي، دا هم د عمومي استراتیژۍ یوه برخه ده.
په ټول کې دا جوته ده، چې دلوېدیځ استعماري ځواک او په سرکې یې امریکا خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره دقیقې او منظمې استراتیژۍ لري او د خپلو استراتیژیو د پلېکېدو لپاره د توطیئو او دسیسو پر تیورۍ پانګونه کوي او د پېښو په انځور کې خپلې توطیئې عملي کوي.
په دې اړه شواهد زښت زیات دي او په دې لنډه لیکنه کې یې د ټولو رانغاړلو ځای نشته. مننه

Forqani_604@hotmail.com