د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې انګیزې

حمید هڅاند 27.12.2014 13:32

په هیواد کې د روانې ورور-وژنې لپاره بېلابیلې انګیزې وې. له ښه مرغه هغه ځای ته رسېدلي یو چې د جګړې انګیزې تر مخکي کلونو لا زیاتې کمرنګې شوې دي. بهرنیان له ولایتونو څخه څو اډو ته را ټول شوي دي او تګ راتګ یې بالکل محسوس کېږي نه. له دې سره سره په ولایتونو کې بیا هم جګړه روانه ده. د تېرو کلونو په پرتله اوس جګړه لا زیاته افغاني شوې ده. که د ملي اردو سرتېری قرباني کېږي، افغان دی؛ که پولیس قرباني کېږي، افغان دی؛ که محلي پولیس قرباني کېږي، افغان دی؛ که ولسي وګړي قرباني کېږي، افغانان دي؛ که طالب ژوند له لاسه ورکوي، افغان دی. پوښتنه دا ده چې لا هم ولې د بې رحمه جګړې شاهدان یو؟ ولې خلګ سر نه خلاصوي او له ماشې ګوتې نه ایسته کوي؟
که له یوې خوا طالبان د پاکستان له خوا د وسیلې په توګه کارول کېږي، له بلې خوا همدغه طالبان او د حکومت پلوي ډلې د جکړو په اوږدو کې د بدۍ (دوښمنۍ) تر کچې رسېدلي دي. د یوې کورنۍ یو غړی به په تېره جګړه کې وژل شوی وي، اوس یې خپلوان غواړي بدل یې په هر قیمت له مخالفې ډلې واخلي. د جګړې دې غاړې ته هم همدغه حال دی.
نور نو هغه ځاي ته رسېدلي یو چې له سولې پرته بله لاره نه ده را پاتې. په وسله وال مخالفینو کې دا خبره ورو ورو درک کېږي چې نور نو سوله یواځینۍ لاره او غوراوی دی. په دولت کې هم یو شمېر کړۍ د سولې خنډ دي خو له ښه مرغه د هیواد مشرتابه د سولې راوستلو ته پوره پوره ژمنه ده او دا یې د خپل کار له لومړیتوبونو څخه ده. ویل کېږي چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې هم تر څه ځایه د منځګړو هیوادونو په شتون کې مخته تللې دي.
افغانان د سولې تږي دي او روانې ورور وژنې یې خورا زیاتې اوږدې درنې کړې دي. ټول ولس غواړي چې سوله راشي. په دې هیله چې د دولت د سولې هڅې ژر تر ژره مثبته پایله له ځان سره ولري.