د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختره راشه

جليل (احمدزی) 05.10.2014 23:32

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

04/10/2014 کابل
اختره راشه دخوښیو انګازې راوله
ستړی ژوند مو لږ دمه کړه څو شېبې راوله
چې مو شپونکي دغرو لمنو کې شپېلۍ ته لاس کړي
ژوند مو ټپه کړه ارمانونو ته نغمې راوله
څیرې ګریوان یې دوختونو پیوندونه غواړي
ړنګې کېږدۍ ته یې پېغلوټې پښتنې راوله
دوير ژړا او اسويليو کاروانونه لاړل
زما ولس ته څو دکار جګې شملې راوله
چې ئې ديدن ته دځوانۍ مازديګري تېر کړي
وصاله راشه هغه تللې قافلې راوله
ورځ مو تياره شپه مو تياره دژړاګانو ښار کې
غمونه بس دي ترږميو ته ډېوې راوله
ته دهيبت او عظمت ډک تاريخونه لرې
پښتون بچی شه دبابا لويې جرګې راوله
داحمدزي په سر دقام جګه شمله تړمه
ته شه تعبير زما خوبونو ته څو شپې راوله